لمړنۍ شمېرنې ښيي چې ډاکټر احمدزی وړاندې دی/ انځوریز رپوټ
نن د غبرګولي په څلورویشتمه نېټه په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ دوهم پړاو ټاکنې د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله تر منځ وشوې.
ټاکنې د هېواد په ټولو ولایتونو کې په یوه ورځ د سهار په اوو بجو پیل او د ماذدیگر تر څلور بجو یې دوام درلود چې پکې څه باندې اوه میلیونو افغانانو ګډون وکړ.
ولسمشر کرزي او همدا ډول د ټاکنو کمیسیونو مشرانو او پر دې سربیره د امریکې او ځینو نورو هېوادونو مشرانو افغانانو ته د بریالیو ټاکنو مبارکي ورکړه.
که څه هم د ټاکنو په ورځ ډیرې امیتي ستونزې نه وې، خو بیا هم له ځینو ولایتونو د سیمه ییزو زورواکانو لخوا د زور کاریدلو او درغلیو رپوټونه ترلاسه شول چې تورونه یې د ډاکټر عبدالله په پلویانو اچول شوي دي.
په ټول هېواد کې څه ناڅه یونیم سل پېښې ثبت شوي چې بیلګه یې په ننګرهار، فاریاب کې د عبدالله پلویانو لخو په عامو خلکو ډزې یادولی شو چې مرګ ژوبله یې هم له ځان سره درلوده.
له هراته وروستي راپورنه وايي چې ماښام مهال د وسلوالو لخوا د څو کسو رایه ورکوونکو ګوتې پرې شوي دي.
مخکښ کاندید اشرف غني احمدزي وویل چې دا ځل په ټول هېواد کې افغانانو د توپک د ماشې په ځای د رایو په زور خپل ولسمشر وټاکه.
د اشرف غني احمدزي سیال عبدالله عبدالله بیا په امنیتي ځواکونو او همدا ډول د ټاکنو په خپلواکو کمیسیونو غږ وکړ چې د درغلیو مخه دې ونیسي. دا به داسې حال کې ده چې د درغلیو ډير تورنه خپله د ډاکټر عبدالله په ټیم لګیدلی دي.
څو ورځې وړاندې د یوه نړیوال دفتر ((ګلیویم)) لخوا نظر پوښتنه ښيي، چې ډاکتر اشرف غني د ډاکتر عبدالله عبدالله نه په ۷٪ راییو توپیر مخکې دی.
سروې ډاکتر اشرف غني ۴۹٪ او ډاکتر عبدالله عبدالله ۴۲٪ښودلي؛ د خلکو ملاتړ د یوې نظرپوښتنې په لړ کې چې د ۲۸۰۶ افغانانو سره د ۳ -۹ جون پورې د تیلیفون له لارې شوې وه، چې پايله يې د ډاکتر اشرف غني د ګټلو چانس زيات ښيي.
د رایو لمړنۍ شمېرنې هم چې تاسو وینئ د ډاکتر اشرف غني د ګټلو امکانات ډیروي خو که سیمه ییز چارواکي او تخریب کوونکي د تیر ځل غوندې درغلي ونه کړي