کندهار:په هوایی برید ایساف او ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله

اسدالله زړه سواند | جون 10th, 2014


په هوايي برید کي د ایساف او ملي اردو سرتیري وژل سوي
دکندهار د دوه سوه پنځم اتل قول اردو درستیزوال سیدواقف شاه وايې دایساف ځواکونو په هوايې برید کي په تیروتنی سره خپلو او د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده
ددغه په خبره ،چي په دغه برید کي یو د ملي اردو سرتیری وژل سوي خو ایساف ځواکونو ته د اوښتي مرګ ژوبلي په اړه يې کوم څه ونه ویل.
خو ایساف ځواکونو د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره د خپلو پنځو سرتېرو د وژلو خبر وکړي
په خبرپاڼه کي ویل سوي ،چي دوي د دولت د وسلوالو مخالفینو سره د جګړې په نیت هوايې برید کړي دئ

Copyright Larawbar 2007-2024