اروزګان:بندیانو د نه خوړلو اعتصاب کړي

اسدالله زړه سواند | جون 9th, 2014


په اروزګان ولایت کي بندیانو د نه خوړلو اعتصاب کړی دئ
دغه زندانیان وايې د تیري ورځي له سهار يې ددې له امله د نه خوړولو اعتصاف کړي،چي ددوي پایوزانو ته سپکاوی کیږي،او پایوازان نه ور پرېښودل کیږي
زموږ خبریال هڅه وکړه،چي په زندان کي له زندانیانو سره له نږدې وګوري،خو د زندان د مسئولینو لخوا اجازه نده ورکول سوې
خو وروسته د ډېر هڅو په دې وتوانېدو چي د یوه زنداني سره د ټلیفون پر کرښه خبري وکړې،دغه زنداني د خپل نوم د نه ښودلو په شرط وویل ،چی ددوي د زندان ۱۵۰ تنو ملګرو هغه وخت د نه خوړلو اعتصاب وکړ،کله چي د زندان د مسئولینو لخوا د دوی ښځینه او نارینه پایوازانو ته سپکاوی وسو،او دوی ته نه پر ټاکلي وخت نه ورپرې ښودل کیږي
د اروزګان د مرکزي زندان امر ډګرمن بسم الله وايې په زندان کي د اعتصاب کوونکو شمېر ډېر کم دئ،او دوي ورسره په خبرو کي دي ترڅو یاده ستونزه حل کړي
نوموړي وايې د قانون سره سم يې د زندانیانو سره چلند کړي او پر وخت يې ددوي پایوزان ورپرې ایښي دي
ده د زندانیانو له لوري د زندان پر ساتونکو لګول سوي تورونه بې بنسټه وبلل او ویې ویل چي دوی هیڅکله هم د کوم زنداني د پایواز سره بد چلند نه دی کړی.
دا په داسي حال کي ده چي یو ځل مخکي هم د اروزګان د مرکزي زندان زندانیانو د نورو بیلابیلو ستونزو له امله په اعتصاب لاس پوري کړی وو خو تر لږ وخت وروسته سمدستي پای ته رسیدلی ولي دا اعتصاب چي زندانیانو د خوراک څخه ډډه کړې لومړنی دی.

Copyright Larawbar 2007-2024