کور / هراړخیز / د افغانستان لپاره ۲۰۰۱ که ۲۰۱۴ م کال !!!

د افغانستان لپاره ۲۰۰۱ که ۲۰۱۴ م کال !!!

د ملی حکومت (نوی اصطلاح) چی مطلب تری هماغه ۱۳ کلن ایتلافی حکومت دی، کوم چی په ښکاره یی واکدار ښاغلی حامد کرزی ؤ ولی واک او اختیارات ټول له ټلوالی او د دوی له متحدینو سره وه.

د امریکا اوسنی هڅه چی د مجاهدینو؟!، بدلون او دوام د ټیم تر منځ د دوهم پړاو ټاکنو پر سر د را ولاړو شوو ناندریو د پای ته رسیدو په موخه پیل کړي، زما په اند دا سیاسی هڅی او په ۲۰۰۱ کال کی د بُن لومړی کنفرانس د دایرولو یو بل ته ډیر ورته والي لري، فرق یی صرف دومره دی چی هلته یو څو تنو د خپلو شرطونو په وړاندی کولو سره رایه (موافقه) ورکړه چی همدا کسان د کورنیو جګرو او افغانستان د بربادی اصلی عاملین ؤ او دلته عام او مظلوم ولس د خپلو وینو په قیمت په دیمو کراتیکه فضاء کی رایه ورکړه تر څو خپل مشر وټاکی. ولی د ټلوالی له لوري یی نتایج له کړکیچ سره مخ شول.

د بُن کنفرانس د دایریدو په وخت کی هم یوه لویه تیروتنه چی له امریکا او نړیوالی ټولنی وشوه چی اوس یی بیا د ائتلافی حکومت به رامنځته کولو سره تکراروی د کومی په نتیجه کی چی د افغانستان د جنګ اور چی د لنډ مهال لپاره مړشوي ؤ بیا را تازه کړ.

په هغه وخت کی امریکا یواځی ټلوالی ته چی اکثره مسؤلین یی د یوه وړي منطقي اړوند دی امتیاز ورکړ او نور ښکیلو ډلو ته یی د همدوی په مشوره او غوښتنه طالبانو او د انجنیرګلبدین حکمتیار په مشری حزب اسلامی ډلی ته د ګډون بلنه ورنه کړل شوه.

د همدی تیروتنی په وجه په تیرو دیارلسو کلنو کی په زرهاوو افغانان ووژل، ټپیان او په مختلفو شکلونو شکنجه کړای شول، د افغانستان حکومت د نړیوالی ټولنی د میلیاردونو ډالرو مرستو سره سره د نړي په کچه د مفسدترینه هیوادونو په قطار کی ودرید، جنګ زور واخیست او خبره تر دی ځایه راورسیده چی د همدی ۱۳ کلنی دوری اصلی واکدارنو پر ارګ د حملي خبرداری او د موازی حکومت د جوړیدو خبرداري ورکړ. کوم کار چی په تیرو دیارلسو کلنو کی دوه لویو وسلوالو مخالفو ډلو ونه شو کړی چی دا ډول په صراحت په کابل کی سره اختارونه وړاندي کړي.

د کرزي په مشری په موقته اداره، انتقالی دوره، دوه انتخابی دورو کی د پردی تر شا ۸۰٪ واک او ځواک له همدی خلکو سره پاتی شو او په ورستیو څو کلنو کي خو یی هم حکومت خوړه او هم یی د هغه اپوزسیون !!!.

زما په اند اوسنی سیاسی وضعیت له هماغه ۲۰۰۱ کال سره پرتله کولای شو، صرف په دومره تفاوت چی اوسمهال لږ پرمختګ شوی او په خلکو کی سیاسی شعور زیات شوی، چی کولای شی د هری موضوع په هکله قضاوت وکړي، او هیڅوک نه شی کولای چی افغانان یو ځل بیا پخوانیو کندو ته ور واچوي.

دا چی د ملی حکومت تر نامه لاندي یو د تیری ترخي تجربي د تکرار هڅه کیږی ( بیا ائتلافی حکومت را منځته کیږی) نو ښه به دا وی چی دا ځل امریکا او نړیواله ټولنه د افغانستان د ستونزی د اساسی حل په موخه ټول شکیل لوري په نوی ملي حکومت کی د ډاکټرصاحب اشرف غنی تر مشري لاندی (د دوهم پړاو ګټونکی دی)، د اصلاحتو او همپالنی، افغان طالبانو او د حذب اسلامی وسلوالي ډلی په ګډون ټولو اړخونو ته د یو ځای کیدو ونډه ورکړل شی، تر څو په دی توګه د افغان وژنی او پردي تپل شوی جګړي تغر له افغانستانه ټول شی او د ملی یووالي په روحیه سمبال افغان حکومت رامنځته شی او ټول اړخونه د نوي رامنځته شوی ملي حکومت د سیاسی، اقتصادی، نظامی او نورو پایو د تقویت لپاره اوږه په اوږه کار وکړی او د ګاونډیو استخبارتی او نظامی کړیو د مداخلي مخه د تل لپاره دپ شی، تر څو یو ځل بیا زموږ ګران هیواد جګړو پر لور سوق نه شی کړای.

په ګران هیواد کی د تل پاتی سولي او ټیکاو په هیله