کور / تازه خبرونه / پاکستان: میرعلي کې ۱۱ طالبان وژل شوي

پاکستان: میرعلي کې ۱۱ طالبان وژل شوي

اسلام ابا دبي بي سي دخبرله مخې د پاکستان پوځ وايي چې د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې یې د طالبانو د یوه قوماندان په ګډون ۱۱ طالبان وژلي دي.پوځ وايي چې د طالبانو شپږ پناه ځایونه هم له مینځه وړل شوي دي.د پاکستان پوځ وايي له پوځي عملیاتو دمخه یې د سیمې اوسیدونکي له سیمې ایستلي وو او په بیا بیا اعلانونه کوي چې خلک دې له سیمې ووځي.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې میري عارف په واشنګټن کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې امریکا په شمالي وزیرستان کې د سخت دریځو پرضد د پوځي عملیاتو ملاتړ کوي.نوموړې ویلي چې امریکا تل د ښې حکومتولې په برخه کې د پاکستان ملاتړ کړی دی.په همدې حال کې امریکا وايي چې په شمالي وزیرستان کې د طالبانو پرضد پوځي عملیات په خپله د پاکستان په مشرۍ ترسره کېږي.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو له امله په لسګونه زره کسان له خپلو کورونو بې ځایه شوي چې امریکا یې په اړه پوره معلومات لري.هغه وویل موږ ګومان کوو چې د پاکستان حکومت له بي ځایه شویو کډوالو سره د مرستې په خاطر له نړیوالو خیریه ادارو سره ګډ کار کوي.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا امریکا نه یوازې د ترهګرۍ پرضد په جګړه کې بلکې د ښوونې او روزنې او ټولنیزو برخو کې هم له پاکستان سره مرستې کوي.دوه اوونۍ کېږي چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو پرضد د پوځ له خوا پوځي عملیات پیل شوي دي.د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنري یو اېن اېچ سي آر وايي شاوخوا ۶۵ زره کډوال د پاکستان له قبایلي سیمې شمالي وزیرستان څخه د افغانستان سویل ختیځ ولایت خوست ته کډه شوي دي.دغه کورنۍ چې شمېر یې څه باندې نهه زرو ته رسیږي، په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له کبله خپلو سیمو پرېښودو ته اړې شوي.یو این ایچ سي آر وايي په تېرو دوه اوونیو کې د دغو کورنیو له لسو کلونو کم عمره شاوخوا شل زره ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورکړل شوی دی.ولسمشر حامد کرزي هم له شتمنو او خیریه ټولنو غوښتي چې له وزیرستاني کډوالو سره مرسته وکړي.