په هنگوکې چاودنه شوې

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | جولای 17th, 2014


پېښور:د هنګو په دروړۍ بانډه کې د زرگري سړک پر غاړه بمي چاودنه شوې چې له امله ، د څلور ماشومانو په گډون شپږ تنه ځای پر ځای وژل شوي دي.پولیس وايي، د پېښې اغيزمن کسان یې د هنگو لوی روغتون ته رسول شوي دي.د هنگو مشر چارواکې ډی پي او انور کنډي وویل چې په یوه چاودنه پسې بله وشوه چې پکې ولسي وګړو ته یې زیان اړولی دی.، په لومړۍ چاودنه کې یو کس ټپي شوی وو او نور ټول په دویمه چاودنه کې ټپيان شول.د پیښې پړه لا چا پر خپل سر نه ده اخیستې.

Copyright Larawbar 2007-2024