کور / تازه خبرونه / پربې وزله کورنيو خوراکي توکي وويشل شول

پربې وزله کورنيو خوراکي توکي وويشل شول

پېښور:په خيبر پښتونخوا کې پر پنځلس سوه پاکستاني معذورو او بې وزله کورنيو خوراکي توکي وويشل شول د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کمېټې د ميزان فاونډېشن، پاکستان بلنډ ايسوسي ايشن او الخدمت سره په همغږۍ پر پنځلس سوه بې وزله او مستحقه کورنيو پنځلس سوه کارتنه خوراکي مواد ورکړل . د ميزان فاونډېشن سره په همغږۍ د دله زاک روډ حديبيه سکول کې په پنځه سوه کورنيو، او د پاکستاني بلنډ ايسوسي ايشن سره په همغږۍ په پنځه سوه کورنيو او د الخدمت سره په همغږۍ په پنځه سوه کورنيو په شايان شادي هال کې مرستې وويشل شوې. د يادونې وړ ده چې نوموړې (68250)کيلو د خوراکي توکو مرستې د (عبدالله ريليف کمپائن فار پاکستاني پيپل) لخوا رالېږل شوې وې چې د جولايې د مياشت په اوومه،اتمه او نهمه نېټه چې د دوشنبې، سه شنبې او چهار شنبې ورځو سره سمون خوري پرپاکستانيو بې وزله کورنيو وويشل شوې.د مرستو د ويش پر مهال د ميزان انټرنيشنل، پاکستان بلنډ ايسوسی ايشن او الخدمت فاونډېشن مشرانو د سعودي عربستان او ولس څخه د زړه له کومې مننه وکړه او د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کمېټې مدير ښاغلي عبدالله خان ورته ډاډ ورکړ چې په خپلو مرستو کې به نوموړو سره هره ممکنه مرستې ته دوام ورکوي