هلمند : د ایساف په هوايي برید کي څلور وسله وال وژل سوي

اسدالله زړه سواند | جولای 23rd, 2014


د سويلي ولایت هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کي د ایساف ځواکونو په هوايي برید کي څلور طالب جنګيالي وژل سوي دي.

ددې سره په خوا کي د همدې ولايت په موسی کلا ولسوالۍ کي پولیسو څلور وسله وال ژوندي نيولي دي.

د هلمند والي محمد نعيم وايي، چي ایساف ځواکونو څلور وسله وال د بې پيلوټه الوتکي په برید کي وژلي دي.

هغه زياته کړه، چي په بريد کي د وژل سويو کسانو له ډلي يو يې د قاري سيدو په نوم قوماندان شامل دي، چي په ګرمسير ولسوالۍ کي يې دولت ضد فعالیتونه ترسره کول.

والي د یوه بل خبر له مخي وايي، چي د موسی کلا په ولسوالۍ کي يې تېره شپه د باغران لپاره ټاکل سوي ولسوال له دريو نورو ملګرو سره ژوندی نيولی دي.

هغه وايي، چي دغه تش په نوم ولسوال ملا اختر محمد د پولیسو په یوه کمين کي د ګڼو وسلو سره نيول سوی دی.

دا په داسي حال کي ده، چي د هلمند په څلورو ولسوالیو کي د تېري یوې مياشتي راهيسي جګړه روانه ده.

ددغې جګړې د غځېدو له امله تېره اوونۍ ددغه ولايت امنیه قوماندان او د امنيت امر له دندو ګوښه سول.

Copyright Larawbar 2007-2024