کور / تازه خبرونه / بریطانیا افغانستان ته اضافي سرتیري استوي.

بریطانیا افغانستان ته اضافي سرتیري استوي.

د بریطانیا د لومړي وزیر ګورډن براون دفتر ویلي چې دغه هیواد هوډ لري افغانستان ته ۲۳۰ نور اضافي سرتیري په راتلونکو څو اوونیو کې ولیږدوي، دغه اضافي سرتیري به ډیری انجینران، لوژستیکي کارکوونکي او د نظامي چارو روزونکي وي.
د بریطانیا هیواد ددغو سرتیرو له استولو سره به ددی هیواد د سرتیرو شمیره په افغانستان له اتو زرو ور زیاته شي، بریطانویان دا مهال په هلمند کې میشت دي.
له دوه زره لومړي کال راوروسته د بریطانیا یو سلو دوه سرتیري په جګړو کې وژل شوي.
د بریطانیا ددفاع وزیر دیس براون به ډیر ژر دا سرتیري اعلان کړي.