کور / تازه خبرونه / شمالي وزیرستان کې ۳۰ وسله وال وژل شوي دي

شمالي وزیرستان کې ۳۰ وسله وال وژل شوي دي

اسلام اباد دبي بي سي د خبر له مخې د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی ایس پي آر) ویلي چې په شمالي وزیرستان کې يې د ضرب عضب په نامه د روانو عملیاتو په ترڅ کې د سه شنبې پر ورځ ۳۰ وسله وال يې وژلي دي.د آی ایس پي آر د راپورونو پر بنسټ د سه شنبې پر ګهیځ د شمالي وزیرستان په دته خیل، مرشي خیل او کمشام سیمو کې هوايي بمباریو د وسله والو شپږ مرکزونه په نښه کړې دي.د پوځ د عامه اړیکو له خوا د دوشنبې پر ورځ په خپرې شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د شمالي وزیرستان د میران شاه سیمې د دته خیل سړک د تصفیوي عملیاتو پر مهال د دوی ځواکونو د دته خیل بازار کې د ازبکو وسله والو پر پټنځایونو ناڅاپي برید کړی.د پوځ په وینا په دغه برید کې دوه امنیتې کارکونکي او ۷ وسلوال وژل شوي دي.پوځي چارواکو ادعا کړې چې دوی د شمالي وزیرستان مهمې ښاري سیمې د سخت دریځو له شتونه پاکې کړې دي.آی ایس پي آر ويلي چې دوی د میران شاه سره تړلې کلي میر علي، بویا، ديګان او دته خیل له وسلوالو پاکې کړې دي.په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د میران شاه او میر علي سیمو تر منځ د پرتو کلیو مومن ګل زیارت، درپه خیل، ټاپي، سپرګا او د ټوچي سیند پورې سیمو کې د شته مقاومت د له منځه وړلو هڅې روانې دي.”آی ایس پي آر ویلي چې د دوشنبې پر ورځ امنیتي ځواکونو په میر علي کې د شهباز خیل سیمې په شاوخوا کې ځایونو کې د عملیاتو پر مهال د ۷۵ راکټونو تر څنګ ګڼ شمېر ځان وژونکي واسکټونه او یوه د ځمکني بمونو د جوړولو فابریکه هم تر لاسه کړې ده.”آی ایس پي آر ویلي چې د دوشنبې پر ورځ امنیتي ځواکونو په میر علي کې د شهباز خیل سیمې په شاوخوا کې ځایونو کې د عملیاتو پر مهال د ۷۵ راکټونو تر څنګ ګڼ شمېر ځان وژونکي واسکټونه هم تر لاسه کړي دي.آی ایس پي آر زیاته کړه چې میر علي ته څیرمه په عمر کلي کې یې د ځمکني ماینونو جوړولو یوه فابریکه هم موندلې ده. د دې تر څنګ امنیتو چارواکو ته د وسله والو تبلیغي لیکنې هم لاسته ورغلې دي.پاکستاني امنیتي ځواکونو د جون پر ۱۲ مه په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نام عملیات پیل کړي.پوځي چارواکي وايي چې تر اوسه په وژلو شویو ۵۰۰ وسله والو کې د ځايي وسله والو تر څنګ نور بهرني، په ځانګړي ډول ازبک وسله وال هم شامل دي