پاكستان د افغان مشر پر څرګندونو احتجاج وكړ

34 | جون 16th, 2008



د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت احتجاجاٌپه اسلام آباد كي د افغانستان سفير محمد انور انورزى ور غوښتى، او د افغان ولسمشر حامد كرزي د پرونيو څرګندونو په باب يې ژوره اندېښنه ورته څرګنده كړې.
پاكستان وايي د دوى په خاوره كي يوازي پاكستانى پوځ د ترهګرۍ خلاف جنګ حق لري، بل هيڅ بهرني ځواك ته به په خپله خاوره كي د عملياتو اجازه ورنكړي.
پاكستاني چارواكي وايي كه افغان حكومت ته په پاكستان كي د ترهګرو د پټنځايونو په باب معلومات وي، د ناټو، پاكستان او افغانستان په مياشتنۍ درې اړخيزه غونډه كي دي مطرح كړي او له پاروونكو څرګندونو څخه دي لاس واخلي.
د يادوني وړ ده چي افغان جمهور رئيس حامد كرزي تېره ورځ په يوه خبري كنفرانس كي د پاكستان پر طالبانو نيوكي وكړې چي په افغانستان كي لاسوهنه كوي او پاكستان ته يې ګواښ وكړ چي افغانستان د ځان د دفاع دپاره په پاكستان كي هم د عملياتو حق لري.

Copyright Larawbar 2007-2024