په کابل کې یو ځل بیا ژوند عادي حالت ته راګرځېدلی دی.
وروسته له دې چې په افغانستان کې د ولسمشریزه ټولټاکنو د دوهم پړاو هم تر سره شو، نن په کابل کې په لسګونه کورنیو له خپلو ماشومانو سره یو ځای بېلا- بېلو میله ځایونو ته تللي او ژوند يې د نور کله په څير ته دوام درلودل.
دا د ولسمشریزه ټولټاکنو د دوهم پړاو څخه وروسته لومړۍ اونۍ ده، چې په افغانستان کې حالات بېرته عادی حالت ته ګرځي او تجارتي راکړې ورکړې مخ پر ښه کېدو دي.
د کابل کې په منډي سیمه کې یو تن دوکاندار آغامحمد وایې: چې کار و بار یې بېرته عادي حالت ته ګرځېدلی دی، نوموړي وړاندې زیاتوي: چې د تېرو څو میاشتو را په دې خوا یې کار په ټپه دریدلی و، خو اوس مخ د ښه کېدو په حال کې دی.
د کوټه سنګي په آباسین ځدران تجارتي مارکیت کي، فیصل چې د دریشيو دوکان لري، هم د مشتریانو د ډېرېدو خبره راته کوي، ښاغلی فیصل وایې: چې ولسمشریزو انتخابات ته یې، پر دوکاندارۍ ډېر منفي تاثیر کړي وو او ښارانیانو به په کمه بیه هم سودا ورڅخه نه اخیستل.
د اقتصادي چارو د کارپوهانو په باور چې، په هېواد سیاسي حالاتو په ګډ وډي پر سوادګرۍ او د ژوند پر نورو اړخونو باندې په ټول افغانستان کې مستقمه آغیزې کړې وې.
۱۳۹۳/۳/۳۰