کور / کیسه / د اختر شپه

د اختر شپه

شپه ترنیمایی اوښتي وه ،په کورکي واړه اوزاړه ټول ویښ وه هرڅوک په یوکارلګیا وه ماشومانو چه نورکله به بیده وه نن شپه ټول ویښ وه ،سبا اختردی ،ماشومان نوی بوټونه څوځله په پښوکړه اوبیابه یی وایستل اوپه قوطي کی به یی واچول کله خوبه یی شورجوړکړ یوه به ویل چه زما بوټونه اوکالی ښایسته دی اوبل به ویل زما ، ماشومان اختروته ډیرخوشحاله وي ځکه چه داخترمبارکۍ به ټولوی اوبیابه دلوبو شیان په رانیسي اوزیات دهغوکسانو په فکرکي وي چه زیاتي پیسي ورکوي ، نجوني دمورپرشاوخوا راګرزیدلي وي اوپرلاسونو یی دنکریزو ګلان اچوله اوموریی دکالو په اتواخته وه اوپه دي چرتو کي وه چه که خدای وکړي چه سبا اختر نه شی ځکه دیر کارونه ورته پاته دي دمیلمه خونه یي نه ده پاکه کړي اوداختر وچي اولندي میوي جوړیده اواوډل یی نه دي کړي .
دبچیانو پلار دبرنډي به سرکی ناست ؤ اودږیری په اصلاح بوخت ؤ ،وړه قیچي یی پربریتو وګرزول په اصطلاح اجست یی ورسم کړ اودږیری نه یی سپین ویښتان لیری کړه ،همدي لحظه کي وریادسوه چه سرسایه یی نه ده ورکړي ، سبا باید سرسایه داختردلمانځه دمخه دمسجدملا ته ورکړي ،ځان ته یی قهرراغی چه نورکله به یی دوي ورځي دمخه داکارکاوه خیر سبا دخیره به یی دسهاردلمنځه پروخت ورکړی ، په فکرکي وروګرزیده چه کاشکی دا اختر هم دملګروسره به سفرتللۍ وای اوددي جنجالو څخه یی څو ورځي ځان لیری کړی وای ،څوکاله وړاندي یی داسي یوسفردرلود ،خواوس حالات بل ډول دي ،خوخوشحاله ؤ چه اختر لپاره یی دکورټول اړتیاوي پوره کړي دي .
کوڅه کي دماشومانوشوراو زوږ دتوپکو دډزوسره زیات سو ، معنی داچه سبا اختردی .
ددي کورد څنګ په واړه کورکي تیاره اوچوپتیا وه ، ټول ویده وه ،ماشوم دمور په غیږ کي په خواږه خوب ویده ؤ نه یی بوټونه وه نه یی کالي وه ،موریی هم همداسي په درانه خوب ویده وه نه داختر میوی وی اونه پتاسي چه په اخته سي ، سړی یی پردوکانچه بیده ؤ اودورځي دستړیا له وجي یی یونیم زګیروی دکورچوپتیا ماتوله .