کور / اسلامي / د [روژې سوغات] لړۍ د سږ کال (۲۰۱۴م) لپاره بشپړه سوه

د [روژې سوغات] لړۍ د سږ کال (۲۰۱۴م) لپاره بشپړه سوه

د
روژې ۲۹مه تحفه


عزتمنو دوستانو ، ښایی لیلة القدر شپه همدا نن وی ( خو الله بهتر
پوهیږی ) . د قرآن د القدر سورت درېیم آیت فرمایی چی د قدر شپه تر یو زر میاشتو هم
بهتره ده . مطلب دا چی په دغه شپه عبادت او نیکي داسی وی لکه پوره یو زر میاشتی (
یا ۸۳ کاله ، یا دیرش زره شپې ) چی یې عبادت او نیکۍ کړي وی . آیا د یو انسان ټول
عمر به ۸۳ کالو ته ورسیږی ؟ څوک یې تضمین کولای سی ؟ آیا په دې حساب د دغه یوې شپې
واقعي عبادت د انسان د ټول عمر د عبادت په اندازه نه دی ؟ نو راځیً چی دا آخری
موقع او آخری شپه ضایع نکړو : ډیر عبادت ، الهی ذکر ، تهلیل ، تسبیحات ، استغفار ،
دعا او نیکۍ وکړو او باالاخره رښتیانۍ توبه وکړو . په همدې هیله د روژې نهه ویشتمه
تحفه قبوله کړﺉ ، خو د فېسبوک والو څخه هیله ده چی د کومی برخی د اقتباس په صورت
کی د لیکوال اجازه واخلي یا نوم یې ( د دعاوو په خاطر ) ورسره ذکر کړی .
ګرانو
او متدینو دوستانو ، تاسو خو د دې تحفو نهه ویشت برخی ولوستلې . خدای دی وکړی چی
محتویاتو یې لږ یا ډیر ایمانی ، اخلاقی او اصلاحی اثر ښندلی وی . دا ټول مواد زما
د ناچاپه اثر ( اخلاقی کنایې ؛ دوهم جلد ) څخه انتخاب سوي وو . دغه اثر څه باندی
۴۰۰ آموزنده ، انتباهی ، تربیوي ، اصلاحی او اخلاقی عنوانونه او موضوعات لری .
ډیرو دوستانو راڅخه غوښتي دي چی دغه اثر هم د لومړي جلد غوندی چاپ کړم . خو زه به
انشاالله د هغه د چاپ کوښښ وکړم .  په پای کی د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت
ټولو معززو دوستانو او لوستونکو ته د زړه له اخلاصه مبارکي وایم او لوی خدای دی یې
په ټولو مسلمانانو ، منجمله افغانانو پوری ښادمن او سودمن کړی .
یادونه : د هغو
معززو دوستانو څخه ډیر ممنون او مرهون یم چی دغه لړۍ یې هره ورځ په ډیره مینه او
اسلامی جذبه سره د خپلو ویب پاڼو یا ویبلاګونو له لاری تر ګرانو لوستونکو پوری
رسوله ، په تیره بیا د ښاغلو : مختار احمد احسان ، محمد امین بسمل ، محمد الله
احساس ، محمد طارق بزګر ، ویس ناصری او خالد هادی حیدری لپاره د ستر رب څخه ستر
اجر او عوض غواړم او لوی الله دی یې دا عملی خدمت د جاریه صدقې په حیث قبول کړی ،
آمین .نو دا هم د دې لړۍ وروستۍ برخه ، ستاسو د دعاوو محتاج : نثار احمد صمد ( nsamad57@hotmail.com ).



د الله سره خبري


وايي يو نفر و چي په يوه شپه کي به يې ټول قرآن مجيد ختم کاوه ،
نو يو صالح سړي ورته وويل : نن شپه داسي فکر وکړه چي دغه قرآن مجيد و خپل پلار ته
تېروې . هغه نفر هم په دغه شپه په همدې فکر قرآن مجيد وايه . سهار يې پوښتنه ځني
وکړه چي برايي ( بیګا ) دي څومره قرآن ووايه ؟ سړي وويل : نيم .


دا هغه څوک و چي پخوا يې ټول قرآن مجيد په يوه شپه ختماوه ، خو په
دغه شپه نيم سو . هغه صالح سړي ورته وويل : نن شپه بيا ته داسي فکر وکړه چي و
فلاني عالم ته يې تېروې . په هغه شپه يې څلورمه حصه ووايه .
درجه پر درجه
لوړېدى ، بيا يې ورته وويل : نن شپه داسي فکر وکړه چي و رسول الله (ص) ته يې
تېروې ، یعنی هغه چا ته يې لولې چي پر هغه نازل سوى دى . په هغه ټوله شپه يې صرف
يوه سیپاره وويل او په آخره شپه يې ورته وويل : نن شپه داسي فکر وکړه چي پخپله
یې الله (ج) ته تېروې چی د هغه کلام دی . خو په دغه شپه کي د سورة الفاتحه تر ﴿
اِيَاکَ نَعبُدُ وَ اِيَاکَ نَستَعِينُ ﴾ تیر نه سو ، ځکه خطاب يا خبري يې د
الله (ج) سره وې او خپل رب ته يې داسی ويل : خاص ستا عبادت کوو او خاص ستا څخه
مدد غواړو . بس د دغه آيات په تکرارولو سره پر سهار سو .


هو ، الله تعالی پخپله موږ ته لارښوونه کوی چی قرآن په غور او
تدبر سره ولولیً ، یعنی ځانونه په پوه کړئ او پسی عملی یې کړئ ( ص : ۲۹ ) .


د ګناهونو مور


یو عالم ویلی دي چی انسان د خپل پیدایښت له ورځی راهیسی درو مهمو
او عظیمو ګناهونو په څپو کی اخیستی دی چی دوه نېغ په انسان پوری اړه لری خو یو یې
په شیطان پوری تعلق لری چی بیا وروسته انسان ته ورکړه سو . نو تر څو چی انسان دا
درې اساسی ګناهونه ترک نکړی خلاصون یې مشکل دی . هغه درې عمده ګناهونه دا دي
:
لومړی ـ کبر : چی شیطان د همدې کبر له امله ګناه پیل کړه ( د الله تعالی د دې
امر څخه یې انکار وکړ چی انسان یعنی آدم «ع» ته سجده وکړی . دا ځکه چی ځان یې د
اور څخه او هغه یې د خاورې څخه جوړ کړی باله او په دې ډول یې لویی وکړه )
؛
دوهم ـ حرص او ناوړه طمع : چی آدم (ع) په جنت کی د الله تعالی لخوا د ممانعت
سره سره د یوې ونی د میوې د خوړلو طمع وکړه چی له امله یې انسان په دې دنیا کی د
جنت څخه محروم او وشړل سو ؛
درېیم ـ حسد : چی له امله یې پر دې نړۍ لومړنی قتل
وسو ؛ یعنی د آدم (ع) زوی قابیل خپل ورور هابیل د حسد له امله ووژﺉ ؛ یعنی دا چی
هغه ته ولی هر څه رسیږی خو ما ته نه رسیږی نو ځکه یې وواژه .


هو ، دا درې ګناهونه هغسی خطرناکه لومی دي چی انسان راګیروي ،
دنیا او عقبا یې ورانوي ، حتی له انساني چوکاټه یې باسي . کبر ، حرص او حسد انسان
باالاعم او مسلمان باالاخص د بربادۍ او نابودۍ توری کندی ته غورځوی چی خلاصون یې
بېله توبې څخه ناشونی دی . نو الله دی په دې شومو ناروغیو مبتلا کسانو ته نجات
ورکړی.



د
روژې ۲۸مه تحفه


معززو دوستانو ، اسلام وایی چی په روژه کی مسلمان د دوو ساتنو او
دوو خوشحالیو سره مخامخ کیږی .
ساتنی :
الف ـ د شیطان د وسوسو څخه ژغورلی
وی ( ځکه چی شیطان تړلی وی ) ؛ ب ـ د الهی عذاب څخه ساتلی وی ( ځکه چی جسمانی او
روحانی روژه یې وی ) .
خوشحالۍ :
الف ـ کله چی روژه ماتی کوی ؛ ب ـ کله چی
د الله سره قربت او محبت حاصلوي .
علماوو ویلی دي چی روژه د الهی مینی او
محبت یوه ښه بیلګه ده ، او د الله (ج) یاد ، ذکر او ثنا ډیر وی چی پایله یې تقوا
ده . روژه د انسان اراده او عقیده ټینګوی او ځکه یې نو عقل پر نفس ( یعنی اضافی
خواهشاتو ) غلبه حاصلوی او واقعی انسان او مسلمان ورڅخه جوړوی . او دا هم اته
ویشتمه تحفه ، خو د محترمو فېسبوک والو څخه هیله ده چی د کومی برخی د اقتباس په
صورت کی اصولأ د لیکوال اجازه واخلي یا نوم یې ورسره ذکر کړی ، والسلام ( ن . صمد،
nsamad57@hotmail.com ).


تر ځان کمزورو ته
ګوره


يوه ستړي مسافر د ژړا په حال کي فریاد وکړ : په دې ځنګل کي به بل
څوک زما څخه ډير غريب او بېوزله وي؟
د بارونو او وهلو څخه ستړي سوي خره د هغه
خبري واورېدلې او په ځواب کي يې ورته وويل : ناپوهه ! ته هم د آسمان له ظلمه ژاړې
، بايد د الله شکر ادا کړې ، چي که څه هم تا ته د سپرلۍ لپاره خر پيدا نه سو ،
ليکن الله تعالی خو ته خر نه يې پيدا کړی چي خلک سوارلي درباندي وکړي . که یې ته
خر پیدا کړی وای څه به دې کول ؟ لا شکر نه باسې چی انسان یې پیدا کړی یې ؟ ما څه
ګناه کړې ده چی زه یې خر پیدا کړی یم او تا څه کمال کړی دی چی ته یې انسان پیدا
کړی یې ؟ لا بیا هم ناشکري کوې ؟ تر ځان لوړ ته مه ګوره بلکی تر ځان کښته ته
ګوره! يعنی د ځان څخه کمزوره مخلوق ته وګوره ، تر څو د الله شکر ادا کړې چي زه
يې داسي کمزوره نه يم پيدا کړی . په دې سره سړی پټه خوله او قانع سو او پر خپل
حال یې د الله شکر ادا کړ .


هو ، که الهی نعمتونه او پیرزوینی حساب کړو نو هغه لایتناهی دي .
دا چی موږ یې انسانان پیدا کړي یو ( نه خره ، سپیان او نور ) ، دا پخپله ستره
پیرزوینه ده ؛ دا چی معیوب یې نه یو پیدا کړي دا بله ستره پیرزوینه ده ، دا چی
مسلمانان یې پیدا کړي یو دا بله ستره پیرزوینه ده ، دا چی د توبې چانس یې راکړی دی
دا بله ستره پیرزوینه ده…… نو پر هر حال یې باید شکر وباسو ، بلکی ناشکري
ونکړو .


له ژونده زده کړه


روایت دی چی مشهور برتانوي کومیډي ین ( چارلی چپلین ) داسی ویلی
دي :
په پیسو کور اخیستلای سو ، خو ژوند نه ؛
بستر اخیستلای سو ، خو خوب نه
؛
ساعت اخیستلای سو ، خو وخت نه ؛
مقام اخیستلای سو ، خو عزت نه ؛
دارو
اخیستلای سو ، خو روغتیا نه ؛
کتاب اخیستلای سو ، خو پوهه نه ؛
زړه اخیستلای
سو ، خو مینه نه !
هو ، پورتنۍ خبری په ظاهره عادی ښکاری خو هره یوه یې د
ژوندانه فلسفه ده . دا حقایق په رښتیا هم د هری انسانی ټولنی متن او بطن جوړوی . د
هری زمانې انځور راکوی . په نن کی مو پرون ته بیایی . سپینی خبری او اخلاقی کنایې
دي . لنډه دا چی د پند او عبرت یو حقیقی درس دی . یعنی هلی ځلی ، کوښښ ، مبارزه
او مجاهده!



د
روژې ۲۷مه تحفه


عابدو او متدینو لوستونکو ، د زیاترو علماوو په نزد لیلة القدر
همدا نن شپه ده ( والله اعلم ) . یعنی کومه شپه؟
۱ ـ انسانانو ته د هدایت لپاره
دنیا ته د قرآنکریم د نزول شپه ؛ ۲ ـ په دغه شپه رحمت او برکت خورا زیات وی ؛ ۳ ـ
په دغه شپه د راتلونکی کال اړونده رزق ، عمر او پیښی مقدر او مشخص کیږی ؛ ۴ ـ په
دغه شپه عبادت تر یو زر میاشتو هم بهتر وی ؛ ۵ ـ په دغه شپه جبرایل (ع) او بې
شمیره ملایکی راکښته کیږی چی د خیر او برکت سبب ګرځی ؛ ۶ ـ په دغه شپه د ناروغیو
او بدمرغیو څخه سلامتي وی ؛ ۷ ـ په دغه شپه ناسته او قیام یعنی عبادت او الهی ذکر
د تیرو ګناهونو د بخښلو باعث کیږی ؛ ۸ ـ په دغه شپه الله تعالی وایی چی « آیا
څوک سته چی بخښنه او مغفرت راڅخه وغواړی تر څو ویې بخښم ؟ آیا کوم پوښتونکی سته
چی سوال یې ځواب کړم ؟ آیا د رزق غوښتونکی سته چی په روزي کی یې برکت راوړم ؟ »
نو هغه به کوم بد نصیب وی چی د دغسی مقدسی شپې په حاصلولو سره بیا هم په درانه
خوب ویده وی ، هغه ضایع کړی او وړیا ګټه ترې وانه خلی ؟ نو راځیً چی اول یې پر
لمانځه د پابندۍ څخه راپیل کړو ! او دا هم د روژې اووه ویشتمه تحفه ، خو د
ګرانو فېسبوک والو څخه هیله ده چی د کومی برخی د اقتباس په صورت کی د لیکوال
اجازه واخلي یا نوم یې ورسره ذکر کړی ، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com).


ښه او بهتر


يو حکيم او دا نا وايي چی څلور شيان ښه دي ، مګر څلور نور تر هغو
هم ډير ښه دي :
لومړی : حياء د نارینه لخوا ښه ده ، مګر د ښځو لخوا ډيره ښه ده
؛
دوهم : عدل د هر انسان لخوا ښه دى ، مګر د قاضيانو او آمرانو لخوا ډير ښه دى
؛
درېيم : د سپين ږيري توبه ښه ده ، مګر د ځوان لخوا ډيره ښه ده ؛
څلورم :
د غنيانو او شتمنو سخاء ښه ده ، مګر د غريبانو او مسکینانو سخاء ډيره ښه ده
.
نو څومره به ښه وی چی پورتنۍ څلور واړه ، یا درې یا دوه یا اقلأ یو صفت او
ځانګړتیا خو غوره کړو تر څو نږدې او لیری بری مو په برخه سی .


لیری لید


روایت دی چی کوم وخت سلطان محمود غزنوي په یو سفر روان و او یو
بزګر یې ولیدئ چی په کار بوخت و . سلطان ورڅخه وپوښتل چی د ورځی څومره پیسې ګټې ؟
هغه ورته وویل چی صاحبه ، څلور درهمه .
سلطان ورڅخه وپوښتل چی دا دومره لږ
پیسې څنګه او په کومه طریقه مصرفوې ؟ بزګر ځواب ورکړ چی : یو درهم په ځان مصرف
کوم ، دوهم درهم د پور اداینی ته ورکوم ، درېیم درهم بل ته په پور ورکوم ، او
څلورم درهم څاه ته غورځوم .
سلطان محمود حیران سو او پسله لږ وقفې څخه یې
وپوښتل چی پوه نه سوم ، یو څه تفصیل راکړه . بزګر ځواب ورکړ چی صاحبه ! یو درهم
په ځان خرڅوم یعنی هغه په خپل ځان او میرمن باندی مصرفوم ؛ دوهم درهم په خپل مور
او پلار باندی مصرفوم دا ځکه چی هغوی زه لوی کړی ، روزلی او دې حالت ته رسولی یم
( ځکه نو وایم چی پور ادا کوم ) ؛ درېیم درهم په خپلو اولادو باندی مصرفوم تر
څو هغوی زموږ د بوډا توب پر مهال زموږ خدمت او غمخوري وکړی ( ځکه نو وایم چی په
پور یې ورکوم ) ؛ او څلورم درهم محتاج او بېوزله انسان ته ورکوم تر څو په آخرت
کی ګټه راورسوي ( ځکه نو وایم چی څاه ته یې غورځوم چی په قیامت به یې راکاږم )
.
سلطان محمود د دې بزګر د پوهي ، تدبر او لیری لید څخه ډیر خوښ سو او هغه
یې په انعام او اکرام سره ونازاوه .





د
روژې ۲۶مه تحفه


عزتمنو دوستانو ، روژه د عبادت ، رحمت او مغفرت یوه ځانګړې میاشت
او موقع ده . د نامشروع خواهشاتو پر ضد د مبارزې میاشت ده ؛ د تربیې ، عبرت او
پرهیز میاشت ده . نو باید فرصت له لاسه ورنکړو ، ځکه خورا مهمه او وروستۍ لسیزه
درومی . څومره چی کیدای سی باید فرضي او نفلی عبادات وکړو ، د قرآنکریم تلاوت زیات
کړو ، الهی ذکر او دعاوی زیاتی کړو ، له دوږخه لیری والی او جنت ته تقرب وګټو ،
ایمان بیرته تجدید او تازه کړو ، نفسانی هوسونه تحریم او تحدید کړو…. نو په همدې
هیله دا ده شپږویشتمه تحفه درته وړاندی کوم ، خو د معززو فېسبوک والو څخه هیله ده
چی د کومی برخی د اقتباس په صورت کی د لیکوال اجازه واخلي یا نوم یې ورسره ذکر
کړی ، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com).


د پرهیزګارۍ راز


یو کس حسن بصري (رح) ته راغی او ورڅخه ویې پوښتل : په دنیا کی ستا
د ډيری پرهېزګارۍ راز په څه کی دی ؟ حسن بصری (رح) ورته وویل : په څلورو شیانو کی
:
لومړی ـ پوه سوم چی زما روزي ، زما څخه بل څوک نسي وړای ، نو زړه می ډاډه
سو ؛
دوهم ـ پوه سوم چی زما کار بل څوک نه راته کوي ، نو خپله می ځان پرې
مشغول کړ ؛
درېیم ـ پوه سوم چی زما پالونکی په هر حالت کی ما ويني ، نو د
ځان لپاره می شرم وباله چی خپل پالونکی دی ما په داسی حال کی وويني چی ګناه کوم
؛
څلورم ـ پوه سوم چی مرګ زما انتظار کوي ، نو ځان می هر وخت ورته چمتو کړ
!
هو ، په رښتیا هم « قناعت » ، « ریاضت » ، « له ګناه ډډه » ، « مرګ ته
چمتوینه » د تقوا اساس دی . امام جعفر صادق (رح) ویلی دي چی « د خپل نفس د
غوښتنو مخالفت کول په حقیقت کی د الله سره دوستي ده » . په رښتیا هم ګناه یوه
ناروغي ده چی علاج یې پرهیزګاري ده . نو څومره به ښه وی چی نور نو له « ادعا »
څخه « تقوا » ته واوړو.


نامحرمه ښځي ته کتل


لعنَ الله الناظِرَ والمَنظورَ إليه .


د الله (ج) لعنت دي پر هغه چا وي چي نامحرمه ښځي ته ګوري او پر
هغه ښځه باندي دې وی چي خلګو ته د ناروا ديد لاره هواروي ( بیهقی ـ شعب الایمان /
مشکوة ) .
هو ، ومو لیدل چی رسول الله (ص) پر دغسی کسانو څومره بد لعنت ویلی
دی . نو څوک چي د الله (ج) د دوستانو د ښیراوو څخه بيريږي هغه دي د ټول بشريت د
سردار حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ښیراوو څخه وبيريږي . ځکه رسول الله صلی
الله علیه وسلم هغه چا ته ښرا کړې ده چي نامحرمه ښځي ته ( په بد نظر ) ګوري .
اصلی مؤمن يوازي د انسان د څو ورځو په ښکلا پسي نه ګرځي بلکي کله چي پر انسان څو
ورځي تيري سي او زوړوالي ته ورسيږي نو څېره يې داسي حالت غوره کړي چي که دئ
خپله څېره د ځوانۍ د څېرې سره پرتله کړي ډېر تعجب او افسوس به وکړي . د شيطان
په دې لوبه کي ځوانان زيات لويږي ( شاه حکیم محمد اختر رحمه الله ) .





د
روژې ۲۵مه تحفه


درنو لوستونکو ، د روژې وروستۍ لسیزه د قرآن د نزول او د اسلام د
ظهور شپې دي . لیلة القدر ( یعنی د قدر او قدرت شپه ) د دې لسیزی په طاقو شپو کی
یوه ده . نن پنځه ویشتمه روژه ده ، نو ښایی همدا نن شپه لیلة القدر وی ( والله
اعلم ) . دوې طاقی شپې تیری سوي او دوې نوری طاقی شپې راروانی دي ؛ یعنی دوې تیری
او دوې نوری ! ځینو علماوو ویلی دي چی یو کال یوه طاق شپه لیلة القدر وی او بل
کال بیا هغه بله طاق شپه وی . خو ډیرﺉ اصحاب ، تابعین او تبعه تابعین د روژې
اووه ویشتمه شپه لیلة القدر بولی ( مګر الله بهتر پوهیږی ) . په دغه شپه عبادت
او الهی ذکر د یو زر میاشتو عبادت څخه هم بهتر وی . نو په همدې تمه لطفأ د روژې
پنځه ویشتمه تحفه قبوله کړﺉ ، خو د محترمو فېسبوک والو څخه هیله ده چی د کومی
برخی د اقتباس په صورت کی د لیکوال اجازه واخلي یا نوم یې ورسره ذکر کړی ،
والسلام ، ( ن . صمد nsamad57@hotmail.com ).


انسان له ماره خطرناک


روایت دی چی څو ﮐﺴﺎﻧﻮ ﯾﻮ ﻣﺎﺭ ﻧﯿﻮﻟﯽ ﻭ ﺍﻭ ﭘﻪ ډﯦﺮﻩ ﻏﻮﺳﻪ ﻳﯥ ﻣﺎﺭ ﺗﻪ
ﻭﻭﻳﻞ: ﺗﺎسی ماران څوﻣﺮﻩ ﺧﻄﺮﻧﺎﮎ ﻳﺎﺳﺖ ، غلي ﺭﺍسیً ﺍﻧﺴﺎﻥ ﺗﻪ ټک ﻭﺭﮐړﺉ ﻭﻳﯥ ﭼﯧﭽﺊ ﺍﻭ
ﺧﭙﻞ ﺯﻫﺮ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻭﺟﻮﺩ کی ﺧﭙﺎﺭﻩ ﮐړئ ﺍﻭ ﻣړ ﻳﯥ ﮐړﺉ .
ﻣﺎﺭ چی ډﯦﺮی یخنۍ ﺭﺍټول ﮐړﯼ ﻭ
ﺧﭙﻞ ﺳﺮ ﻳﯥ ﺩ دغو خلکو د ﺧﺒﺮی ﺩ قهر ﻟﻪ ﺍﻣﻠﻪ ﺭﺍﭘﻮﺭﺗﻪ ﮐړ ﺍﻭ ﻭﻳﯥ ﻭﻳﻞ: ﺍې ﺩ آﺩﻡ
ﺑﭽﯿﺎﻧﻮ ، ﺗﺎسی ﻟﻪ ﻣﺎ ﻧﻪ ډﯦﺮ ﺧﻄﺮﻧﺎﮎ ﻳﺎﺳﺖ . ﻣﺎ ﮐﻠﻪ ﻫﻢ ﻣﺎﺭ ﻧﻪ ﺩﯼ ﭼﯧﭽﻠﯽ ﺧﻮ ﺗﺎسی ﻫﺮﻩ
ﻭﺭځ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ کی ﻳﻮ ﺑﻞ ﭼﻴﭽﺊ ﺍﻭ ﺳﺮﻩ ﻭﮊﻧﯽً . نو اوس تاسو پخپله ووایاست چی زه ډیر
مضر او وژونکی یم که تاسو ؟ زه ډیر خطرناک یم که تاسو ؟ زه ډیر زهرجن یم که تاسو ؟
زه ډیر مضر یم که تاسو ؟
هو ، انسان زهر نلری خو که ظالم سی نو تر مار ډیر
زهرجن او کرغیړن دی . په رښتیا هم انسان تر ګل نازک او تر کاڼی کلک دی . که موږ
وګورو نو ظالم تل د خپل ظلم له امله د بل دنیا خرابوي خو ورسره خپله عقبا خرابوي
. نو الله دی یې اصلاح او فلاح کړی .


د لقمان څو نصیحتونه


اې انسانه ! الله (ج) لره په صدق ژوند کوه ؛
د نفس سره په قهر
ژوند کوه ؛
د خلکو سره په انصاف ژوند کوه ؛
د مشرانو سره په خدمت ژوند کوه
؛
د کشرانو سره په شفقت ژوند کوه ؛
د درویشانو او فقیرانو سره په سخاوت ژوند
کوه ؛
د دوستانو سره په نصیحت ژوند کوه ؛
د دښمنانو سره په حکمت ژوند کوه
؛
د جاهلانو سره په خاموشۍ او مروَت ژوند کوه ؛
د عالمانو سره په تواضع او
عزت ژوند کوه .
هو ، که موږ او تاسی د پورتنۍ نسخې مطابق عمل وکړو نو دنیوي او
اخروي بری به مو په برخه وی . افلاطون داسی ویلی دي : د انسان له پاره فخر په دې
کی دی چی فخر ونکړي او د رتبې او مرتبې سره سره باید ځان لوړ و نه ګڼي . په رښتیا
هم د بریالیتوب راز همدا دی .



د
روژې ۲۴مه تحفه


درنو لوستونکو ، د روژې هدف او پیغام د انسان متقی کېدل او د
ایمان ټینګېدل دي . روژه د بدن زکات دی ، د ګناهونو سوځول دي ، د روح پیاوړتیا ده
، د الهی امر مراعاتول او منل دي ، له شیطانی وسوسو څخه ژغورنه او د الهی عذاب
څخه ساتنه ده ، د نفسانی حاکمیت ځپنه ده ، د الهی رحمت حاصلوَنه ده ، د مغفرت
ګټنه ده ، د توبې قبلېدنه ده ، او د جنت ژمنه ده . نو ښه دا دی چی د الله تعالی
او رسول الله ارشادات عملأ تعمیل او تسجیل کړو او دا په اثبات ورسوو چی نور نو
د خولې څخه علاوه د زړه مسلمانان هم یو . بس یوه صادقانه اراده او فیصله غواړي
. په همدې هیله څلیرویشتمه تحفه درته وړاندی کوم، خو د محترمو فېسبوک والو څخه
هیله ده چی د کومی برخی د اقتباس په صورت کی د لیکوال اجازه واخلي یا نوم یې
ورسره ذکر کړی ، والسلام ، ( ن . صمد nsamad57@hotmail.com ).


څو مهم نصیحتونه


دینی علماوو داسی فرمایلی دي :
لومړی ـ دا اندېښنه مه کوه چي
الله تعالی دعا ژر نه قبلوي ، دا شکر کوه چي الله جل جلاله زموږ د ګناهونو سزا ژر
نه راکوي .
دوهم ـ خپله ژبه پر هغه چا مه چلوه چي خبري کول يې در زده کړي دي
.
درېیم ـ مؤمن انسان څومره عجیبه دی ؟ کله چي د یوه شي څخه بېرېږي نو د
هغه څخه ليري ځغلي او کله چي د الله تعالی څخه بيريږي نو لا ورنژدې کيږي
.
څلورم ـ د دنیا پرستو کسانو مجلس مه اختياروه ځکه چي کله دي لاس تنګ سي نو
دوی تا پرېږدي او که ته شمتن سې نو حسد در سره کوي .
پنځم ـ هغه ايمان چي د
کور څخه دي مسجد ته نه سي بېولای نو د قبر څخه به دي جنت ته څنګه بوځي
؟
شپږم ـ کله چي وغواړم چي د الله تعالی سره خبري وکړم نو ” لمونځ ” کوم او
کله چي وغواړم الله تعالی زما سره خبري وکړي نو ” قران ” ووايم .
هو ، څومره
به ښه وی چی پورتنیو ارزښتونو ته متوجه اوسو او هغه د خپل عمل سرمشق وګرځوو .
راځی چی نور نو د الله تعالی سره سوله وکړو. خپل اعمال بايد حساب کړو ، سبا چي
کله اعمال نامې څرګندي سي بيا کومه تلافي نسي کيدلای . نو اوس هم وختي دی او
باید ناوخته نکړو . همدا علت دی چی نن د عمل ورځ ده بېله حسابه خو سبا د حساب
ورځ ده بېله عمله .


د ژبي ساتنه


امام نووي رحمه الله وایی : (قس بن ساعده) او (اکثم بن صيفي) سره
یو ځای سول . یوه بل ته وویل : په بنيادم کی څومره عیبونه درته معلوم دي ؟ هغه بل
ورته وویل : له حسابه وتلي دي ، خو د انسان کوم عیبونه چی ما معلوم کړي او شمیرلي
دي ټول ټال اته زره دي . لاکن په انسان کی يو داسي خوی او خصلت سته چی د هغه په
برکت کولای سي خپل ټول اته زره عیبونه پټ کړي . هغه د ژبی ساتنه ده .
هو ، په
رښتیا هم ژبه د انسان د آبادۍ او بربادۍ دواړو منبع ده ، یعنی کنټرول او رغنده
استعمال یې انسان آبادوي خو بې واکي او منفی استعمال یې هغه بربادوي . ځکه نو خپله
ژبه هم کلا ده هم بلا . سعدي صاحب وایی چی ستا د زړه څخه چی څه بهر وزی هغه د ژبی
په ذریعه وزی یعنی ژبه د زړه یوه کیلی ده . او وایی : هغه څوک چی خپله ژبه نسي
ساتلای د هغه لپاره د خلاصون بهترینه لار ګونګی والی دی . یو عالم څه ښه ویلی دي :
خپله ژبه د بل په عیب لټولو مه ککړوه ، ځکه چی عیب خو ته هم لرې او ژبه هغه
هم لري ! نو الله دی موږ ټوله د ژبی له ناوړې او ککړې کاورنی څخه وژغوری .



د
روژې ۲۳مه تحفه


قدرمنو دوستانو ، پوهانو ویلی دي چی په روژه مات کی باید دومره
غذا و نه خوړل سی چی د نس کڅوړه ډیره تخته او ډکه سی چی له امله یې نه هغه انسان
سمه ساه اخیستلای سی ، نه سمی او آرامی خبری کولای سی ، نه سم کښینستلای سی…..
نو ځکه رسول الله (ص) فرمایلی دي چی « د آدم (ع) اولاد د خپل نس څخه بل
ناکاره لوښی نه دی ډک کړی . »
روژې ته الله تعالی ځکه د نورو یوولسو میاشتو
په نسبت ډیر اهمیت ورکوی چی اول خو یې دا خپله میاشت بللې ده ، او دوهم دا چی
هدف یې دا دی چی که یې بندګانو په دا نورو ۱۱ میاشتو کی په خپلو دینی عباداتو
او نیکیو کی غفلت ، سُستي او بې پروایي کړې وی نو په دې میاشت کی هغه جبران
کړی او دا یوه بهترینه موقع ده چی هره نیکی او عبادت څو چنده عوض لری . نو دا
هم درویشتمه تحفه، خو د محترمو فېسبوک والو څخه هیله ده چی د کومی برخی د
اقتباس په صورت کی اصولأ د لیکوال اجازه واخلي یا نوم یې ورسره ذکر کړی ،
والسلام ، ( ن . صمد nsamad57@hotmail.com ).


زموږ لپاره د رسول الله (ص)
ژړا


حدیث دی چی يوه ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم وژړل . اصحابو
کرامو ورته وويل : اې د الله رسوله (ص) ! څه شي و ژړولې ؟ ويې فرمايل : وروڼه می
را په یاد سول . ورته ويې ويل چی آيا موږ ستا وروڼه نه يو ؟ ويې فرمايل : یا ،
تاسی می اصحاب يا ملگري ياست . وروڼه می هغه كسان دي چی تر ما وروسته راځي ، زه
به يې نه يم ليدلئ خو ايمان به راباندی راوړي ( الدارمی ؛ الطبرانی ؛ الحکیم ) .

هو ، الله (ج) دی موږ د رسول الله (ص) د رښتينو وروڼو او مينه والو څخه
وگرځوي . د « ورور » کلمه ډیره مهمه او ستره ده . پر پیغمبر علیه السلام باندی
موږ د وروڼو غوندی ګران یو . هغه (ص) خو زموږ او ستاسی لپاره ژړل خو موږ یې
طریقه او سلیقه په باک نه راوړو حال دا چی په ظاهره یې ځانونه امتیان او
لارویان بولو او د اسلام تش په نوم ټېکه داري کوو . نو بهتره دا ده چی په ځانو
کی دا کرامت او شهامت پیدا کړو چی زموږ لپاره د رسول الله (ص) د دې خواخوږۍ
او ژړا بدله ورکړو یعنی ځانونه عملأ د هغه (ص) وروڼه او خویندی ثابت کړو
.


شیطان څنګه انسان غولوی
؟!


کوم انسان چی د ایمان څښتن وی هغه شیطان مخامخ داسی نسی خطا
ایستلای چی ته ایمان پریږده ، لمونځ مه کوه او روژه مه نیسه . یو د ایمان څښتن هم
داسی نه سي غولولای ، ځکه شیطان پوهیږی چی دغه کس د ایمان څښتن دی ، که هغه ته
داسی وویل سی چی ته ایمان پریږده ، لمونځ مه کوه او روژه مه نیسه نو دغه کس
هیڅکله د داسی خبرو منلو ته تیار نه وی .
نو شیطان پر انسان باندی بیلابیلی
حربې ازمایی داسی چی د ایمان څښتن دا اوریدلی وی چی پلانی کار او عمل خو نیک دی
او هغه باید وکړم . اوس نو شیطان هغه غولوی چی دغه نیک کار کول ضروری دی لاکن
بیړه او تلوار ولی کوې ؟ دئ د ځان سره وایی چی نن لږ مصروف یم پلانی کار کوم ،
سبا به په دې کار پیل وکړم . کله چی سبا راورسیږی نو شیطان دوکه ورکوی چی نن
پلانی عذر پیښ سو سبا ته به یی پیل کړې . بس په سبا سبا کی دغه نیک کار وځنډول
سی او هیڅکله سبا نه راځی .
که ته د قرآن د تلاوت اراده وکړې خو ویې ځنډوې
، که د خیرات او صدقې نیت وکړې خو په زړه کی تردد او ځنډ درولویږی ، که د ذکر
، تسبیح او دعاوو خیال ولرې خو په دې او هغه ( ناحقه ) عذر یې وځنډوې ، که د
نفل اراده وکړې خو ادا یې نکړې….. نو پوه سه چی دا هر څه په ظاهره ستا ځانی
کهالت دی خو اصلأ شیطانی شماتت دی .
هو ، دا د شیطان حربه ده چی د ایمان
پر څښتن یی ازمایی . کله نا کله یو انسان هم داسی درته وایی چی بیړه مه کوه
بیړه شیطان کړې ده . په دې ډول شیطان هغه کس استعمال کړ خو پر تا یې خپله
نقشه او حربه غیر مستقیم عملی کړه . نو په تا به د همدې نیک عمل په کولو کی
څو ورځی تیری سوي وی خو شیطان به ډیر خوشحاله وی .
نو باید په زړه کی د
شیطان وسوسې ته لار ورنکړو ، بلکی مصمم او جدي اوسو ، د نن یا دمګړي کار سبا
یا بل وخت ته معطل نکړو . ژوند ډیر لنډ دی ، داسی نه چی په زحمت ګټلی بریاوی
وړیا شیطان ته ورکړو . الله دی نجات راکړی.





د
روژې ۲۲مه تحفه


درنو لوستونکو ، د روژې درېیمه لسیزه له دوږخه د نجات لسیزه ده چی
پرون پیل سوه . دا لا څه ، د روژې د میاشتی درېیمه لسیزه یعنی د قرآن د نزول او د
اسلام د ظهور لسیزه هم ده . په دغه لسیزه کی د لیلة القدر مبارکه شپه هم واقع ده
چی یوه له طاقو شپو څخه ده . په دغه شپه قرآن نازل سوی دی ؛ دغه شپه تر یو زر
میاشتو هم بهتره ده ؛ په دغه شپه کی جبرایل (ع) او بې شمیره ملایکی د الله په امر
راکښته کیږی ؛ په دغه شپه تر سهاره امان وی او الله (ج) فرمایی چی که څوک هر څه
وغواړی زه یې اجابت کوم . نو هیله ده چی د بخښلو دغه لسیزه وړیا راڅخه تیره نسی
، او دا هم دوه ویشتمه تحفه، خو د معززو فېسبوک والو څخه هیله ده چی د کومی
برخی د اقتباس په صورت کی د لیکوال اجازه وخلي یا نوم یې ورسره ذکر کړی ،
والسلام ( ن . صمد nsamad57@hotmail.com ) .


الهي وعده


يوه ورځ يو شخص حضرت حسن بصري رحمه الله ته راغی او ورته ویې ويل
چې وچکالي ده او باران نه اورېږي . هغه ورته وويل چې استغفار وايه .
بل کس
راغی هغه د خپل فقر څخه شکايت ورته وکړ . ده ځواب ورکړ چې استغفار وايه .

درېیم کس راغی چی زما اولاد نه کېږي . ورته ويې ویل چی استغفار وایه .
بل
کس راغی او د مځکې څخه یې د پیداوارو د نه حاصلولو شکايت وکړ . نو حسن بصري رحمه
الله ده ته هم د استغفار ويلو توصيه وکړه .
ناستو کسانو وروسته پوښتنه وکړه
چی عجيبه خبره ده ، هر چا چی د خپل جلا جلا مشکل په اړه درته وويل نو تا هر یوه
ته د استغفار ویلو سپارښتنه وکړه . دا نو څنګه د هر مشکل علاج دی ؟
حسن
بصري رحمه الله ورته وفرمايل آيا په دې آيت باور نه لرئ چی : فَقُلْتُ
اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّارًا ″ يُرْسِلِ السَّمَاء
عَلَيْكُم مِّدْرَارًا ″ وَيُمْدِدْكُمْ بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَل
لَّكُمْ جَنَّاتٍ وَيَجْعَل لَّكُمْ أَنْهَارًا ″(نوح : ۱۰ ـ ۱۱ ـ ۱۲) یعنی :
ما وويل له خپل رب څخه بخښنه وغواړئ ، بيشكه چی هغه خورا ډېر بخښونكی دی ، هغه
به پر تاسی له آسمانه ښه اورښتونه وكړی ، تاسی ته به مالونه او اولادونه دركړي
، ستاسې لپاره به باغونه پيدا كړى او ستاسی لپاره به ويالې وبهوى .
نو ځکه
دا الهی وعده د دغو ټولو مشکلاتو د حل کیلی ده او ما همدا توصیه ورته وکړه
.


د خلیفه ژړوَل


عباسي خلیفه المهدي یوه ډیره پرتمینه او ښایسته ماڼۍ جوړه کړه .
خپلو ټولو افسرانو او مامورانو ته یې وویل چی هیڅوک د دې قصر د لیدلو څخه مه
منع کوئ . دا ځکه چی لیدونکي به یا بدخواهان او دښمنان وی او یا به هم
خیرخواهان او دوستان وی . که دښمنان وی هغوی به یې په لیدو سره خوږمن او غمجن
سی ، خو دوستان به یې په لیدو سره ویاړمن او ډاډمن سی . ښایی په دې ترڅ کی ځینی
لیدونکي د ودانۍ کوم عیب او نقص هم پیدا کړی تر څو موږ یې په سمولو او ترمیمولو
وتوانیږو ، نو دا به هم ګټوره وی .
د خلکو په جمله کی یو درویش او فقیر
هم د ماڼۍ لیدو ته راغی او خلیفه ته یې داسی وویل : صاحبه ! په دې ماڼۍ کی
دوه غټ نقصونه او عیبونه موجود دي : لومړی دا چی ته به په دې ماڼۍ کی تل
موجود نه یې ؛ دوهم دا چی دغه ماڼۍ به هم تل موجوده نه وی !
خلیفه په دې
پخه خبره سره ډیر اغیزمن او په ژړا سو . فیصله یې وکړه چی دا ماڼۍ دی د
غریبانو او فقیرانو لپاره وقف سی .
هو، الله دی نننیو تش په نوم اسلامي
واکمنانو خو اصلأ د مال ، نوم او شهرت اسیرانو ته هم هدایت وکړی چی له فساده
پر شا او فلاح سی.



د
روژې ۲۱مه تحفه


متدینو دوستانو ، د مبارکی روژې دوې لسیزی تیری سوې چی لومړنۍ د
رحمت او دوهمه د مغفرت وه . نن د روژې مبارکی درېیمه لسیزه پیل سوه چی له دوږخه د
نجات عشره ده . ښه به دا وی چی ( اللهم اجرنی مِن النار ) او نور تسبیحات ووایو
او د خدای څخه د جنت طلب وکړو . ځکه دا د لیلة القدر لسیزه ده .
رسول الله
(ص) فرمایلی دي چی زما امت ته د روژې په هکله پنځه داسی شیان ورکول سوي دي
چی پخوا نورو امتونو ته نه وو ورکړل سوي :
لومړی ـ د خولې بد بویی یې د
الله لپاره تر مشکو هم د خوښۍ وړ ده ؛
دوهم ـ د هغوی لپاره آن تر ماهیانو
پوری لا هم هر څه دعاوی کوی او هغه تر روژه ماتې پوری کوی ؛
درېیم ـ جنت
هره ورځ د دوی لپاره سمیږی او الله ورته فرمایی چی ژر به زما بنده ( د د نیا
) مشقتونه پر ځان تیر کړی او تا ته به راسی ؛
څلورم ـ شیطان ورڅخه قید
سوی دی تر څو هغسی بدیو ته یې نه بوزی چی په غیر رمضان کی به یې بیویً ؛

پنځم ـ د روژې په آخري شپه به د روژه لرونکو لپاره مغفرت کیږی
.
اصحابو ورڅخه وپوښتل چی آیا د وروستۍ شپې څخه مطلب د لیلة القدر شپه ده
؟ ویې فرمایل چی یا ، بلکی دستور دا دی چی مزدور ته اجوره د کار تر ختمیدو
وروسته ورکول کیږی . نو په همدې امید لطفأ یوویشتمه تحفه ولولیً، خو د ګرانو
فېسبوک والو څخه هیله ده چی د کومی برخی د اقتباس په صورت کی اصولأ د لیکوال
اجازه باید واخلي یا نوم یې ورسره ذکر کړی ، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com
).


قاتل او مقتول کله دوږخیان وی
؟


په حدیث کی راغلي چی رسول الله (ص) وفرمایل :
هر کله چی دوه
مسلمانان یو پر بل توره راوباسي ، نو قاتل او مقتول دواړه دوږخ ته ځي . ورته ویې
ویل چی یا رسول الله (ص) ! قاتل خو معلوم دی ، مقتول څه ګناه کړې وی ؟
ویې
فرمایل : هغه هم د مقابل طرف قتل غوښت ( متفق علیه ) .
هو ، اسلام د یو بېګناه
انسان وژل د ټول بشریت د وژلو سره معادل بولی او د یو انسان ژغورل بیا د ټول
بشریت د ژغورلو معادل بولی ( المایده ـ ۳۲ ). رسول الله (ص) د مسلمان وژل د کفر
طریقه او د جاهلیت د مهال یو کرغیړن عمل بللی دی ( بخاری ). خو متأسفانه نن
موږ ګورو چی په ډیرو اسلامي هیوادو ، منجمله افغانستان کی مسلمانان داسی سره
وژنی لکه ځناوران . نو آیا د خپل منځي جنګونو دغسی قاتلین او مقتولین اصلی
مسلمانان کېدای سي ؟ پس الله دی یې اصلاح کړی ، که نه الله دی یې تباه کړی
.


مناجات


درنو لوستونکو، د مسلمانانو تر ټولو تېره وسله دعا ده . په دنیا
کی تر ټولو تیز او ګړندی شی دعا ده ، دا ځکه چی هغه د زړه څخه ژبې ته د رسېدو څخه
مخکی خدای ته رسیږی . نو راځی چی دا برخه دعاوو او مناجات ته وقف کړو.
یا
پروردګاره ! موږ دې پيدا کړو ، خو موږ له ياده وايستې . موږ ته دې روزي راکړه ، خو
موږ ناشکري وکړه . موږ دې په سختيو و ازمايلو تر څو تا ياد کړو ، خو موږ شکايت
وکړ . موږ ته دې مهلت راکړ ، خو موږ بې پروایی وکړه . موږ ته دې نېکي اسانه کړه
، خو موږ لمن سورۍ کړه . موږ دې د جنت لیوال کړو ، خو موږ یې لاره ورکه کړه او
ګمراه سوو . موږ دې له دوږخه وبیرولو ، خو موږ ورمنډه کړه .
نو یا الله !
که موږ ته د جهنم د اور په واسطه عذاب راکړې ، نو دا په خپله موږ غوښتي دي او د
دې وړ يو او پر موږ دې هیڅ ظلم نه دى کړی .
که دې موږ جنت ته داخل کړو او
ښه بدله دې راکړه ، نو دا یوازی ستا فضل او کرم دی ، ځکه زموږ عملونه د دې وړ
نه دي چی په هغو سره جنت ته ولاړ سو . نو یا الله ! بس ستا کرم او رحم ته مو
تمه ده او تا ته لاسونه لپه کوو . فریاد مو واوره او راباندی ورحمیږه . و ما
ذالک علی الله بعزیز!



د
روژې شلمه تحفه


درنو لوستونکو ، شیخ الحدیث محمد زکریا صاحب په خپل مشهور اثر (
فضایل اعمال ) کی داسی لیکی : « د روژې میاشت د الله تعالی لخوا مسلمانانو
ته انعام او نعمت دی . نو څومره به ښه وی که د دغه الهی انعام قدر وکړو . روژه
د الله تعالی د محبوب ترینو عباداتوڅخه ده نو ارشاد فرمایی چی د هر نیک عمل
بدله ملایکی ورکوی خو د روژې بدله زه پخپله ورعطا کوم دا ځکه چی هغه خاص او
خاص زما لپاره ده » . روژه د عبادتونو ، دعاوو او رحمتونو میاشت ده . په
یو روایت کی راغلي چی الله تعالی د روژې په میاشت کی د عرش اوچتولو ملایکو
ته حکم کوی چی خپل عبادتونه پریږدئ او د روژه لرونکو د دعاوو سره آمین
ووایاست . نو الله دی د ډیرو دعاوو او استغفار توفیق راکړی . دا هم د شلمی
روژې لپاره شلمه تحفه، خو د محترمو فېسبوک والو څخه هیله ده چی د کومی برخی
د اقتباس په صورت کی اصولأ د لیکوال اجازه واخلی یا نوم یې ورسره ذکر کړی ،
والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).


ولي دا کوې هغه نه
کوې


ګرانه وروره او محترمی خور!
ته چی د شپې د تیارې څخه بیریږې ،
د قبر څخه ولی نه بیریږې ؟
ته چی جنت ته داخلیدل غواړې ، مسجد ته ولی نه
داخلیږې ؟
ته چی رشوت ورکولای سې ، غریب ته خواړه ولی نسې ورکولای ؟
ته چی
بیلابیل کتابونه لوستلای سې ، قرآن ولی نسې لوستلای ؟
ته چی شرقی او غربی
سندری اورېدلای سې ، یو سورت ولی نسې اورېدلای ؟
ته چی د دنیوي امتحان د
کامیابۍ لپاره شپه تیرولای سې ، د اخروي امتحان لپاره یې ولی نه سې تېرولای
؟


مغززو دوستانو، باید جدأ متوجه اوسو چی تکلیف د عبادت ختمیږی خو
ثواب یې پاتیږی ، حال دا چی خوند د ګناه ختمیږی خو عذاب یې پاتیږی . ځکه نو زموږ
هر ښه یا بد عمل راپسی لیکل کیږی . په بل عبارت ، په هر عمل کی مو د هغه انجام
نغښتی ( پټ ) دی کټ مټ لکه په تخم کی چی ونه پټه ده ! نو ځکه اوس هم ناوخته نه دی
، موقع مساعده ده ، د توبې دروازه خلاصه ده ، تیرو کړنو ، سیاستونو او تاکتیکونو
مو څه ګټه رارسولې ده ؟ داسی نه چی ناوخته سی . فلهذا ، نن یوازی د عمل ورځ ده
بېله حسابه ، خو سبا یوازی د حساب ورځ ده بېله عمله !


نه چليږي!


حکیمانو او پوهانو ویلی دي چی نن دغه شیان هیڅ نه چلیږی
:
لومړی ـ د ناپوهانو په وړاندي د هوښيارانو دليل ؛
دوهم ـ د شتمنو په ناسته
كي د بيوزلو او نيستمنو خبره ؛
درېیم ـ د خيالاتو په نړۍ كي د چا حكومت
؛
څلورم ـ د ظالم په وړاندي د مظلوم برهان ؛
پنځم ـ د مرګ په وړاندي د چا
حكمت ؛
شپږم ـ د تقدير په وړاندي د چا تدبير .


هو ، دا ټول موارد ترخه حقایق دي . که د چا خوښه وی یا نه همداسی
ده . که جاهلو او ناپوهو کسانو ته هر څومره دلایل ووایو ، نه یې منی . که یې ومنی
نه یې مراعاتوی . دا ځکه چی له خپل ضد او خپل نظر څخه نه پر شا کیږی ، یعنی جاهل
دی ! همداسی د شتمنو په مجلس کی مسکین تول او دروند والی نلری او نه یې خبره
اهمیت لری ؛ ظالمان د مظلومانو هیڅ دلیل او خبره نه اوری ؛ خو هغوی ټول باید
متوجه اوسي چی د تقدیر په وړاندی یې تدبیر نه چلیږی ، ژر یا وروسته به د الله
تعالی د عذاب او عتاب سزاوار ګرځی او د خپل تکبر ، غرور ، ظلم ، حق تلفۍ او
زورزیاتۍ ځواب به وایی او د بې وسۍ او ناکامۍ په غیږ به ورځي .



د
روژې ۱۹مه تحفه


درنو لوستونکو ، پرون مو وویل چی روژه جسمانی او روحانی دواړه
اړخونه لری او جسمانی روژه مو مختصرأ وشنله . خو روحانی اړخ یې دا دی چی روژه
انسان متقی کوی ، یعنی : روح پیاوړی کوی ، توبه مساعدوي ، ګناهونه سوځوي ، معنوی
او فرهنګی بیا رغونه ایجادوي او باالاخره ایمان ټینګوي . څنګه ؟ داسی که جسمانی
روژه رښتیانۍ او صادقانه وی نو یو مسلمان به ډیر عبادات ، نوافل ، تسبیحات ، ذکر
او تهلیل کوی ، تلاوت ، عفو ، ښه سلوک ، حوصله ، صبر ، حِلم او زغم ، تواضع ،
صدقه او خیرات….. به کوی . نو ځکه روژه یوه روحانی توښه ده چی مسلمانان یې د
ځانو سره آخرت ته وړی .
پوهانو ویلی دي چی معده د ډول ډول ناروغیو کور دی .
د دغه کور صفایی او پاکي په همدې میاشت کی کیږی . نو الله دی د جسمانی او
روحانی روژې د بشپړ مراعاتولو توفیق راکړی ، او دا هم نولسمه تحفه . خو د
معززو فېسبوک والو څخه هیله ده چی د کومی برخی د اقتباس په صورت کی اصولأ د
لیکوال اجازه واخلي یا نوم یې ورسره ذکر کړی، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com
).


د ښځي انتخاب


رسول الله (ص) فرمایلی دي چی ښځه د څلورو شیانو په خاطر نکاح کیږی
:
لومړی ـ د مال او ثروت په خاطر ؛
دوهم ـ د اصل او نسب په خاطر
؛
درېیم ـ د ښکلا او ښایست په خاطر ؛
څلورم ـ د دین په خاطر .
نو
ستاسی سعادت په دې کی دی چی متدینه ښځه انتخاب کړئ ( بخاری او مسلم ) .


هو ، دا څومره عالی او عینی لارښوونه ده چی پیغمبر علیه السلام پر
مسلمانانو لورولې ده . له دې مبارک حدیثه معلومیږی چی اسلام ښځی ته څومره لوی
اهمیت ورکړی دی ، یعنی دا چی یو مسلمان باید متدین وی او ښځه یې هم متدینه وی .
په بل عبارت، یو مسلمان اجازه نه لری چی ښځه د مال او شتمنۍ له مخی یا د
قوم او نسب ، یا ښکلا او زینت له مخی انتخاب کړی بلکی صرف د دیانت له مخی به
یې غوره کوی ( که صحیح مسلمان وی ) . روایت دی چی یهودیان ښځه د دولت له
مخی انتخابوي ، عیسویان یې د زینت له مخی انتخابوي ، خو مسلمانان یې د دیانت
له مخی انتخابوي او دا حقیقت دی . حضرت عمر (رض) څه ښه فرمایلی دي : د
ایمان څخه وروسته نېکه ښځه غوره نعمت دی . یو عالم داسی وایي : ښځه چی ښه وی
د خدای رحمت دی او چی بده وی د خدای آفت دی . چی دلته مطلب متدینه او صالحه
ښځه ده .


شپږ شیطانی لاری


علما او فضلا وایی چی شیطان یو مسلمان د شپږو لارو څخه ګمراه کوی
چی هغه باالترتیب دا دي :
لومړی ـ شِرک یا کفر کول ؛
دوهم ـ که هغه ونکړای
سی په بدعت یې مبتلا کوی ؛
درېیم ـ که هغه هم ونسی ، نو په کبیره ګناهونو یې
اخته کوی ؛
څلورم ـ که هغه هم ونسی نو په صغیره ګناهونو یې مبتلا کوی
؛
پنځم ـ که په دې کی هم ناکام سي نو د فرضو پر ځای سنت په کوی ؛
شپږم ـ
باالاخره که دا ټوله ذریعې کار ونکړی نو په مباح یې مبتلا کوی یعنی د فرایضو ،
واجباتو او سنتو څخه یې راګرځوی او په معمولی کارونو یې مشغول ساتی او اصلی ،
ګټور او مقتضی اعمال یې له لاسه باسی چی ننني اکثریت مسلمانان همداسی دي .
مثلأ په سپورټی مسابقه ، ټلویزیوني ډرامه ، فلم یا سندره او یا بل تفریحی
پروګرام ، ننداره ، انټرنیټ ، قطعه بازي ، بې ځایه مجلس…….. یې مصروفوي
او اصلی هدف ورڅخه لیری کوی . نو الله تعالی دی د شیطان څخه د بېلتون او د
رحمان سره د پیوستون توفیق راکړی .





د
روژې ۱۸مه تحفه


درنو لوستونکو ، روژه د جسم او روح دواړو لپاره ده . جسم د خوراک
، څښاک او جماع څخه منع وی . هر روژیاتیً ( یا روژیاتۍ ) باید د غیبت ، درواغو ،
تهمت ، چغلیو ، حسد او نورو څخه ځان پخپله منع کړی . په بل عبارت ، د روژه لرونکې
بدن هغه دی چی لاس ، پښه ، سترګی ، غوږونه ، شرمګاه ، معده او زړه یې د ګناهونو د
کولو څخه روژه وی . یعنی سترګی یې حرامو ته د کتلو څخه ، غوږونه د حرامو اورېدلو
( مثلأ درواغ ، غیبت ، چغلی…. ) څخه ، لاس د حرامو اخیستلو ، پښې
حرامو ته له ورتګه ، ژبه د درواغ ، فحش او باطل ویلو ، معده د خوړلو او څښلو
، شرمګاه د جنسی عمل څخه ډډه او مخنیوی وکړی . نو دا مهال بدن په رښتیا هم
روژه نیولې ده . که داسی نه وی ، نو حیوان هم وږی ساتل کیدای سی خو هغه
ته روژه نه ویل کیږی ! دا هم د روژې اتلسمه تحفه، خو د محترمو فېسبوک
والو څخه هیله ده چی د کومی برخی د اقتباس په صورت کی د لیکوال اجازه
اصولأ باید واخلي یا نوم یې ورسره ذکر کړی، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com).


د ابن جوزي (رح)
نصیحت


« اې هغه انسانه چی د جنت په لټه کی يې ، پوه سه چی ستا پلار آدم
(ع) د يوې ګناه له امله د جنت څخه وايستل سو . آيا ته په داسی حال کی د
جنت هيله لرې چی ډير ګناهونه دی کړي دي او توبه نه ورباندی کوې ؟ هغه انسان
ته چی په ناپوهي سره خپل وخت تير کړی او په نافرمانۍ خپل روزګار چلوی مناسبه
دا ده چی د خپل تير عمر په کړنو ډيری اوښکی توی کړی .
افسوس د هغه چا په
حال چی هر څومره يې ګناهونه زياتيږي هغومره يې استعفار کميږي ، او هر
څومره چی قبر ته لنډيږي هغومره يې سستي او ټنبلي زياتيږي .
ای هغه
انسانه چی خپله ځواني دی تباه کړه ! د اعمالو دفتر دی د نافرمانیو څخه ډک
کړی دی . آيا ته نه پوهيږې چی د انسان اندامونه به د حشر په ورځ پر خبرو
کولو راسي او پر تا به شاهدي ووايي ؟»


هو ، که موږ او تاسی په ګرېوان کی وګورو باالکل همداسی ده . د
شفیق بلخي (رح) له قوله ډیر ناوړه او بدبخته انسان هغه دی چی د توبې په طمع ګناه
کوی . امام شافعی (رح) فرمایی چی تر ټولو جاهل او ناپوه هغه څوک دی چی د ګناه څخه
خبر وی لاکن بیا هم د هغه مرتکب کیږی . نوهیله ده چی د پورتنیو بزرګانو او
شیخانو د لارښوونو مطابق ځانونه اصلاح کړو . یو عالم څه ښه ویلی دي : که ټول
بشریت یو په یو پر هغه ګناه چی مرتکب سوی ، اعتراف وکړي نو یو بېګناه به هم
پاته نسي چی ګنهکار ته جزا ورکړی . پس الله دی دنیا او عقبا راسمه کړی .


د سعدي (رح) څو
نصیحتونه


لومړی ـ هغه څوک چی لمونځ نه کوی د پور معامله مه ورسره کوئ ، که
هر څومره یې اړتیا هم ډیره وی . ځکه چی هغه د خدای تعالی پور نه ادا کوی نو ستا
قرض به څنګه ادا کړی .
دوهم ـ که د چا تکلیف لیری کړې ډیر غوره دی نسبت دې ته
چی حج ته ولاړ سې او د لاری په هر ځای کی زر زر رکعـته لمونځ وکړې .
درېیم ـ د
الله تعالی څخه وبیریږم ، بیا د هغه چا څخه وبیریږم چی د الله تعالی څخه نه
بیریږی .
څلورم ـ که روزي په عقل سره وای نو د دنیا کم عقلان به له لوږی
مړه سوي وای .
پنځم ـ که کوم محتاج په عاجزۍ سره څه درنه وغواړي وریې کړه
، که نه ښایی کوم ظالم یی په زور درڅخه واخلی .
شپږم ـ که د کوم غریب سره
یوه ډوډۍ وی نیمه یې خپله خوری او نیمه ملنګ ته ورکوی ، خو که د یو پاچا
سره هیواد وی هغه د بل هیواد د نیولو کوښښ هم کوی .
اووم ـ لس سړي یې
پر یوه کاسه خوړلای سی مګر دوه سپي یې پر یوه مرداره کاسه نه سي خوړلای
.
اتم ـ هغه په رښتیا هم عقلمند دی چی د غصې په حالت کی د ژبی واک ولری
.


هو ، د سعدي صاحب هره خبره او هره وجیزه دنیوي او اخروي بریالیتوب
دی . که پورتنیو آموزنده نصایحو ته ښه ځیر سو او هغه قلبأ عملی کړو نو په غربت کی
به شتمن او په کمزورۍ کی به ځواکمن یو . بقراط څه ښه ویلی دي : « هغه کس ناپوه دی
چی خپل عیب نه وینی او د بل چا نصیحت هم نه اوري . » نو الله دی د پورتنیو ضروري
نصیحتونو د هضم او عزم توفیق راکړی ، آمین .


د
روژې ۱۷مه تحفه


ګرانو لوستونکو ، که موږ او تاسی د کال د ۳۶۵ ورځو څخه فقط ۳۰
ورځی روژې ونیسو ( چی د خدای امر دی ) ، او هره ورځ یو څه قرآن هم تلاوت کړو نو
څه ضرر به مو کړی وی ؟ حال دا چی هم به الله راڅخه راضی وی او هم به مو له دوږخه
نجات او جنت ته د شمولیت ضمانت حاصل کړی وی ، ځکه دا الهی قول دی . لوی خدای د
روژې د لومړۍ ورځی څخه شیطانان بند کړي دي تر څو په مسلمانانو باندی په دې
مبارکه میاشت کی نافرمانۍ ونکړی . خو بریالیتوب دا دی چی پر خپل نفس غالب اوسو
، که نه ناکام به یو . نو همدې مهمی باریکۍ ته په توجه سره لطفأ اوولسمه تحفه
قبوله کړئ، خو د محترمو فېسبوک والو څخه هیله ده چی د کومی برخی د اقتباس په
صورت کی اصولأ د لیکوال اجازه واخلي یا نوم یې ورسره ذکر کړی، والسلام ( ن .
صمد، nsamad57@hotmail.com).


لعنت پر چغل ګر


یو چا یحیی بن خالد بن برمک ته یو خط ولیږی او داسی یې ورته لیکلی
وو :
یو شتمن او سوداګر شخص مړ سوی دی ، یوه ډیره ښایسته مینځه او یو شیدو خور
ماشوم او خورا ډیر دولت یې پاته دی . زما په نظر تاسو وزیر صاحب تر بل هر چا ډیر
مستحق یاست .
یحیی بن خالد د دې سړي پر خط باندی داسی ولیکل :
خو هغه شخص دي
الله وبخښی ، هغه مینځه دی الله وساتی ، هغه ماشوم دی الله وژغوری ، او هغه مال
دی الله نور هم ډیر کړی ، خو پر هغه چغلګر دی د الله لعنت وی چی دا خبر یې راکړ
.


هو ، که د هغه مهال وزیران او چارواکی د نننيو وزیرانو او چارواکو
سره مقایسه کړو نو د مځکی او اسمان فرق به ووینو . هغوی صالح او عابد انسانان وو
خو دوی بیا د یوې پر ځای مسلسل دوې ، درې او څلور ښځی کوی ( د زور یا زر په مټ )
، د نورو حق خوری ، ظلم ، تیرئ او وحشت کوی . الله دی هدایت ورته وکړی
.


د کینی او حسد
زیانونه


علماوو د حسد او حاسد زیانونه داسی ښودلی دي :
لومړی ـ حاسد
انسان د الله تعالی په تقدیر باندی اعتراض کوی ؛
دوهم ـ د حسد په وجه د انسان
ایمان داسی خرابیږی لکه په ویښتانو چی چاړه راکش سی او ټول ختم یعنی وخره یل سی
؛
درېیم ـ د حاسد په زره کی تل خپګان ، افسوس او ارمانونه وی ؛
څلورم ـ حسد
د یهودو مرض دی ؛
پنځم ـ د حسد کوونکی انسان ایمان کمزوره وی ؛
شپږم ـ د
حاسد انسان څخه ظلم هم کيږي ؛
اووم ـ حاسد ته د الله تعالی نعمتونه سپک ښکاری
.


هو ، حسد یو روحي او مزمن مرض دی چی د حاسد زړه او دماغ دواړه
خوری ، په غم یې اخته کوی او دنیا او عقبا یې ورانوي . ځکه ، حاسد د الله سره
مقابله کوی او د الهي فیصلې مخه نیسی . بقراط ویلی دي چی حاسد او کینه کونکی د مرګ
څخه مخکی هم څو ځله مري . نو الله دی په دې خطرناک مرض ټول مبتلا مسلمانان بیرته
روغ کړی او متباقی دی الله وژغوری .


د
روژې ۱۶مه تحفه


عزتمنو لوستونکو ، د روژې مبارکه میاشت تر نیمایی واوښته او مرحبا
په الوداع سره بدله سوه . زموږ د ټولو ژوند هم کټ مټ د الوداع په حال کی دی . نن
وی که سبا ، ملک الموت مو راګیروی . آیا څوک پوهیږی چی همدا روژه به پوره کړو ؟!
آیا راتلونکې روژه به « دلته » یو که « هلته » ؟! نو څومره به ښه وی
چی توښه همدا اوس لا برابره کړو او موقع له لاسه ور نه کړو . یعنی زیات
عبادت ، اطاعت ، ریاضت ، تلاوت او افادیت ته مخه کړو . دا هم د روژې
شپاړسمه تحفه ، خو د درنو فېسبوک والو څخه هیله ده چی د کومی برخی د اقتباس
په صورت کی اصولأ د لیکوال اجازه واخلي یا نوم یې ورسره ذکر کړی ،
والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com).


اې ژبې له خدایه وبيرېږه
!


حضرت ابوسعيد رضي الله عنه روایت کوی چی پيغمبر عليه السلام
وفرمايل :
کله چی سهار سي نو د انسان په جسم کی چی څومره اندامونه دي هغه ټوله
ژبې ته ووايي : اې ژبې ! له خدایه وبيرېږه ! ځکه چی موږ ټول ستا تابع يو ، که
چیري ته سمه یې نو موږ به هم سم يو او که ته ناسمه يې نو موږ به هم ناسم يو (
ترمذی ) .


هو ، په رښتیا چی ژبه هم کلا ده هم بلا . په دغه ډیر آفاقی ،
آموزنده او له عبرته ډک حدیث کی د انسان د ورځني ژوندانه لاره او تلن لاره پرته ده
. دا یوه عظیمه لارښوونه ، سمَوَنه او پوهوَنه ده چی صرف مخلصانه
مراعاتول او پلی کول غواړی .
موږ او تاسی ګورو چی د ژبی وزن ډیر سپک دی ،
خو خورا لږ خلک هغه اخیستلای او سنبالولای سی ! حضرت ابوبکر صدیق (رض)
فرمایلی دي چی « انسان ته ډیر مصیبتونه د خپلی ژبی څخه ورپیښیږی .» په
رښتیا هم خوږه ژبه د الله (ج) یو نعمت دی . فیثاغورث ویلی دي چی « د بدن
د ټولو غړو له جملې څخه ژبه ډیره سرکښه ده .» نو که موږ او تاسو دغه سرکښه
غړی کنټرول کړو ، معنی دا چی تر نیمایی زیات ګناهونه مو کنټرول کړل ! پس
الله دی هر مسلمان ، منجمله هر افغان ته د ژبی د صحیح مهارولو توفیق عطا
کړی .


اخلاق ستر ارزښت دی


یوه ورځ د پوهنتون محصلینو د ریاضی د پروفیسور څخه د ښځی او
نارینه د اخلاقو په باره کی وپوښتل . استاد په ځواب کی وویل چی : که ښځه یا سړی
اخلاق ولری نو دواړه د یو سره مساوی دي چی د ریاضی په ژبه داسی لیکل کیږی : ( ښځه
+ سړی = ۱ ) .
که هغوی ښکلا او ښایست هم ولری نو د ( ۱ ) سره به
یو صفر کښېښوول سی چی هغه به ( ۱۰ ) سی .
که پیسې هم ولری نو دوه صفرونه
ورته ایښوول کیږی چی ( ۱۰۰ ) به سی .
که یې اصل او نسب یعنی قوم هم ښه وی
نو یو بل صفر هم ورسره اضافه کیږی چی ( ۱۰۰۰) به سی .
پس تاسی باید
ډیر متوجه اوسیً که دغه نر یا ښځه اخلاق بایلی یعنی بد اخلاقه (یا بې
ادبه) سی ، نو معنی یې دا ده چی ( ۱) حذف او ایسته سو ، چی په داسی حالت
کی ټول صفرونه بې معنی او بې ارزښته سول او صفر یوازی هیڅ ارزښت نلری . پس
داسی انسان به هیڅ ارزښت ، حیثیت او درنښت ونلری، یعنی صفر به وی .
د
یو روایت له مخی پورتنی فارمول د الجبرې د پلار یعنی د موسی الخوارزمی
(رح) استخراج دی چی خپلو شاګردانو ته یې وړاندی کړی و.


هو ، په رښتیا هم که انسان اخلاق ونلری یعنی بې ادبه وی یا په
اصطلاح ژبه یې زهر ولری ، نو هغه که هر څومره ثروت ، اصل ، نسب ، ښایست ، مقام….
هم ولری اصلأ هیڅ یعنی صفر دی . د حدیث له مخی تر ټولو قدرمنه پانګه
ښه اخلاق او ورین تندی دی . نو داسی معلومیږی چی ښه اخلاق ( یعنی نېکه رویه ،
حسن خلق ، ادب ، ورین تندی ، تواضع ، حِلم ، زغم…. ) د ایمان لویه برخه ده
. حضرت داؤد علیه السلام فرمایلی دي چی « د بشپړ ایمان څښتن هغه څوک دی چی
اخلاق یې ښه وی » . نو هیله ده چی موږ او تاسی هم خپل عادات او عبادات د
اخلاقو په مایه سره تومنه کړو تر څو هدف ته ورسیږو ، یعنی الهی بری او
سرلوړی !


د
روژې ۱۵مه تحفه


ګرانو دوستانو ، روژه مبارکه هم نیمایی ته ورسیده او خدای دی وکړی
چی تیرو برخو څه نا څه معنوی ، روحانی او ایمانی ګټه رسولې وی . ښایی هغو کسانو ته
چی د دین په چارو کی کهالت او عطالت لری ، که نور څه نه وی اقلأ معلوماتی خو واقع
سوي وی ! څه معلومه ده چی ژوند به نوره یاري هم وکړی که یا ؟! څومره نامناسب ،
ناوړه او نامطلوب کارونه مو کړي دي ؟! آیا یوه ذره ګټه یې رارسولې ده ؟ راځی چی
نور نو په ځان کی عملأ تغیر راولو تر څو الله تعالی مو حالت راتغییر کړی ( الرعد
ـ ۱۱ ) ؛ که نه همدا په اصطلاح آش او همدا کاسه به وی او خوله به مو راسوځوي .
نو دا هم پنځلسمه تحفه ، خو د فېسبوک پاڼو د محترمو چلونکو څخه
هیله من یم چی د دې تحفو د کومی برخی د اقتباس په صورت کی اصولأ د لیکوال
اجازه باید واخلي، یا اقلأ نوم یې ورسره ذکر کړی، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).


دوې پښېمانۍ


رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : داسي هیڅ شخص نسته چي
مړ سي او پښېمانه دي نه وي . نو ژوند غنیمت وګڼئ نیکۍ وکړئ او ګناهونه پرېږدئ.
صحابه وو وویل یا رسول الله (ص)! د پښېمانۍ سبب څه شي وي ؟ ويې
فرمایل : که نیک وي په دې پښېمانه وي چي ډیري نیکۍ يې ولي نه دي کړي او که
بدکاره وي په دې پښېمانه وي چي د ګناهو څخه يې ولی ځان نه ساته ( ترمذي )
.


هو ، څومره عالی پوهاوئ او خبردارئ دی چی هر ډول پلمه او حیله
راباندی بندوي . حضرت علی (رض) څه ښه ویلی دي : « خورا بد خلک هغه دي چی د نیکۍ په
مقابل کی بدي کوی ، خو خورا ښه خلک بیا هغه دي چی د بدۍ په مقابل کی ښېګڼه کوی .»
نو وخت او موقع باید راڅخه ضایع نسي ، یعنی د وخت په باره کی باید
بخیل اوسو! هیله ده چی همدا اوس لا د خپل آینده او نامعلوم ژوندانه لپاره
حتی الوسع توښه برابره کړو ، داسی نه چی بیا ناوخته سی او پښېماني وکړو
.


څلور عجیبه پوښتنی


د حضرت علی (رض) څخه یې پوښتنه وکړه چی :
لومړی ـ واجب او تر
هغه هم واجب څه دی ؟
دوهم ـ نږدې او تر هغه هم نږدې څه دی ؟
درېیم ـ عجیب او
تر هغه هم عجیب څه دی ؟
څلورم ـ سخت او تر هغه هم سخت څه دی ؟
ویې فرمایل
:
واجب د الله اطاعت دی او واجب تر د ګناه پریښوول دی .
نږدې
قیامت دی او نږدې تر هم مرګ دی .
عجیب دنیا ده او عجیب تر هم د دنیا سره
مینه ده .
سخت قبر دی او سخت تر هم هغه ته خالی لاس ورتلل دی .


هو ، که څوک د الله اطاعت کوی لاکن جسماني یا معنوي ګناه هم کوی
نو اطاعت یې نیمګړی دی بلکی اول باید ګناه پریږدی چی کامل مؤمن سی . دا چی څوک
قیامت یادوي خو مرګ ته چمتوینه نه نیسی یعنی ځان له خیرو ( ګناهونو ) څخه نه پاکوی
نو کامل مؤمن نه دی . څوک چی د مال او دولت مینه صحیح نه بولی خو په هغې پسی غوټې
وهی نو نیمګړی مؤمن دی . او څوک چی ګور ته تلل منی خو ظلم ، حق تلفي ، فریب او
خیانت هم کوی نو ګور ته تلل اصلأ نه منی بلکی درواغجن دی ! الله دی ټول ګنهکاران
اصلاح او فلاح کړی .


د
روژې ۱۴مه تحفه


روژه د الله یو امانت دی . په دې امانت کی جسماني او نفسانی دواړه
قیودات ، تحدیدات او مقررات شامل دي . نو ځکه روژه د مکافاتو او مجازاتو په منځ
کی ده . رسول الله (ص) داسی فرمایلی دي : « هر شی زکات لری ، خو د بدن زکات روژه
ده » . بیا داسی فرمایی : « څوک چی د رمضان د میاشتی یوه روژه بیله عذره یا بیله
ناروغۍ څخه وخوری ، په ټول وخت کی یې جبران نسي کولای » . نو الله تعالی دی د
روژې د ټولو شرایطو د سم مراعاتولو توفیق او توان راکړی . او دا هم څوارلسمه تحفه
، خو د فېسبوک پاڼو د محترمو چلونکو څخه هیله کوم چی د دې تحفو د کومی برخی د
اقتباس په صورت کی اصولأ د لیکوال اجازه باید واخلي، یا اقلأ نوم یې ورسره ذکر
کړی، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).


سپی او عکس په کور کی منع
دي


پیغمبر (ص) فرمایلی دي : « جبرایل (ع) راته راغی او ویې ویل :
برایی [ بیګا ] شپه می غوښته چی تا ته راسم خو هغه مجسمې او عکس داره
پردې او سپی چی په کور کی وو ، زما د راتګ مانع سول . نو ورته ووایه چی په
کور کی د موجودو مجسمو سرونه پرې کړئ تر څو د ونو غوندی سي او ورته ووایه چی
هغه پردې څیری کړئ او تکیه یا بالښت ورڅخه جوړ کړئ او هم ورته ووایه چی
سپی دی له کوره وایستل سی . ځکه موږ فرشتې هغه کور ته نه ورځو چی هلته
عکس او سپی وی . عایشه (رض) وایی : ومی لیدل چی هغه سپی چی د حسن یا
حسین و ، تر کټ لاندی ننوتی . رسول الله (ص) ما ته وفرمایل : دا سپی
له څه وخته کور ته راغلی دی ؟ ما ورته وویل : په خدای چی خبره نه یم .
وروسته رسول الله (ص) لارښوونه وکړه چی هغه سپی له کوره وباسیً . بیا
رسول الله (ص) یو څه اوبه واخیستې او پر هغه ځای یې وپاشلې چی دغه سپی
پرېوتلی و » .
( ابوداوود : ۲/۱۹۸ ؛ نسایی : ۲/۳۰۲ ؛ ترمذی :
۴/۲۱ ؛ ابن حبان : ۱۶۸۷ ؛ احمد : ۲/۳۰۵ ).


هو ، ومو لیدل چی بېله ضرورته په کور کی سپی لرل یا سپی ساتل
اجازه نه لری ، خو د ښکار او حراست لپاره د سپي لرل جایز دی . رسول الله (ص)
فرمایی چی : که سپی هم د الله له مخلوقاتو څخه یو مخلوق نه وای ، نو
دستور به می ورکړی وای چی ودې وژل سی ( ابو داوود ؛ ترمذی ) . نو هیله ده چی
موږ او تاسی هم سپی د جنګولو ، شوق لرلو او خوښولو لپاره په کور کی و نه
ساتو بلکی د پیغمبر علیه السلام د ارشاداتو مطابق عمل وکړو .


د یو قوم تباهي


ابن عباس (رض) وایي :
کله چی یو قوم په غنیمت کی خیانت پیل کړي
، د هغوی په زړونو کی به وېره ور واچول سي.
او په کومه ټولنه کی چی زنا
(بدلمني) زیاته سي ، په هغوی کی به مرګونه ډېر سي.
او کله چی کوم
قوم په تله او پېمانه کی درغلي کوي ، نو روزي به ترې واخيستل سي.
او کوم
ولس چی له حق نه پرته فیصلې کوي ، په هغوی کی به وينی تویول زیات سي.

او کوم قام چی خپلی وعدې او ژمنی ماتوي ، الله جل جلاله به دښمن پر
مسلط کړي .
) الموطأ ، كتاب الجهاد ، حديث ۲۶).


ښه ګرانه لوستونکې ، که نن موږ او تاسو ټولو اسلامي ټولنو ،
منجمله افغاني ټولنی ته ښه ځیر سو ، آیا پورتنۍ ټولی بدمرغۍ ، خوارۍ ، پستۍ او
تباهۍ پرې مسلطي نه دي ؟ آیا اسلامی امت باالاعم او افغاني ټولنه باالاخص په همدې
مصیبتونو کی راګیر او ډوبه نه ده ؟ آیا اکثریت مسلمانان د ګمراهیو په غیږ نه دي
ورغلي ؟ او آیا هغوی په دې خبایثو باندی په پوهېدو سره سره بیا هم خپلو کرغیړنو
کړنو او ظلمونو ته دوام نه ورکوي ؟ ځکه نو بدمرغه او ناکام دي . خو عمر ډیر لنډ
او ژوند ډیر بې وفا دی او د سترګو په رپ کی درومي . کولای سو چی روان فضیحت او
مصیبت په فضیلت او رفعت سره واړوو . یعنی اوس هم ډیر ناوخته نه دی ، بلکی صرف
غوڅه اراده او فیصله غواړي . نن په رښتیا هم د عمل ورځ ده بېله حسابه خو سبا د
حساب ورځ ده بېله عمله !


د
روژې ۱۳مه تحفه


قدسی حدیث دی چی الله تعالی فرمایی : « د بنی آدم هر عمل د هغه
خپل وی ، مګر روژه زما لپاره ده او د هغه بدله به زه ورکوم » . موږ پوهیږو چی د
الله بدله رحمت ، مغفرت او هدایت دی . د روژې میاشت د معنوی او فرهنګی بیا رغونی ،
عفوی او تیرېدنی ، د باطلو عادتونو د پرېښودنی ، د غفلت له خوبه د راویښېدنی ، د
شهوت له دامه د خلاصیدنی ، د غیبت ، حسد ، درواغو او ګناه څخه د لیری کېدنی میاشت
ده . ځکه ، یوولس میاشتی زموږ او دغه یوه میاشت د الله ده ، نو څومره مراعات یې
باید وکړو ! او دا هم دیارلسمه تحفه ، خو د فېسبوک پاڼو د محترمو چلونکو څخه هیله
ده چی د دې لړۍ د کومی برخی د اقتباس په صورت کی اصولأ د لیکوال اجازه باید
واخلي، یا اقلأ نوم یې ورسره ذکر کړی، داسی نه لکه د « نصیحتونه » په نوم یوې
فېسبوک پاڼی چی یوه برخه په خپل سر اقتباس کړې ده . والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).


د شیطان برﺉ


خثیمه بن عبدالرحمن ( رح) ویلی دي چی له شیطانه می اورېدلي چی
داسی یې ویل : انسان په درو مواردو کی هیڅکله پر ما نسي بریمن کېدای ، بلکی زه د
همدې درو شیانو له امله پر هغه برلاسی او مؤفق یم چی هغه دا دي :
لومړی ـ هغه
مال او ثروت چی د ناحقه او حرام لارې څخه یې په لاس راوړی ؛
دوهم ـ هغه مال
او ثروت چی په باطل او حرام کار کی یې مصرف کړی ؛
درېیم ـ هغه مال او ثروت
چی دﺉ د حق د لارې څخه راوګرځوی .
هو ګرانو لوستونکو ، دا معلومه سوه چی
ثروت او دولت ګټل د حرامی لاری ، مصرف یې په حرامه لار کی ، او د حقه لاری څخه
یې مخنیوئ شیطاني کارونه دي . خو نن موږ ګورو چی ډیرو مسلمانانو همدا شیطاني
لاره خپله کړې ده او متأسفانه پایښت لا هم ورکوي . نو خود به شیطان ځواکمن
او بریمن وی .
یو فاسق انسان د نوم او نښان لپاره په ملیونونو پیسې په
یو معمولی او ناحقه شي کی مصرفوي چی په بدل کی یې جهنم رانیسي . خو د
الله د رضا لپاره د یو مسکین انسان مړول چی خورا لږ مصرف لری ، ډیر سخت
ورته تمامیږی حال دا چی دغسی کار د جنت په بیه دی . نو داسی شخص جنت
ارزانه نه رانیسی خو برعکس دوږخ ډیر ګران رانیسی ! لا بیا هم دا د ده
ماتې او د شیطان بری نه دی ؟


څلور ډوله انسانان


حضرت حسن بن علي رضی الله عنه وايي : انسانان پر څلور ډوله دي
:
لومړی ـ هغه انسان چی په ښو لارو چارو کی بشپړه برخه اخلي خو
اخلاق يې ښه نه وي ،
دوهم ـ هغه انسان چی اخلاق يې ښه وي خو په ښو لارو
چارو کی برخه نه اخلي ،
درېیم ـ هغه انسان چی نه يې اخلاق ښه وي او نه
په ښو لارو چارو کی برخه اخلي ، دا تر ټولو انسانانو ناوړه ګڼل کيږي
،
څلورم ـ هغه انسان چی اخلاق يې هم ښه وي او په ښو لارو چارو کی هم
برخه اخلي ، دا بيا تر ټولو غوره انسان ګڼل کيږي .
هو ، نو ښه به
دا وی چی موږ او تاسو فرد فرد کوښښ وکړو چی ځانونه په دغه څلورمه ډله کی
شامل کړو تر څو دنیوي او اخروي بری مو انشاالله په برخه وی . رسول الله
(ص) فرمایلی دي چی « زه د غوره اخلاقو د بشپړتیا له پاره رالیږل سوی [
مؤظف سوی ] یم » . پس غوره او ښه اخلاق د ایمان بشپړتیا او عبادت دی .
د رسول الله (ص) ګران لمسی حضرت حسین (رض) فرمایی چی ښه اخلاق عبادت
دی . نو الله دی ټولو مسلمانانو، منجمله افغانانو ته غوره اخلاق عنایت
کړی تر څو کمزوره ایمان یې تعدیل او تکمیل سی .


د
روژې ۱۲مه تحفه


روژه یوازی د خوراک ـ څښاک څخه ډډه نه بلکی د ژبې ، زړه او نورو
اعضاوو سم استعمال هم پکښی شامل دی . نو راځی چی پوخ تکل وکړو چی غیبت به نه کوو ،
درواغ به نه وایو ، سترګی او غوږونه به د ناروا څخه ساتو ، ظاهر او باطن مو تصفیه
کوو . رسوالله (ص) فرمایی : « هغه څوک چی درواغ او پر هغه عمل نه پریږدی نو الله
هم ده ته هیڅ ضرورت نه لری چی صرف خوراک او څښاک بند کړی » . او دا هم دوولسمه
تحفه ، خو د فېسبوک پاڼو د محترمو چلونکو څخه هیله ده چی د کومی تحفې د اقتباس په
صورت کی اصولأ د لیکوال اجازه او موافقه باید واخلي، یا اقلأ نوم یې ورسره ذکر
کړی ، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).


د علماوو سره ناسته
ولاړه


رسول الله (ص) فرمايي : د علماوو یا د هیڅ عالم سره تاسي ناسته
ولاړه مه کوﺉ ، خو بیا یې هغه وخت ور سره کوﺉ چي تاسي د پنځو شیانو څخه و پنځو
شیانو ته دعوتوي :
لومړی : د شک څخه و یقین ته .
دوهم : د کبر څخه و تواضع
ته .
درېیم : د دښمنۍ څخه و نصیحت ته .
څلورم : د ریاء څخه و اخلاص ته
.
پنځم : د رغبت څخه و زُهد ته .


رغبت دا دی چي یو انسان په ګناهونو اخته او مبتلاء وي ، علاقه یې
د دنیا سره ډیره وي ، خو په خوله وايي : الله غفور او رحیم دی . موږ هم ټول
ګنهکاره یو ، د فضل او کرم په امید یې یو . دا صحيح لار او سمه طریقه نه ده ،
بلکی دا د ځان او د نورو خطا یستل دي . انسان باید زاهد او عابد وي ، هر مسلمان
مکلف دی چي باید خامخا د الله (ج) امرونه تر خپله وسه پر ځای کړي او د ګناهونو
څخه ځان وساتي او بیا نو د الله (ج) د رحمت او بخښني په امید وي ، داسي نه چي
په ګناهو کی ولاړ یم لاس هم نه ځني اخلم ، هغه چي کول مي هغه ټول بیا هم کوم
خو الله غفور او رحیم دی . یو عالم داسی ویلی دي : تر ټولو غټ حماقت دا دی
چی کار د دوږخ کوې خو غواړې جنت !


غټه ګناه عادي بولی


شیخ الاسلام ابن تیمیه (رح) د ډیرو مسلمانانو په هکله داسی ویلی
دي :
دا عجیبه ده چی ډیرﺉ مسلمانان په عادی ډول د حرامو د خوړلو ، ظلم ، غلا ،
شرابو ، د بل ناموس ته په بد نظر کتلو او نورو ګناهونو څخه د ځان ساتلو ادعا کوی
، خو د خپلی ژبی حرکت نسی کنټرولولای یا یې نه کنټرولوی . ډیر ځله به داسی
مسلمانان ووینیً چی په دین داري ، زهد او عبادت کی به ښه شهرت لری خو داسی خبری
به په ژبه راوړی چی د الله تعالی خښم به پاروي او دا کار به همده ته عادی خبره
وی حال دا چی په صرف یوه کلمه سره د ختیځ څخه تر لویدیځ پوری اوږد واټن جوړوی
خو دﺉ اهمیت نه ورکوی .


هو ، که موږ او تاسی خپل چاپیریال ته ښه ځیر سو ، باالکل همداسی
ده . په ظاهره به ډیر شریف او نجیب انسان وی خو ژبه او خوله به یې زهر لری او د
لهجې او رویې څخه به یې هر څوک بیزاره وی . هغوی لویه ګناه عادي بولی او هیڅ متوجه
نه وي ، نو ځکه ګمراه دي . الله دی دغسی په ظاهره ښه مګر په خوله کاږه انسانان
اصلاح او فلاح کړی .


د
روژې ۱۱مه تحفه


درنو لوستونکو ، د روژې د مبارکی میاشتی لومړنۍ (یعنی د رحمت )
لسیزه تیره سوه اودا ده نن دوهمه ( یعنی د مغفرت ) لسیزه پیل
سوه . انسان خصوصأ مسلمان او مهمه لا دا چی افغان هیڅ د خطا څخه خلاص
نه دی . موږ او تاسی ضرور د لږ یا ډیری ګناه مرتکب کیږو . څنګه چی دا د
مغفرت لسیزه ده ، شیطانان ټول تړلی دي او الله تعالی عفو ، بخښنه او
مغفرت لوروي ، نو څومره به ښه وی چی د رحیم او کریم خدای څخه بخښنه او
مغفرت وغواړو تر څو هغه ذات مو وبخښی . حدیث دی چی که څوک مغفرت و
نه غواړی هغه به ډیر بد نصیبه انسان وی . نو غوره دا ده چی استغفار
ووایو په تیره بیا « استغفرالله رب من کل ذنب و اتوب الیه » ډیر
ووایو . الله تعالی فرمایی چی بېشکه نیکۍ بدۍ له منځه وړی . اودا هم
یوولسمه تحفه ، خو د فېسبوک پاڼو د محترمو چلونکو څخه هیله ده چی د
کومی برخی د اقتباس په صورت کی اصولأ د لیکوال اجازه باید واخلي، یا
اقلأ نوم یې ورسره ذکر کړی، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com
).


عبادت د بل لپاره


له یوه عالم نه چا پوښتنه وکړه چی یوه ښځه ډیر زیات عبادت کوي ، د
ورځي یې روژه وی او د شپې لمونځونه او تلاوت کوي ، خو له بده مرغه چی غیبت هم ډیر
کوي ، د دې ښځی حالت څنګه بولئ ؟


عالم ورته وویل : داسي بریښی چی دا ټول عبادتونه د نورو له پاره
کوي .
هو ، د دغسی مسلمانانو نیک اعمال د غیبت په واسطه داسی خوړل کیږی لکه
وَینه ( موریانه ) چی لرګی خوری .
یو چا حسن بصري (رح) ته داسی وویل : فلاني
شخص ستا غیبت کاوه . حسن بصری (رح) هم د دې خبری په اورېدو سره د تازه خرماوو څخه
ډکه سَوَده ( سبد ) هغه ته وروړه او داسی یې ورته وویل : خبر سوم چی خپلی نیکۍ
دی ما ته رابخښلی دي ، نو د هغه په عوض کی دغه معمولی خدمت لطفأ قبول کړه او دا
چی نسم کولای ستا نیکۍ ټوله جبران کړم نو معذرت غواړم .
هغه سړی پوه سو چی
د ده غیبت یې کړی دی او دا یې بدله ده . بس له همدې شېبې څخه له غیبته بېزاره
او نور نو اصلاح سو .
خو موږ او تاسی وینو چی ډیرﺉ کسان د غیبت داسی
معتاد سوي دي لکه د سګریټو یا نسوارو . تقریبأ هیڅ داسی مجلس ، محفل ، غونډه
او میلمستیا به و نه وینو چی له غیبته خلاص وی . نو الله دي زموږ ټولو ښه
اعمال نه ضایع کوي ، او داسی نه چی تر سره کړئ عبادت او ګټلیً ثواب مو وړیا
بل ته ورکړو او په بدل کی یې الهی عذاب واخلو .


هوښیار څوک دی ؟


دغه پوښتنه که نن ورځ زموږ او ستاسي څخه وسي ډول ډول ځوابونه به
ووایو او هم به یې واورو . خو راځی چی د رسول الله (ص) بلیغ او جامع ځواب واورو :
د حضرت عبدالله بن عمر (رض) څخه روایت دی چی وايي زه د رسول
الله (ص) په مجلس کي حاضر وم چي د انصارو څخه یو نفر ولاړ سو او ویې
ویل : یا رسول الله (ص) ! په خلکو کي څوک ډېر هوښیار او د حِکمت
خاوند دی ؟ رسول الله (ص) وفرمایل : هغه څوک چي مرګ ډېر یادوي او
هغه څوک چي د مرګ لپاره یې پوره چمتوینه نیولې وي ، دغه خلک هوښیاران
دي ځکه دوی د دنیا شرف او د آخرت کرامت یووړ .


سبحان الله ! دا څومره بشپړ او جامع ځواب دی . که موږ ښه فکر او
سوچ وکړو دغه ځواب دوه اړخه لري : یو دا چي ( مرګ ډېر یادوي ) ؛ دا معلومه خبره ده
هر هغه څوک چي مرګ یادوي هغه انسان هیڅکله شر او شرارت نه پېښوي ، خو یواځي د شر
نه پېښول د ټولني د خوشبختۍ او نیکمرغۍ لپاره کفایت نه کوي نو د ځواب دوهم اړخ ته
متوجه سیً چي فرمايي ( او هغه څوک چي د مرګ لپاره یې پوره چمتوینه نیولې وي ) ؛ د
مرګ لپاره آمادګي په څه شي نیول کیږي ؟ په عدل ، په صدق ، په ښو اخلاقو ، یو د بل
سره په مرسته کولو ، د مور او پلار ، همسایه ، اقرباوو د حقوقو په مراعتولو ،
حلاله نفقه خوړلو او نورو صالح عملونو سره داسی چمتوینه نیول کیږی . نو که
واقعاً هر انسان د شر او شرارت څخه ځان وساتي او هم دغه ذکر سوي صالح عملونه په
ځان کي پیدا او عملي کړي ، ټولنه به مو څومره نېکمرغه ، هوسا او آرامه وي ، او
آخرت به مو هم انشاالله کامیاب وي .


د
روژې لسمه تحفه


روژه د ټولو آسمانی ادیانو د ظهور میاشت ده . روایت دی چی ټول
الهی کتابونه په روژه کی نازل سوي دي : پر ابراهیم (ع) باندی صحیفې په روژه کی
نازل سوي دي ؛ پر موسی (ع) باندی تورات د روژې پر شپږمه نازل سوی دی ؛ پر داؤد
(ع) باندی زبور د روژې پر اتلسمه نازل سوی دی ؛ پر عیسی (ع)
باندی انجیل د روژې پر دیارلسمه نازل سوی دی ؛ او پر محمد رسول الله (ص)
باندی قرآن د روژې د لیلة القدر په شپه نازل سوی دی چی د وروستۍ لسیزی
یوه طاقه شپه ده . او دا هم لسمه تحفه ، خو د فېسبوک پاڼو د محترمو
چلونکو څخه هیله ده چی د کومی تحفې د اقتباس په صورت کی اصولأ د
لیکوال اجازه باید واخلي، یا اقلأ د لیکوال نوم ورسره ذکر کړی، والسلام
( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com).


د رسول الله (ص) سره څومره مینه
؟


موږ مسلمانانو ته قرآن او حدیث امر کړی دی چی د رسول الله (ص) سره
باید تر خپلو نږدې خپلوانو هم ډیره مینه ولرو او هغه باید تر هر چا راباندی ګران
وی . د قرآن مجید د آل عمران سورت یو دیرشم آیت داسی فرمایی : « ووایه ! که الله
تعالی درباندی ګران دی نو زما متابعت کوه چی پخپله به پر الله تعالی باندی ګران
سې » ( آل عمران : ۳۱ ) .
په همدې ډول رسول الله (ص) هم داسی فرمایلی دي : «
ستاسو څخه څوک تر هغه وخته مؤمن نه سي کېدای څو چی زه پر هغه
تر خپل پلار ، خپل اولاد او ټولو خلګو ګران نسم » ( صحیح بخاری : ۱۵ ؛
صحیح مسلم : ۴۴ ) .


نو څومره به ښه وی چی د اسلام غوښتنی او سپارښتنی په مخلصانه او
مسؤلانه ډول مراعات او عملی کړو او دا عملأ ثابته کړو چی تر قوم ، تر ژبی ، تر
اولاد ، تر مال ، تر مقام ، تر سمت ، تر ګوند ، تر دیموګراسي او تر هر څه رسول
الله (ص) ډیر راباندی ګران دی . خو متأسفانه تر کومه ځایه چی نن ګورو هیڅ دغسی نه
ده بلکی د مبارزې ستره برخه مو د پورتنیو ناپایداره ، فانی او محاله شیانو حصول
ته وقف کړې ده . همدا وجه ده چی ګټونکي نه بلکی بایلونکي یو .


الهی رحمت


روایت دی چی په بنی اسراییلو کی یو بت پرسته انسان پوره اتیا کاله
ټوله ورځ « یا صنم ـ یا صنم » وایه یعنی یا بت یا بت ، او خپل بت یې ننګاوه
.
یوه ورځ یې په غلطۍ سره وویل چی « یا صمد ـ یا صمد » چی دا د
الله تعالی یو نوم او صفت دی . بس په همدې سره الله تعالی ټول ګناهونه ور
معاف کړل او ویې بخښی .
ملایکو الله تعالی ته عرض وکړ چی یا الله
! ستا دغه بنده اتیا کاله شِرک کړی دی او ټول عمر یې یا بت یا بت ویلی
دی ، خو فقط یو وار یې خوله خطاوتله او د « صنم » پر ځای یې « صمد
» ووایه خو تا معاف کړ ؟
الله تعالی ورته وویل چی هغه همدا یو وار
زه په اخلاص او صداقت سره یاد کړم ، څنګه چی زه رحمن او رحیم یم نو
ځکه یې بخښم .


هو ، نن چی په دنیا کی هر ډول رحمت وینو ( که هغه د مور دی یا د
پلار ، که د خپلوانو دی که د مسلمانانو او ټولو انسانانو او مخلوقاتو ) دا ټوله د
الهی رحمت یوه کوچنۍ ذره یا یوه سلنه ده . الله تعالی دومره رحیم او کریم دی چی
فقط یوه حصه رحمت یې دنیا ته نازل کړی دی او متباقی ۹۹ حصې یې هغه دنیا ته ساتلي
دي . لوی الله فرمایی چی زما رحمت هر شی احاطه کوی (اعراف : ۱۵۶ ). حضرت فضیل بن
عیاض (رح) وایی چی په ښه صحت او ځوانۍ کی الهی خوف بهتر دی تر څو د ښه اعمالو
لپاره کوښښ وسی ، خو د کمزورۍ او ناروغۍ پر مهال بیا امید بهتر دی تر څو انسان د
الله د رحمت څخه مأیوس نسي . نو هیله ده چی موقع له لاسه ور نه کړو . ځکه اوس هم
ناوخته نه دی ، بلکی یوه صادقانه اراده او فیصله غواړي .


د
روژې نهمه تحفه


متدینو دوستانو ، څنګه چی په دې میاشت کی هر ښه عمل او هر عبادت
څو چنده عوض لری ، نو افسوس په هغه مسلمان چی دا میاشت د نورو ۱۱ میاشتو غوندی د
موسیقی په لیدو یا اورېدو ، د ناوړو ټلویزیونی چینلونو او پروګرامونو په لیدو او
یا هم د انټرنیټ د بد اخلاقه او حرامو خپرونو په لیدو ، قطعه بازیو ، قمار ، ګیم
او نورو خبایثو او مفاسدو سره ضایع کوی . که هوس دی نور دې بس دی ! نو دا هم
نهمه تحفه ، خو د فېسبوک پاڼو د محترمو چلونکو څخه احترامانه هیله ده چی د دې
تحفو د کومی برخی د اقتباس په صورت کی اصولأ د لیکوال اجازه باید واخلي، یا
اقلأ نوم یې ورسره ذکر کړی، والسلام ( ن . صمد،nsamad57@hotmail.com).


سپینه خبره


يو ځل حضرت عمر (رض) په منبر باندې خلکو ته وويل : که زه د لاری
څخه لږ کوږ سم تاسی څه راسره کوئ ؟ يو سړی په آخري صف کې راپورته سو او خپله توره
يې له تیګی راويستله او ويې ويل : په الله قسم که له لاری کوږ سوې نو په دې توره
به دی بيرته سم کړو .
عمر (رض) وويل : الحمد لله چی زما په ولس کی داسی څوک هم
سته چی که زه له لاری کوږ او منحرف سم ، بیرته می لاری ته سموي .
هو ، اسلامی
واکمن باید همداسی وی ، نه د نننیو واکمنانو غوندی چی په خوله خوږ او په زړه کوږ
وی ! یعنی دا چی په ظاهره ډیر مهربان وی خو په اصل کی ظالم او بې رحمه وی . نو
الله دی یې اصلاح او فلاح کړی .


دنیوي تخت


یوه ورځ بهلول شاهي ماڼۍ ته ننوت او هلته یې د هارون الرشید تخت
خالی ولیدی ، نو برابر ورغی او پر هغه کښېناست . دا مهال امنیتي کسان راغلل او
بهلول یې ټینګ وډباوه او په کشولو یې له تخته لاندی واچاوه او هلته لیری یې
وغورځاوه . بهلول هم ګوښه کښېناست او ژړل یې .
دا مهال خلیفه راغی او ویې لیده
چی بهلول ګوښه ناست دی او مسلسل ژاړی . د امنیتی کسانو څخه یې د هغه د ژړا او بد
حالت علت وپوښتیً . هغوی ورته وویل چی دغه لیونی راغی او ستاسو پر تخت کښېناستی
نو ځکه موږ وواهه . هارون رشید پر هغوی منت او قهر وکړ او ورغی بهلول یې
ونازاوه او دلاسا یې کړ .
بهلول ورته وویل چی اې هارونه ! زه د ځان پر حال
نه ژاړم بلکی ستا پر حال ژاړم . ځکه ، زه چی صرف څو ثانیې ستا پر تخت
کښېنستلم دا حال می دی چی په ډیرو وهلو یې تک شین کړم ، ته چی کلونه کلونه
پر هغه ناست یې څه حال به دی وی ! زه خو بندګانو ووهلم لاکن تا به الله
وهی ، نو ځکه د ځان غم وخوره .
هارون الرشید هم راغی او بهلول یې په
غیږ کی ونیوئ او ډیر یې وژړل او تر پخوا لا هم عادل سو . په رښتیا هم د
حدیث له مخی انصاف او عدالت د عبادت څخه غوره دی ، ځکه د عبادت ګټه
یوازی عابد ته رسیږی خو د انصاف ګټه هر عام او خاص ته رسیږي.


د
روژې اتمه تحفه


پوهانو ویلي دي چی د بدن غذا خوراک دی خو د روح غذا بیا عبادت دی
. نو ځکه روژه زړه او روح دواړه صفا کوی . روژه یو الهی
نعمت ، عبادت او امانت دی . نو الله تعالی موږ امتحانوي چی آیا په دې
امانت کی صادقان یو که خاینان ؟! الله تعالی فرمایی : « او چا چی زموږ
په لار کی جهد او محنت وکړ ، نو موږ به هم هرو مرو لار ور وښیو » (
عنکبوت ـ ۶۹ ) .
د فېسبوک پاڼو د محترمو چلونکو څخه هیله ده
چی د دې تحفو د کومی برخی د اقتباس په صورت کی اصولأ د لیکوال اجازه
باید واخلي، یا اقلأ نوم یې ورسره ذکر کړی، والسلام ، ( ن . صمد،
nsamad57@hotmail.com ).


شاه کیلی


یو ځوان کوم اوڅار شیخ ته ورغی او داسی یې ورته وویل : په ژوند کی
می درې قلفونه پیدا کړي دي او ستا څخه یې کیلۍ غواړم . شیخ ورته وویل چی دا کوم
قلفونه دي ؟ ځوان ورته وویل :
لومړنی قفل دا دی چی غواړم یو ښه واده وکړم
؛
دوهم قفل دا دی چی غواړم کار می ښه برکت پیدا کړی ؛
درېیم قفل دا دی چی
غواړم عاقبت می سم او ښه سی .
شیخ په نرمه لهجه ورته وویل چی :
د لومړني
قفل لپاره کیلي دا ده چی لمونځ پر خپل وخت کوه ؛
د دوهم قفل لپاره کیلی دا ده
چی لمونځ پر خپل وخت کوه ؛
د درېیم قفل لپاره کیلی دا ده چی لمونځ پر خپل
وخت کوه .
ځوان عرض وکړ چی آیا دا درې واړه قلفونه په همدې یوه کیلی
خلاصیږی ؟
شیخ ځواب ورکړ چی پر خپل وخت باندی د لمانځه ادا کول د ټولو
کامیابیو اساس یعنی « شاه کلید » دی .


یو کیلویی وزن


یو غریب او مسکین سړي په کور کی د خپلی میرمنی په مرسته ګوړه
جوړول او هغه به یې په ښار کی پر یو قناد باندی خرڅول او په دې ډول به یې د کور
ګذاره کوله . هغوی به ګوړه د یو کیلویي ګردۍ ټوټې په توګه جوړوله .
یوه ورځ
دکاندار د ګوړي پر وزن شکمن سو او ویې غوښته چی هغه په ترازو کی وتلي . کله چی یې
دا کار وکړ نو ویې لیده چی هره ټوټه یو کیلو نه بلکی ۹۰۰ ګرامه ده . ډیر وخښمېد
او کله چی سبا هغه مسکین راغی نو په لوړ ږغ او تونده لهجه یې ورته وویل چی نور
ستا څخه ګوړه نه رانیسم او بله ورځ زما دکان ته مه راځه . بیوزله سړي ورته
وویل چی خیر کړې ، څه خبره ده ؟ دکاندار ورته وویل چی ما پرون د ګوړي هره
ټوټه وزن کړه او هره یوه ۹۰۰ ګرامه وه . نو ځکه نور ستا څخه ګوړه نه رانیسم
.
سړي خپل سر کښته وځړاوه او کرار یې ورته وویل : صاحبه !
زه په کور کی وزن نه لرم بلکی ستا څخه می یو کیلو بوره رانیولې وه او
هغه د وزن ( یعنی کاڼی ) په حیث استعمالوم !
په دې سره دکاندار
شرمنده او سرځوړی سو او بخښنه یې وغوښته .


د
روژې اوومه تحفه


درنو لوستونکو ، روژه یوازی بدني محدودیت نه دی یعنی د خوړلو ،
څښلو او جماع څخه ډډه نه ده ، بلکی معنوی او اخلاقی اړخ هم لری چی هغه د زړه ،
دماغ او ژبی کنټرول دی . غیبت کول ، درواغ ویل ، سترګی او غوږونه د ناروا څخه نه
کنټرولول او د هر ډول حرامو څخه نه پر شا کیدل روژه خرابوی . حدیث دی چی : ځینی
کسان داسی روژه نیونکي وی چی د خپلو روژو څخه یې صرف لوږه په نصیب وی او بس . او
دا هم اوومه تحفه ، خو د فېسبوک پاڼو د محترمو چلونکو څخه هیله ده چی د دې تحفو
د کومی برخی د اقتباس په صورت کی اصولأ د لیکوال اجازه باید واخلي، یا اقلأ نوم
یې ورسره ذکر کړی، والسلام ، ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com).


د پروفیسور شکست


یو پروفیسور د خبرو پر مهال یو سړي ته وویل چی ولی علم او پوهه نه
حاصلوې ؟ هغه ورته وویل چی صاحبه ! د علم او پوهي کوم لنډیز او خلاصه چی سته ، هغه
می ټوله حاصل کړي دي . عالم ورڅخه وپوښتل چی د علم او پوهي خلاصه بیا څه شي ده ؟
سړي په عاجزۍ سره داسی ځواب ورکړ :
۱ ـ تر څو چی رښتیا ختم سوي نه وی ، درواغ
نه وایم ؛
۲ ـ تر څو چی حلال ختم سوي نه وی ، حرام ته لاس نه اچوم ؛
۳ ـ تر
څو چی د خپل ځان ( یعنی نفس ) تفتیش می پای ته نه وی رسولی ، د بل عیب نه لټوم
؛
۴ ـ تر څو چی د خدای د رزق خزانه ختم سوې نه وی ، د هیچا څخه یې نه غواړم
؛
۵ ـ او تر څو چی ګام می په جنت کی نه وی ایښیً ، د شیطان او تکبر څخه نه
غافل کیږم .
پروفیسور د دې معقول او مقنع ځواب اورېدو هک پک او پټه خوله کړ
او پسله څو ثانیو څخه یې هغه سړی په غیږ کی ټینګ ونیوی او ورته ویې ویل چی
اصلی عالم او پروفیسور خو همدا ته یې نه زه !


دا حقیقت دی چی په مال او دولت یوازی کتابونه تر لاسه کولای سو ،
نه علم . حضرت عیسی (ع) فرمایلی دي چی « تاسو په یوه وخت کی د الله او خپل نفس
دواړو رضا نسیً حاصلولای .» نو هیله ده چی اول صحیح او ګټور علم حاصل کړو ، بیا
هغه پر ځان عملی کړو او بیا یې بل ته سوغات کړو. دنیوي او اخروي بری په همدې کی
نغښتی دی .


وړه مګر درنه خبره


انسان تل د مرګ څخه ځغلی او تښتی . د ناروغیو څخه ځان ساتی او که
مریض سی نو تر وسه وسه خپل علاج کوی څو د مړینی ښکار نسي . لاکن موږ او تاسو همیشه
ګورو چی تقریبأ هر انسان د دې برخلاف له دوږخه د نجات لپاره دومره زحمت او مشقت
نه زغمی څومره چی له مرګه یې د خلاصون لپاره کوی .


نو که څوک له دوږخه د تیښتی ښه تدبیر وکړی کېدای سی د هغه څخه
نجات ومومی . موږ او تاسو چی د کوم مرګ څخه د ژوند له پیله تر پایه ځغلو او ورڅخه
تښتو ، قطعأ ترې خلاصېدای نه سو . ژر یا وروسته مو اجل په خپلو مضبوطو منګلو کی
راګیروي او د دې روښانه او پراخي دنیا څخه مو یو تنګ او تیاره ګور ته وړي .
نو
غوره او بهتره دا ده چی د مرګ څخه د فرار پر ځای د جهنم څخه د فرار تدبیر وسنجوو
. داسی نه چی مرګ هم راته راسي او د دوږخ څخه د نجات
لپاره مو لمن هم خالی وی . بیا به څه کوو ؟


حضرت ابوبکر صدیق (رض) څه ښه فرمایلی دي : « داسی مرګ وغواړه چی
ژوند درکړی » ! نو همدا علت دی چی اوس لا ښه موقع او فرصت لرو یعنی : نن د عمل ورځ
ده بېله حسابه ، خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله !


د
روژې شپږمه تحفه


رسول الله (ص) فرمایی : « څوک چی د الله لپاره یوه روژه ونیسی ،
نو الله یې د اویا کلونو په اندازه د دوږخ له اوره لیری کوی » . نو څومره به ښه وی
چی د هغه ذات امر عملأ ومنو چی ژوند او هر هغه څه چی همدا نن یې لرو ، راکړي دي !
او دا هم شپږمه تحفه ؛ خو د فېسبوک پاڼو د محترمو چلونکو
څخه هیله ده چی که په خپلو فېس بوک پاڼو کی د دې تحفو کومه برخه اقتباس
کوی ، نو اصولأ د لیکوال اجازه باید واخلي، یا نوم یې ذکر کړی،
والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).


موسیقی حلاله ده که
حرامه؟


حضرت عبدالله بن عباس (رض) ته یو چا داسی وویل : ساز او سرود (
یعنی موسیقی ) حلاله ده که حرامه ؟
حضرت ابن عباس (رض)
ورته وویل چی زه حرام صرف هغه شي ته وایم چی قرآنکریم حرام بللی وی .
هغه کس ورته وویل چی نو آیا حلاه ده ؟ ابن عباس (رض) ورته وویل چی زه
حلال صرف هغه شي ته وایم چی قرآنکریم حلال بللی وی . وروسته یې د هغه
کس مخ ته وکتل چی حیران و او غوڅه فیصله یې نسوه کولای .
دا
مهال حضرت عبدالله ابن عباس (رض) ورڅخه وپوښتل چی ستا څه ګومان دی
کله چی د قیامت په ورځ حق او باطل سره بیل سی ، نو موسیقی به د حق په
خوا کی وی که د باطل ؟ هغه نفر ځواب ورکړ چی د باطل په خوا کی به وی
.
حضرت عبدالله بن عباس (رض) ورته وویل : بس ځه ، خپل ځان ته
دی فتوا ورکړه .
دا لا څه ، رسول الله (ص) صریحأ فرمایلی دي
چی : « زما په امت کی به ځینی داسی کسان هم وی چی زنا ، ورېښم ،
شراب او د موسیقي آلات به حلال وبولی » ( صحیح بخاری ، الاشربة ، باب
ماجا‌ء فیمن یستحل الخمر و یسمیه بغیر اسمه ، حدیث نمبر ۵۵۹۰ ).
دلته رسول الله (ص) د موسیقي آلات د خطرناکو ګناهونو په قطار کی
ذکر کړل لکه زنا او شراب ! او ځکه نو هر ډول پلمه او حیله بندوي
.


اصلی بریالیتوب


په هغه خونه یا اطاق کی چی موږ او تاسی هره ورځ اوسیږو ، د
کامیابۍ لږ تر لږه اته مهم رازونه نغښتی دي چی په لږ توجه سره حاصلېدای سی :
۱
ـ خونه راته وایی چی لوړ امید ولره !
۲ ـ پنکه ( باد پکه ) وایی چی د سړې
سینې څښتن اوسه !
۳ ـ ساعت وایی چی هره دقیقه ، آن هره ثانیه ډیره قیمتي ده
!
۴ ـ هینداره وایی چی نور هم بهتر اوسه !
۵ ـ کړکۍ
وایی چی دنیا وګوره !
۶ ـ جنتري وایی چی نننیً او چمتو اوسه
!
۷ ـ دروازه وایی چی د موقع څخه ګټه واخله !
۸ ـ بستر وایی
چی دا ټول چټیات دي ، په هیڅ شي کی هم رﺉ مه واهه ، راځه پرېوزه ،
استراحت بهترین شی دی ، کرار او بېغمه بیده سه !


هو ، که موږ او تاسو ښه ځیر سو په رښتیا هم همداسی ده . پورتني
انتباهی برداشتونه زموږ د ورځني ژوندانه ترخه حقایق جوړوی . زموږ ژوند بیلابیلو
فانی او دنیوي خنډونو په خپل جال کی را ګیر کړی دی خو که مو اراده او قرینه مثبته
وی نو کامیاب او فعال به یو ، که نه عاطل او باطل به یو او خپلی نیمګرتیاوی به پر
بل تاوانوو . لقمان حکیم ویلی دي چی « د ستونزو څخه مه بیریږه ، ځکه چی ستوري په
تیاره کی ځلیږی » . نو هیله ده چی خپل شاوخوا هر شی او هره پدیده مثبت وارزوو او
برئ پکښی ولټوو .


د
روژې پنځمه تحفه


عزتمنو لوستونکو ، په یو قدسي حدیث کی داسی راغلي دي « الله تعالی
فرمایی چی د انسان ټول اعمال د هغه لپاره دي ، خو روژه زما لپاره ده او زه یې اجر
ورکوم . روژه د ګناهونو مخه نیسی . نو څوک چی روژه ولری باید له بد ویلو ، چیغو
نارو او جاهلانه اعمالو څخه ځان وساتی . که څوک ښکنځل ورته وکړی ، یا جنګ ورسره
کوی ، ځواب دې نه ورکوی بلکی دوه ځله دې ووایی چی زما روژه ده . » او دا هم پنځمه
تحفه ؛ خو د فېسبوک پاڼو د محترمو چلونکو څخه هیله ده چی که په خپلو فېس بوک
پاڼو کی د دې تحفو کومه برخه اقتباس کوی ، نو اصولأ د لیکوال اجازه باید واخلي
یا اقلأ نوم یې ورسره ذکر کړی، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com).


مسلمان شپږ بیری لری


علمأ وایی چی یو مسلمان شپږ ډوله بیری لری چی دا دي :
لومړی ـ
د الله تعالی څخه بیره چی د ایمان شتمني ترې وانخلی ؛
دوهم ـ د ملک الموت (
عزرایل علیه السلام ) بیره چی روح یې قبض نکړی ؛
درېیم ـ
د دنیا بیره چی د آخرت څخه یې غافل نکړی ؛
څلورم ـ د شیطان بیره چی په
دام کی یې راګیر نکړی ؛
پنځم ـ د ښځی او کوچنیانو بیره چی الله
تعالی ترې هیر نکړی ؛
شپږم ـ د ملایکو بیره چی ګناهوی یې و نه لیکی
.


هو ، رسول الله (ص) فرمایلی دي چی « مسلمان له مرګه نه بیریږی »
دا ځکه چی هغه په نیکیو او ښه اعمالو بوخت وی نو ځکه ډاډه
او اسوده وی . مګر ځکه بیریږی هسی نه چی د ناوړه ګناه مرتکب نسی چی
له امله به یې هر څه ضایع او برباد سی . همدا علت دی چی پورتنۍ شپږ
ډوله بیری د واقعی او نیک عمله مسلمان وی . بد عمله او ګنهکار انسان
خو بېله دې هم په بدیو او ګناهونو کی مصروف وی او ځکه نو نه له
خدایه بیریږی ، نه له عزرایله ، نه له دنیا ، نه له شیطانه ، نه د
کورنۍ او ماشومانو له افراطی محبته ، او نه هم د ملایکو لخوا د ده د
ګناهونو د لیکلو څخه بیریږی بلکی لګیا وی خپل ګناهونه پسی ډیروی
. دغسی انسان ( که څه هم په نوم به مسلمان وی ) اصلأ ګمراه ،
بدراه ، او تباه دی خو نه پوهیږی ؛ که پوهیږی او خپل ګناهونه نه
پریږدی نو فاسق او منافق دی . پس الله دی یې اصلاح او فلاح کړی
.


د خدای (ج) او پیغمبر
استدلال


حضرت عبدالله بن سلام (رض) فرمایی چی : یو وخت کوم پیغمبر د الله
سبحان و تعالی په دربار کی د خپلو مصیبتونو څخه شکایت وکړ . نو الله (ج) داسی ورته
وفرمایل :
تر څو پوری زما څخه شکایت کوې ؟ زه ستا د شکایت او مذمت سزاوار نه
یم . د خلقت په ورځ ستا لپاره همدا لیکل سوي وو . نو ولی زما د عالی نظم او
ترتیب څخه ناراضه یې ؟ آیا ته غواړې چی صرف ستا په خاطر دنیا او د لوح محفوظ
لیکني تغییر کړم ؟ ستا د غوښتنی سره سم رفتار وکړم ؟ او د خپلی غوښتنی مطابق
رفتار ونکړم ؟ آیا هغسی چی ته یې غواړې باید وسي ، خو هغسی چی زه یې غواړم
باید ونسي ؟ په خپل نفس می قسم چی که په دې باره کی بیا شکایت وکړې ، نو د
نبوت څخه دې محروم کوم او په دوږخ کی دې اچوم او له دې کاره باک هم نه
لرم .
نو هغه و چی پیغمبر د الله تعالی لپاره پر سجده پرېووت او
په ژړاوو ، زاریو ، دعاوو او استغفار یې پیل وکړ .


هو ، چی د نبیانو او رسولانو دا حال و ، نو د یوویشتمی پیړۍ د
مسلمانانو به څه حال وی ؟! نن موږ عملأ ګورو چی ډیرئ کسان د خدای (ج) په اراده
او فیصله کی هم د مداخلې کوښښ کوی آن خبره کله کله کفر ته رسوي . دغسی کسان
انتقاد کوی چی خدای ولی دغسی یا هغسی کوی ، یا ولی دغسی یا هغسی نه ده…. حال دا
چی الله تعالی هر څه په خپله اراده او فیصله سره کوی او په هر څه کی خپل حکمت
لری خو موږ نه پوهیږو . یوه انتباهی قصه را په یاد سوه : یو سړی د بایزید
بُسطامی (رح) حضور ته ورغی او داسی شکایت یې وکړ : زما عیال ډیر او عاید می لږ
دی . نه پوهیږم چی څه وکړم . که تاسی څه وکړای سیً نو ښه به وی .
بسطامی
(رح) ورته وفرمایل چی : د خپل کور هغه اعضاوی له کوره وشړه
چی ستا په خیال د هغوی رزق زه ورکوم ، او هغه اعضاوی پریږده چی رزق یې
الله (ج) ورکوی ، او همدا یې ښه چاره ده .
په دې عالمانه خبره
او پوهوَنه سره د هغه سړي سر خلاص سو او نور یې د دغسی شکایتونو او د
خدای په اراده کی د مداخلې څخه ډډه وکړه .
نو الله دی هر
مسلمان ، منجمله افغان د ناشکرۍ ، ناقرارۍ او نافرمانۍ څخه وساتی او
مبتلا کسانو ته دی د صبر توفیق ورکړی ، آمین .


د
روژې څلورمه تحفه


ګرانو دوستانو ، دا ثابت حقیقت دی چی الله تعالی بې حده کریم او
رحیم دی ، خو د روژې په میاشت کی یې ځینی ضروري حلال حرام کړی دي ! یعنی د سهار د
اذان څخه د ماښام تر آذانه یې خوراک، څښاک او جماع حرام کړی دي چی خپله فلسفه لری
. په دې میاشت کی شیطان تړلی او د جنت دروازې خلاصی دي
. نفل، د فرضو اهمیت او درجه لری….. نو څومره به ښه وی چی الهی
تقاضا مخلصانه او صادقانه مراعات کړو . او دا هم څلورمه تحفه ،
خو د فېسبوک پاڼو د محترمو چلونکو څخه هیله ده چی که په خپلو فېس
بوک پاڼو کی د دې تحفو کومه برخه اقتباس کوی ، نو اصولأ د لیکوال
اجازه باید واخلي یا اقلأ نوم یې ورسره ذکر کړی، والسلام ( ن . صمد،
nsamad57@hotmail.com).


سپي ته لاره ورکول


روایت دی چی یوه ورځ بایزید بُسطامی (رح) د خپلو ارادتمندانو سره
په یوه تنګه کوڅه کی تیرېدئ چی مخامخ یو سپی د دوی پر خوا راغی . دا مهال حضرت
بسطامی او مریدانو یې هغه ته لار ورکړه او سپی هم آرام تیر سو . یو مرید یې داسی
ورڅخه وپوښتل : حضرته! څنګه چی الله تعالی انسان اشرف المخلوقات پیدا کړی دی نو
بیا تا ولی هغه سپي ته لاره پریښودله ؟ د دې څخه داسی احساس کیږی چی سپی پر موږ
باندی لومړیتوب او برتري لری حال دا چی دغه عمل د عقل او شرعیت دواړو خلاف دی
.
حضرت بسطامی (رح) په ځواب کی ورته وویل چی دغه سپي
زما څخه پوښتنه وکړه چی زه یې له ازله سپی او ته یې سلطان العارفین
ولی خلق کړی یې ؟ او په دې کی زما ګناه او نیمکړتیا څه ده خو ستا
ښه والی او فضیلت څه دی ؟
نو ما په دې عقیده لار ورکړه چی ما
ته په رښتیا هم الله تعالی څومره پیرزوینه او ښېګڼه عطا کړې ده .


هو ګرانه لوستونکې ، انسان خو له شکه وتلی اشرف المخلوقات دی ، نو
ښه به دا وی چی د اشرف المخلوقات خصایص او امتیازات هم له ځانه وښیی . یعنی ځانګړی
عمل ، رښتینی خدمت ، عالی احساس او عواطف ولری تر څو خپل عالی شرافت ، حیثیت او
منفعت عملأ ثابت کړی . دا چی حضرت بسطامی (رح) سپي ته لار ورکړه ، پورتني ټول
انسانی اوصاف یې عملأ په اثبات ورسول .
دا لا څه ، حضرت خواجه حسن بصری (رح)
فرمایی چی « د قناعت سبق د سپي څخه زده کړه . تا به
معمولأ لیدلی وی چی کله بازاري سپیان ښکاري سپیانو ته غاپی ، هغه اصلأ
داسی ورته وایی چی اې بېچاره ګانو ! څنګه چی د عالی او خوندورو
خوړو هوس مو وکړ ، نو ځکه په ځنځیر هم وتړل سوئ . که تاسو په وچه
ګوله او بې خونده خوړو قناعت کولای ، نو تاسو به هم زموږ غوندی د آزادۍ
ژوند لرلای . »
هو ، ښایی همدا علت به هم و چی حضرت بُسطامی
(رح) سپي ته لاره ورکړه او په دې عمل سره یې خپل انسانی کرامت ،
شرافت او نجابت وښود .


د توبې توفیق


د دخش په سيمه کي يو مشر اوسېدﺉ چي دعبادت او رياضت لار يې غوره
کړې وه . هغه د کچکول او توبرې ملنګ نه بلکي يوازي يو آزاد شخص و . د فيض او رحمت
دروازې ورته پرانستي او پاته ټولي يې د ځان لپاره بندي کړي وې .
يو بې حيا سړي
تور پرې پوري کړ چي : « عبادت يې يوازي او يوازي د فريب او دوکې لپاره دی ، د
اوداسه پر مهال داسی خوله پريمنځې لکه پشي چی د موږک له خوړلو وروسته خوله پاکوي
.
د معرفت څخه ناخبره ، مينځ يې خالي او عبادت يې د
ريا لپاره دی. په بې ځايه خبرو يې خلک تېرايستلي او د صوفيانو په رنګ
يې ځان رنګ کړی دى .»
عارف چي د هغه خبري واورېدلې ، خدای ته
يې فریاد وکړ : یا الله ! که هغه سړی غلط وايی نو د توبې توفيق
ورکړه ، او که ريښتونی وي ، بيا ما ته د توبې کولو همت راکړه تر څو
آخرت می خراب نه سي .


هو ، الله تعالی دی هر مسلمان ته د تهمت ، غیبت ، چغلۍ او پس ګویی
څخه نجات ورکړی تر څو ځان او جهان په مصیبت مبتلا نکړی . او هر مسلمان ، منجمله هر
افغان ته دی الله د دخش د دغه متقی عارف غوندی صبر ، حوصله او زغم عطا کړی تر څو
خپلو مخالفانو او ناخوښه کسانو ته په خپله تبصره ، فېسبوک پاڼه او لیکنه کی پوچ
الفاظ او سپکي سپوری و نه وایی .


د
روژې درېیمه تحفه


درنو او معززو لوستونکو ، څنګه چی ژوند ډیر لنډ او فانی دی او د
سترګو په رپ کی درومی ، نو ښه به دا وی چی هغه څه وکړو چی لپاره یې دې دنیا ته
راغلي یو ؛ یعنی اطاعت او عبادت . او دا هم د نن درېیمه تحفه . خو د فېسبوک پاڼو د
محترمو چلونکو څخه هیله ده چی که په خپلو فېس بوک پاڼو کی د دې تحفو کومه برخه
اقتباس کوی ، نو اصولأ د لیکوال اجازه باید واخلي یا اقلأ نوم یې ورسره ذکر کړی،
والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).


د دنیا سره د محبت
زیان


روایت دی چی یوه ورځ موسی (ع) د یو داسی شخص څنګ ته تیر سو چی په
ډیره خضوع او خشوع سره یې لمونځ کاوه . موسی (ع) خدای ته عرض وکړ چی یا الله ! دغه
شخص څومره ښه لمونځ ادا کوی .
الله تعالی ورته وفرمایل : اې موسی ! که دغه
شخص آن په یوه شپه او ورځ کی زر رکعته هم ادا کړی ، زر غلامان هم آزاد کړی ، زر
د جنازې لمونځونه هم ادا کړی ، او یو زر حجونه هم وکړی بیا به هم د ده دغه
لمونځ تر هغه مهاله هیڅ ګټه ورته ونلری څو چی د خپل مال زکات ورنکړي . دا ځکه
چی د دنیا او دولت سره مینه د ټولو بدیو ریښه ده او د دنیا سره محبت د زکات
د نه ادا کولو څخه پیدا کیږی .
هو ، الله تعالی د هغه چا مرسته کوی چی
د نورو مرستندوی وی . یو مؤمن چی هر څونه مال او دولت خوښوی په هغه
اندازه یې ایمان کمزوره وی . الله تعالی په قرآن مجید کی په لسګونو واره
زکات د لمانځه سره یو ځای ذکر کوی یعنی دا چی زکات هم د لمانځه غوندی
حتمی او مهم بولی او ټینګار پر کوی ( مثلأ : البقره : ۱۱۰ ، ۲۷۷ ؛
النمل : ۳ ؛ الحج : ۷۸ ؛ لقمان : ۴ او ډیر نور ) . علما او مفسرین وایی
چی الله تعالی لمونځ او زکات ځکه یو ځای ذکر کوی چی لومړنی جسمانی او
دوهم مالی اهمیت لری ، یعنی دا چی لمونځ د بدن د اړونده ټولو اعمالو
او احکامو څخه مهم دی او زکات بیا د مال او دولت د اړونده ټولو
اعمالو او احکامو څخه مهم دی . حضرت عبدالله بن مسعود (رض) فرمایی چی
د لمانځه او زکات د مسلسل ګډ ذکر مطلب دا دی که څوک لمونځ وکړی
مګر زکات ورنکړی نو لمونځ یې نه قبلیږی . حضرت عبدالرحمن بن زید بن
اسلم (رح) فرمایی چی خدای تعالی د چا لمونځ تر هغه مهاله نه
قبلوی تر څو زکات یې نه وی ادا کړی . نو هیله ده چی اسلامی
احکام په مینه ، خوښۍ او صداقت سره ومنو او ځانونه عملأ مؤمنان
ثابت کړو .


د شیطان تښتېدل


په « درة الناصحین » کی یو حکایت وایی چی یو شخص په ځنګله کی روان
و چی پر لاري یو شیطان هم ورسره ملګری سو . د دې سفر پر مهال اړونده شخص د سهار ،
ماپښین ، مازیګر ، ماښام او ماخستن آن یو لمونځ هم ادا نکړ .
کله چی هغه د
څملاستلو او بیدیدلو اراده وکړه ، نو شیطان وغوښته چی وتښتی . هغه شخص ورڅخه
وپوښتل چی څه قصه ده او ولی تښتې ؟
شیطان ورته وویل چی ما د خدای صرف یوه
نافرماني وکړه او په هغه سره ملعون او لعین سوم ، خو تا نن پنځه واره د خدای
نافرماني وکړه او زه د خدای له غضبه بیریږم ، داسی نه چی الله ستا د دې لویو
ګناهونو له امله پر ما هم اضافه غضب نازل نکړي .
هو ، باید جدأ متوجه اوسو چی
الله تعالی انسانان د خپل عبادت لپاره خلق کړي دي او لمونځ د الهی عبادت اساس
دی . لمونځ عمل هم دی او عقیده هم ده . الله تعالی فرمایی : لمونځ
وکړه مخکی له دې چی تا ته لمونځ درکړه سی ( د جنازې ) . رسول الله (ص)
فرمایی چی « لمونځ د دین پایه ده .» نو که پایه یا ستون ونړول
سی ( یعنی لمونځ ونکړو ) معنی دا چی دین مو وران کړ . همدا علت
دی چی شیطان وغوښته چی د دغه بې لمانځه انسان څخه وتښتی تر څو د هغه
سره یو ځای دئ هم مغضوب نسی . نو هیله ده چی نور د ناحقه او بې دلیله
پلمو څخه ځانونه وژغورو . ځکه لمونځ په هر حالت کی فرض دی آن
که څوک ناروغ وی په ناسته یا پروته سره یې هم ادا کولای سي .
که د هیڅ حرکت وړ نه وی آن د سترګو په اشاره یې هم ادا کولای سي
، نو ځکه هیڅ ډول بهانه ، حیله او پلمه نسو جوړولای . حضرت
ابوبکر صدیق (رض) فرمایی : « تعجب کوم چی دا ضعیف انسان څنګه د
خورا قوي الله (ج) د نافرمانۍ جرأت کوی ؟! » . پس هیله ده چی
نور نو د غفلت له درانه خوبه راویښ سو او هغه څه وکړو چی له
پاره یې دې دنیا ته راغلي یو.


د
روژې دوهمه تحفه


معززو دوستانو ، نبوي حدیث دی « چی کله روژه راورسیږی نو شیطانان
بندي کیږی ، د دوږخ ټوله دروازې تړل کیږی خو د جنت ټوله دروازې خلاصیږی . ناره
کونکی ږغ کوی چی اې د خیر غوښتونکې ، مخته راسه او اې د بدۍ غوښتونکې ، پر شا سه .
دا کار هره ورځ جاری وی » . نو الله دې ټوله بدګڼی
نابود او ښیګڼې موجود کړی . او دا هم د دوهمی روژې لپاره دوهمه تحفه
، خو د فېسبوک پاڼو د محترمو چلونکو څخه هیله ده چی که په خپلو فېس
بوک پاڼو کی د دې تحفو کومه برخه اقتباس کوی ، نو اصولأ د لیکوال
اجازه باید واخلي یا اقلأ نوم یې ورسره ذکر کړی، والسلام ،
(
ن . صمد، nsamad57@hotmail.com
).


درې خطرناک اعمال


یو عالم ویلی دي چی درې شیان ډیر خطرناکه وبوله چی هر څه دی ګټلي
وی ، هغه محوه کوی :
لومړی ـ ژبه د تېغ څخه هم ډیره خطرناکه ده ؛
دوهم ـ نشه
د مار څخه هم ډیره خطرناکه ده ؛
درېیم ـ ګناه د زهرو څخه هم ډیره خطرناکه ده
.
هو ، په رښتیا هم دا درې واړه اعمال د انسان
ټولی نیکۍ ضایع کوی او په ټولنه آن خپله کورنۍ کی یې مطلقأ تجرید ،
سپک او بې دوسته کوی . الله تعالی د توبې دروازه د ځنکدن
(زکندن) تر وخته خلاصه پرې یښې ده . همدا اوس هم ناوخته نه دی .
څومره به ښه وی چی وخت او فرصت له لاسه ورنکړو .


درواغجن شخص


حاتم زاهد (رح) داسی فرمایلی دي :
۱ ـ هغه انسان چی د
پرهیزګارۍ څخه پرته د خدای د محبت ادعا وکړی درواغجن دی ؛
۲ ـ هغه انسان چی د
خدای په لاره کی د مال او دولت مصرفولو څخه پرته جنت ته د تللو اراده وکړی
درواغجن دی ؛
۳ ـ هغه انسان چی د رسول الله (ص) د سنت د پیروۍ څخه پرته د هغه
(ص) سره د مینی او محبت ادعا وکړی درواغجن دی ؛
۴
ـ هغه انسان چی د مسکینانو او فقیرانو سره د ناستی ولاړی څخه پرته د
لوړو درجو سره د مینی ادعا وکړی درواغجن دی .
هو ، څوک چی د
دین چاری هم په ریا او غلا سره مخته بیایی معنی دا چی غواړی خدای
تعالی خطاباسی ، خو اصلأ ځان پخپله خطاباسی . حضرت بایزید بُسطامی
(رح) فرمایلی دي : « دا هم یوه ګناه ده چی د ښه عمل څخه
پرته جنت غواړې » . په رښتیا هم نن اکثریت مسلمانان منجمله
افغانان د دین ښه مضبوطه ټېکه داري کوی ، چا ته نوبت نه ورکوی ، خوله
یې د ناحقه فتواوو او جیب یې د خودساخته ټاپو څخه ډک وی ، په ظاهره
ملا خو په زړه بلا وی ، د ظالم او فاسد یار او د مظلوم اغیار
وی…. فضیل بن عیاض (رح) د دغسی درواغجنو اشخاصو په هکله
فرمایی : « د قیامت په ورځ به الله تعالی ریاکارانو ته ووایی چی
ولاړ سیً د خپلو عملونو بدله د هغه چا څخه وغواړئ چی په دنیا کی مو
د هغو په وړاندی ځان ښودنه کوله » . نو الله دی دغسی ریاکاران او
درواغجنان اصلاح او فلاح کړی .


د
روژې لومړۍ تحفه


ګرانو دوستانو ، دا دی د تیرو څلورو کالو غوندی یو ځل بیا ستاسو د
روحانی او معلوماتی خدمت لپاره حاضر یم او د مبارکی روژې په دې له برکت ، رحمت او
مغفرت څخه ډکه میاشت کی به هره ورځ انشاالله یوه یوه تحفه درته وړاندی کوم چی زما
د ناچاپه اثر ( اخلاقی کنایې ـ دوهم جلد ) څخه را اخیستل کیږی . د تیر کال تحفې
هم له همدې کتابه انتخاب سوي وې .


ښه ، د تیر کال روژه خو د سترګو په رپ کی ولاړه او بله دا ده
راغله . څومره ګران خپلوان ، دوستان ، ملګري او نا آشنا کسان سږ کال نسته او تر
تورو خاورو لاندی دي !؟ آیا د دې ضمانت سته چی موږ او تاسو به روانه روژه پوره
کړو ؟ آیا راتلونکې روژه به ژوندي یو ؟ آیا دا به مو وروستۍ روژه نه وی ؟ څوک
پوهیږی او څوک یې ضمانت کولای سی ؟ نو راځی چی دا ثابته کړو چی موږ د نفس
محکوم نه بلکی د نفس حاکم یو .
د روژې مبارکه میاشت درې لسیزی لری چی
لومړنۍ یې د رحمت ، دوهمه یې د مغفرت او درېیمه یې له اوره د نجات لسیزه ده
. څنګه چی نن د رحمت د لسیزی لومړۍ ورځ ده نو باید
له خدایه رحمت وغواړو .
ضروري یادوَنه : د فېسبوک پاڼو د
محترمو چلونکو څخه احترامانه هیله ده چی که په خپلو فېس بوک پاڼو کی د
دې تحفو کومه برخه اقتباس کوي ، نو اصولأ د لیکوال اجازه او
موافقه باید واخلي یا اقلأ د لیکوال نوم ورسره ذکر کړی، والسلام ،
( ن . صمد nsamad57@hotmail.com).


له خدایه د موسی (ع)
استدعا


وایی چی یوه ورځ موسی (ع) الله جل جلاله ته عرض وکړ چی یا الله ! څونه به ښه وای
چی څلور شیان وای او څلور نه وای :
لومړی ـ ژوند وای خو مرګ نه وای ؛
دوهم
ـ جنت وای خو دوږخ نه وای ؛
درېیم ـ دولت وای خو غربت نه وای ؛
څلورم ـ صحت
وای خو ناروغي نه وای .
د الله (ج) له خوا وحی راغله چی اې موسی !
که مرګ
نه وای نو زما دیدار به هم نه وای ؛
که دوږخ نه وای زما د عذاب ډار به هم نه
وای ؛
که غربت نه وای زما د شکر ادا کول به هم نه وای ؛
که مریضي نه وای
نو زما یادول او بلل به هم نه وای .
په رښتیا چی الله تعالی موږ بې مقصده
او ناحقه نه یو پیدا کړي بلکی د هغه ذات د عبادت ، ثنا ، ذکر ، یاد او تسبیح
لپاره یې خلق کړي یو ( الذاریات : ۵۶ ؛ طه : ۱۲۴ ) ، او نوری ټولی چاری ثانوي
دي. نو ښه به دا وی چی هغه څه وکړو چی لپاره یې دې دنیا ته راغلي یو ، یعنی
اجباري اول او اختیاري دوهم !


ځانته ښکنځل کول


رسول الله (ص) وفرمایل :
خپل مور او پلار ته ښکنځل د کبیره ګناهونو څخه دي
.
اصحابو عرض وکړ : یا رسول الله (ص) ! آیا څوک
خپل مور او پلار ته ښکنځل کولای سی ؟
ویې فرمایل : هر څوک چی د
نورو مور او پلار ته ښکنځل کوی ، نو هغه د ده مور او پلار ته
ښکنځل کوی ( صحیح بخاری او صحیح مسلم ) .
هو ، په رښتیا هم د
بل سپکول اصلأ د ځان سپکاوی دی . د نبی کریم (ص) هر حدیث د
دنیا او عقبا د بریالیتوبونو اصلی کیلي ( شاه کلید ) بلل کیږی .
نو څومره به ښه وی چی د رسول الله (ص) په هر حدیث باندی عمل
وکړو تر څو دنیوي او اخروي بری مو په برخه وی . حضرت عثمان
(رض) فرمایلی دي چی د ژبی ښوېدل د پښو تر ښوېدلو زیات خطرناک وی .
امام غزالی (رح) وایی چی د انسان بهترین بریالیتوب دا دی چی پر
خپله ژبه او خپل زړه کنټرول ولری . نو الله دی ټولو مسلمانانو
، منجمله افغانانو ته همداسی توفیق ورکړی چی یو بل ( خپل
مخالف ) ته سپکي سپوری و نه وایی ، پوچ الفاظ و نه کاروي او
ښکنځل ونکړي بلکی زړه او ژبه دواړه کنټرل کړی .



د روژې سوغات نومي لړۍ د وروستیو کلونو پر لیکه برخي لاندي
لوستلائ سئ :