کور / تازه خبرونه / پاکستان عدنان رشید نيولى دى

پاکستان عدنان رشید نيولى دى

اسلام اباد:پاکستان دطالبانو مهم قوماندان عدنان رشید نيولى دى عدنان رشید په شمالي وزیرستان کې د پوځ په بمباریو کې ټپي شوی ؤ او د جنوبي وزیرستان په شاکۍ سیمه کې ونیول شو . دنیا ورځپاڼه وايي پوځ رشید له نیولو وروسته په یوه پوځي چورلکه کې نامعلوم ځای ته ليږد ولى دى. عدنان رشيد، چې د پاکستان د پوځ پخوانى افسر دى، څو کاله مخکې يې په پوځ کې دنده پرېښوده او د طالبانو له ليکو سره يو ځاى شو. نوموړى په ٢٠٠٤ کال زېږديز کال پر پخواني ولسمشر جنرال پروېز مشرف د بريد په تور ونيول شو او د خيبر پښتونخوا ايالت په دېره اسماعيل زندان کې بندي و.