کور / تازه خبرونه / امريكا او روسيه د ويشتل سوي الوتكي پړه پر يو بل اچوي

امريكا او روسيه د ويشتل سوي الوتكي پړه پر يو بل اچوي

امريکايي څارګره اداره وايي د ماليزيا الوتکه په اوکراين کي د الوتکي ضد ميزايل
ويشتل سوې ده، خو ويشتونکي يې نه دي نومولي. د امريکا د کانګرس غړي ”اېلیوټ
اېنګل” د پيښي د اصلي لامل په باب د ترسره کېدونکي څېړني ترمخه تأيدوي چي روسیه په
دې پېښه کي لاس لري.  نوموړی د پيښي مسئولیت د روسيې پر جمهور ریس پوتین
وراچوي او داسي چلند د تروریزم یوه بڼه بولي.


روسيه وايي د ويشتل سوي الوتکي پر کرښه ۴۵ دقيقې وروسته د روسيې د جمهور ريس
ولادمير پوتين الوتکه تېرېدله چي د الوتکي رنګ او سرې و شنې کرښي يې ماليزيايي
الوتکي ته ورته دي. روسان وايي ممکن هدف د پوتين الوتکه ويشتل وه او په تېروتنه د
ماليزيا الوتکه ويشتل سوې وي.
په دې سره ښکاري چي غرب او روسيه اوس ددغي الوتکي
د لويدلو پړه پر يو بل تاوانوي.


د الوتکي توربکس په اوکراين کي د ماسكو پلوه دولتي وسله والو لاسته ورغلئ دئ. باور
کيږي چي پلټونکې ډله به د ”بلک باکس” په لوستلو او اورېدلو د موضوع حقيقت روښانه
کړي.
په دې الوتکه کي چي د روسيې سرحد ته نژدې د اوکراين د دونڅک په ليري پرته
کليواله سيمه کي راولوېده پکښي سپاره ټول ۲۹۸ کسان وژل سويدي.


اړوند سرلیکونه:
امستردام: د الوتکي رالوېدو له امله ۲۹۸
تنه له منځه تللي – ويډيو