زابل: توغندیز برید کي ۱۰ ملکي کسان ټپیان سول
زابل امنیه قومندان ښاغلی مل پاسوال غلام سخي روغ لیونی خبرورکوي چي دپنج شنبې په ماښام وسله والو طالبانو دزابل ولایت په شاه جوی ولسوالي کي دهولان رباط پرسیمه دلیرې څخه توغندیز برید کړی او ددې برید پرمهال توغندۍ دخلګو په کورونه کي غورځیدلي چي پکي ۱۰ ملکي کسان ټپیان سوي دي.
امنیه قومندان وايي وسله والو طالبانو تریوځو توغندیو ویشتلو وروسته له سیمي څخه تښتیدلې او دامهال په سیمه کي دپولیسو لخوا چاڼیز عملیات روان دي.