سویل:ټاکنیزي لانجې اود سوداګرو اندیښنې
ټاکنیزو لانجو د جنوبي ولایتونو سوداګر اندیښمن کړي دي
دغه سوداګر وايې د ټاکنیزو لانجو له امله يې کارونه په ټپه دریدلي دي او د زیان سره مخ دي
هغوۍ د ولسمشرۍ له نوماندانو په ټینګه غواړي چې نور د خلکو د اندېښنو لامل نه سي
ټاکنیزو لانجو د افغانانو د ژوند د نورو برخو تر څنګ په هېواد کې دننه پر تولیداتو او سوداګریزو چارو هم اغېز کړی دی.
د کندهار،هلمند،زابل او اروزګان ولایتونو سوداګر او د فابریکو مسئولین وايې ټاکنیزو لانجو يې کاروبار ته سخت زیان اړولي او ژر تر ژره ددې لانجو د پای ته د رسېدو غوښتنه کړې.
باید وویل سي،چي په جنوبي ولایتونو کي ددې سره سره خلګ د روژې په مياشت کي د خوراکي توکو د بیو د لوړوالي او د بریښنا د نشتون څخه هم سرټکوي او په دې برخه کي پر دولت د مرستي ږغ کوي