کور / شعر / بې مقدمې قام

بې مقدمې قام

حالات بدل دي
اوس څوک زموږ لاسونه تر شا نه راتړي
اوس څوک دا نه غواړي، راووځي له جېلونو تابوتونه زموږ
د جېل په منځ کې د چنار ونه زموږ په نوم نور نه نوموي
دا حماقت يې کله کړی و خو نور يې نه کړي
له موږه نه جوړوي دوی نور هيڅ بې هيڅه اتلان د ولس
زموږ پر ماتو پښتۍ نه غواړي چې جوړې شي سندرې نورې
له موږه دوی ته اوس خطر نشته، هيڅ ويره نشته
ځکه چې اوس زموږ پر خوله د قام خبره نشته
پنجاب دښمن ګڼل، پردی ګڼل، ناولی ګڼل
هغه دعوه، مقدمه مو اوس له سره نشته
دوی زموږ زمکه غواړي، زمکې ته تګ لاره يې
د بم په خوله کې ځي، د بم په لړمانه کې وځي
دا لار راپرې شي له پنجابه، بيا پوره په پښتانه کې وځي
۱۱ جولايي، ۲۰۱۴