زابل :دسړک جوړولو پروژه ګټې اخیستنې وسپارل سوه

احمد ولي سرحدي | جون 19th, 2014


په هغه مراسیموکي چي نن دزابل ولایت دامنیه قومندانۍ په انګړ کي جوړسوې ول، پکي ددولتي چارواکو ترځنګ قومي مشرانو، ځوانانو او دمدني ټولنې استازو ګډون کړی وو.
دیادومراسیمو پرمهال دزابل والي محمداشرف ناصري رسنیو ته وویل چي یاد سړک دکورنیو چارووزارت په مالي مرسته ددې ولایت په امنیه قومندانۍ کي ترجوړیدلو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل سو چي ټول ټال مالي لګښت يې ۴۸ میلیونه افغانۍ کیږي.
ښاغلی ناصري وايي دپولیسو ټولې هغه ستونزي به حل سي چې تردې وړاندي ورسره لاس اوګریوان وو.
په زابل کي داسړک پداسي حال کې ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي چې پدې وروستیو کي پدې ولایت کې دبیارغونې په کارونو کي کموالی راغلی.

Copyright Larawbar 2007-2024