د ایساف هوايي بريدونو په ژړۍ ولسوالۍ کي ۳۸ وسله وال وژلي

اسدالله زړه سواند | جولای 30th, 2014


د کندهار په لوېديځي ولسوالۍ ژړۍ د وسله والو او امنیتي ځواکونو تر منځ جګړه دریمي ورځي ته وغځېدل، خو نن پکښي ايساف ځواکونو مداخله وکړي.

دغه جګړه د کوچني اختر یوه ورځ وړاندي د ۲۵۰ وسله والو له لوري د هلمند د سنګين ولسوالۍ څخه د راغلو وسله والو مخالفينو له لوري د ژړۍ ولسوالۍ په څلورو مهمو کليو کي پيل سوې ده.

عيني شاهدان وايي، چي وسله وال مخالفين د نابلده څېرې لري، د ملي اردو د سرتېرو په شان يونيفورم يې تن او پټ مخونه ګرځي.

دوي وايي، چي یاد مخالفین د کليوالو سره هيځ خبري نه کوي او په سپکو او درنو وسلو سمبال په موټرونو کي ګرځي.

پر امنيتي ځواکونو پرله پسې بريدونه او په لارو او کوڅو د ماينونو ښخول ددغه وسله وال ورځنی کار ګرځېدلی دی.

په همدې مهال ويل کيږي، چي د وسله والو مخالفينو د ځپلو لپاره د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق ژړۍ ولسوالۍ ته تللی او هم نن د ایساف ځواکونو هوايي بمبارۍ سوي دي، خو جګړه لا هم درېدلې نه ده.

د کندهار مطبوعاتي دفتر وايي، چي هلته د بريدونو پر مهال لږ تر لږه ۳۸ وسله وال وژل سوي او ۱۸ نور رخميان سوي دی.

سرچينه په وژل سويو کسانو کي د محمد نبي قوماندان نوم يادوي، چي د جګړې زیات مسوليت يې تر غاړي وو.

مطبوعاتي دفتر زياتوي، چي دغه د وسله والو مخالفينو سره دغه جګړه د ژړۍ ولسوالۍ په چهارښاخې، نادي، سياچوۍ، پاشمول او نلغام سیمو کي سوې ده، خو د افغان سرتېرو د تلفاتو په اړه يې څه ونه ويل.

په همدې مهال وسله وال مخالفين د جګړې د شدت د خبر څنګ د خپل پرمختګ يادونه کوي.

د وسله والو طالبانو وياند قاري یوسف احمدي وايي، چي همدانن سهار لس بجې يې د ژړۍ ولسوالۍ د سنځري او جوړمانده امنيتی پوستې تر سختو بریدونو او د سيمه ایزو پولیسو تر وژلو وروسته نيولي دي.

هغه ادعا کوي، چي د همدې ولسوالۍ په نلغام سيمه کي يې هم د امنيتي ځواکونو سره سخته جګړه کړې، خو د ایساف ځواکونو له لوري د هوایی بمباریو سره بيرته درېدلې او جنګیالو ته يې زیان نه دی رسېدلی.

د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کي د بريدونو په لومړۍ ورځ د ۲۴ وسله والو او دريو ځانمرګيو په ګډون ۱۳ امنيتی ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

وسله والو مخالفینو پر ژړۍ د جګړې وروسته ددغي ولسوالۍ سره په ګاونډ کي د پرتې ولسوالۍ په موشان سیمه کي هم بريدونه وکړل، خو هلته د امنيتي ځواکونو د سخت مقاومت سره مخ سول.

په دغی جګړه کي شاوخوا ۶۱ وسله وال ووژل سول او تر ۴۰ زيات ټپيان سول.

«

Copyright Larawbar 2007-2024