څلور د چیک جمهوریت پوځیان ووژل سول
رویټر او نور خارجی خبري آژانسونه راپور ورکوی چی طالبانو د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په قلندرخیلو کی په یو سرتیری برید سره څلور بهرني پوځیان ووژل . خو په پراګ کی د دفاع وزارت اعلان وکړ چی هغوی څلور واړه د چیک جمهوریت پوځیان وو او پنځم یې سخت زخمي دی .
د پروان د والی ویاند ( وحید صدیقی ) وویل چی په دې غافلګیره حمله کی لس ملکی انسانان ، دوه پولیس او څلور بهرني پوځیان وژل سوي دي . خو د دې ولایت د پولیسو یو لوړ مقام ( ضیا الرحمن سیدخیلی ) وایی چی اصلأ شپږ بهرني پوځیان وژل سوي دي .
بلخوا ذبیح الله مجاهد رسنیو ته وویل چی د ملکی خلکو تلفات ځکه درواغ دی چی بهرني پوځیان د عملیاتو پر مهال ملکی خلک ځانو ته نږدې نه پریږدی . ده زیاته کړه چی حمله کونکی ( عبدالله غزنوي ) نومېدئ چی په یو خاص تاکتیک سره یې ځان بهرنیو پوځیانو ته ورساوه .
چیک جمهوریت په افغانستان کی د پنځوس زره بهرنیو پوځیانو د جملې څخه ۲۵۰ پوځیان لری.