د دويم پړاو ټاکنو په اړه د کندهار د مدني ټولنو پرېکړه ليک
.
د کندهار، هلمند، روزګان او زابل ولايتونو په ولسواکۍ مينو ولسونو په ډېرې ميړانې او سرښندنې سره په دويم پړاو ټاکنو کې برخه واخېسته، او خپله رايه يې وکاروله تر څو خپل راتلونکی ولسمشر او سياسي زعامت په سوله ييز ډول وټاکي. که څه هم د کندهار او خواوشا ولايتونو په ګڼو برخوکې امنيتي ستونزې موجودې وې خو ولس د هيڅ امنيتي ګواښ پروا ونکړه او دا يې ثابته کړه چې د خپلې رايې د کارولو او خپلې ملي ارادې د تمثيل لپاره هرې قربانۍ چمتو دی.
د ټاکنو په ورځ د هېواد په ګڼو سيمو کې امنتيتي پيښې رامنځ ته شوې او زموږ په سلګونو هيوادوال يې ټپيان او په شهادت ورسول. حتی په هرات ولايت کې زموږ د ځينو هيوادوالو ګوتې په وحشيانه ډول پرې شوې خو په ټوله کې د ټاکنو بهير په برياليتوب سره پای ته ورسېده.
خو په ډېر تاسف سره بايد ووايو چې د ولسمشرۍ نوماند ډاکټر عبدالله غواړي چې ددغه ملي بريالي بهير په وړاندې خنډونه رامنځ ته کړې او له څو ورځو راهيسې د ګواښونو او اخطارونو په ورکولو سره د ولس دې سترې حماسې او ملي ارادې سپکاوی کوي.
ښاغلی ډاکټر عبدالله له هر ډول اسنادو او شواهدو پرته په ټاکنو کې د درغليو او په ځينو ولايتونو کې زموږ د پاکو رايو د باطلېدو غوښتنه کوي خو موږ په هر حالت کې د خپلو رايو دفاع کوو او دغه پرېکړه ليک اعلانوو:
1. موږ د ټاکنو له خپلواک کميسيون مننه او ستاينه کوو چې ولس ته يې د رايې ورکونې مناسب چاپېريال برابر کړ. موږ له دواړو کميسونونو څخه جدي غوښتنه کوو چې د تقلب او درغليو په رسوا کولو کې جدي هڅې وکړي او د قانون له مخې ورسپارل شوې دنده په پوره امانتدارۍ سره تر سره کړي.
2. موږ د خپلو امنيتي ځواکونو د زړه له کومې مننه کوو چې د سر په بيه يې ولس د رايې ورکولو زمينه برابره کړه. د شهيدانو روح ته دعا کوو او ټپيان ته د ستر څښتن له درباره د عاجلې شفا غوښتنه کوو. خو د هغه امنيتي ځواکونو کردار غندو چې د ټاکنو په بهير کې يې لاسوهنه کړې او د کوم کانديد په ګټه يې مداخله کړې ده.
3. د ټاکنو په اړه کمیسیون (فیصله کوونکی) دی، موږ جدي غوښتنه کوو چې هيڅوک دې د کمیسیون په کار کې د پایلو تر اعلان او اجراآتو تر بشپړېدلو پورې مداخله نه کوي او د کمیسیون کارکوونکي دې تر فشار لاندې نه راولي.
4. دواړه لوري او نور اړوند مراجع دې د افغان ولس ارادې، قربانیو او زحمتونو او د ۱۰۱ کسو شهیدانو وینو ته احترام وکړي، که پر پروسه اعتراض لري، له قانوني مجراګانو دې اعتراض وکړي، خو پایلې دې نه ردوي.
5. موږ هيچا ته اجازه نه ورکوو، چې د ګواښونو او اخطارونو په ورکولو سره زموږ ولس اندېښمن کړي، اوس هغه وخت نه دې چې يوه جنګي ډله دې د ټول ولس اراده يرغمل کړي.
6. موږ پخپلو رايو او سرښندنو د ملي واکمنۍ او ولسواکۍ پياده کول غواړو. هر لوری چې په شفافو رايو بريالی شو، له مقابل لوري څخه هيله کوو چې د زور لاره پرېږدي او د نورو هېوادونو په شان بايلونکی ګټونکي ته مبارکي ووايي. د بايلونکي زورزياتی د ګټونکي په مقابل کې نه بلکې د ټول ولس په مقابل کې دی، موږ يې غندو او پر وړاندې يې له هرې قانوني لارې درېږو.
7. هيڅوک تر قانون لوړ نه دی، ټول بايد قانون ته احترام وکړي. زموږ رايو ته دې احترام وشي، هغه کانديد چې زموږ د رايو د باطلېدو خبرې کوي، بايد پوه شي چې موږ ټول امنيتي خطرونه منلي او د ولسواکۍ لپاره مو رايه ورکړې ده، نو زورواکي نه منو، نه منو، نه منو. هيڅ ګواښ او اخطار موږ له خپل حق څخه نه شي بې برخې کولی. لکه څنګه چې مو د ټاکنو په ورځ ثابته کړه چې هيڅ ګواښ زموږ د ارادې په وړاندې خنډ نه شي جوړېدلای اوس يو ځل بيا خبردارې ورکوو چې له خپل حق څخه فاع هم کولی شو.