طالبان وايي په ننګرهار او کاپيسا کي يې امريکايان وژلي

د لراوبر اداره | جون 17th, 2008


لراوبر ته په د طالبانو له خوا په راليږل سوي خبر کي ذبيح الله / مجاهد وايي چي ددوی سرتيرو تيره شپه ، د ننګرهار ولايت د “اچين “ولسوالۍ مرکز ته څيرمه د امریکايي عسکرو پر قرارګاه مخامخ د سپکو او درندو وسلو بريد وکړ چي مخامخ جګړه رامنځته سوه او درې ساعته يې دوام وکړ  او وروسته ايتلافي ځواکونو له هوايي ځواک څخه هم کار واخيست .

ذبيح الله مجاهد وايي چي تيره شپه ، دکاپيسا ولايت د نجراب ولسوالۍ د “افغانيه  دره “په سيمه کې ددوی جنګياليو پر امريکايي عسکرو د يوه کمين په ترڅ کي بريد کړی دی چي له امله يې يو ټانک چي په راکيټ ويشتل سوی و له منځه تللی او په کي ناست ټول کسان يې وژل سوی دی . ذبيح الله مجاهد وايي چي تر بريد وروسته جګړه رامنځته سوه چي طالبانو ته پکي زيان اوښتی نه دی . د طالباب وياند ددې ادعاو په اړه تر اوسه د ايتيلافي ځواکونو يا دولت له خوا غبرګون نه دی ښودل سوی .

Copyright Larawbar 2007-2024