کندهار:په ترافیکي پیښو کي۱۴۲کسانو ته مرګ ژوبله
د اختر په ورځو کي ترافيکي پيښو ۱۴۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د کندهار د عامي روغتيا رياست مسولين وايي، چي د اختر په دريو ورځو کي ورته ۱۴۲ کسان د ترافيکي پيښو څخه راوړل سوي، چي یو شمېر يې ژوند د لاسه ورکړی دی.
تېز رفتار، د ترافيکي اصولو نه مراعت او بې پروایي ددغه ترافيکي پيښو لاملونه ياديږي.
د کندهار د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وايی، چي زياتي دغه ترافيکي پيښي په ښار کي دننه د موټرونو او موټر سايکلونو د تېز سرعت له امله رامنځته سوي دي.
هغه زياته کړه، چي د اختر په دريو ورځو کي د همدغه پېښو څخه ۷۸ ځوانان، ۴۶ کوچنيان او اووه تنې ښځي په ټپيان حالت کي ور وړل سوي، چي اوو تنو يې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
ښاغلی پخلا که څه هم د تېر کال په پرتله د ترافيکي پيښو ګراف ټيټ یاد کړ، خو ټينګار کوي، چي باید د ترافیکي اصولو مراعت وسي.
دده په وينا، چي د روان کال په څلورو مياشتو کي د ترافيکي پيښو څخه دوي ته ۱۸۲۶ ټپيان ور وړل سوي، چي له ډلي يې ۴۴ تنه مړه سوي دی.
هغه وايي، چي په تېر ۱۳۹۲ کال کي بيا دغه شمېر ۲۲۱۵ تنو ته رسېده، چي ۵۷ تنه يې مړه سوي وه.
په همدې مهال د کندهار د ترافيکو مدیر سمونوال محمد الله خان د ميرويس روغتون ورکړل سوي ارقام نه مني او زياتوي، چي د اختر په ورځ یوازي اته ترافيکي پښي سوي.
هغه وايي، چي په یادو پېښو کي دوې يې خطرناکي او پاتي نور يې عادي وې.
مخکي هم به کندهار کي د ترافيکي پېښو زياتوالی د یوې اندېښنې په توګه یاد سوي وو، ځکه تر جګړې يې تلفات زيات وي.
په ښار کي ګڼه ګوڼه، د جادو او سړکونو خرابوالی او د ترافيکي اصولو نه مراعتول ددې ستونزي لوي لاملونه ياديږي.