زابل:۴۰۰ګیلوګرامه تاریاک نیول سوي

اسدالله زړه سواند | اگست 10th, 2014


دزابل امنیتي چارواکي په مرکز کلات کې دتلاشي پرځنځیر دسلګونو ګیلوګرامه نشه يې توکو خبرورکوي، ددې ولایت امنیه قومندان وايي چي یاد نشه يې توکې تاریاک په یوه لاری ډوله موټر کې ځای پرځای سوې او ورسره په تړاو يې دوه تورن کسان هم نیول دی

دزابل امنیه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیوني درسنیو سره دخبرو پرمهال وویل چي دمرکز کلات اړوند دخرواریانو دتلاشي پرځنځیر دنشه يې توکو په وړاندي دمبارزې پولیسو په یوه لاری ډوله موټر کې دپلټنوپرمهال ۴۰۰ کیلوګرامه تاریاک ونیول.
امنیه قومندان وايي دیادو نشه يې توکو سره يې په تړاو دوه تورن کسا هم نیول دی چي ترځیړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپیژندل سي.
روغ لیوني همداراز وايي چي دنشه يې توکو په وړاندي يې سخته مبارزه پیل کړې ده او په تیره یوه میاشت کې يې څه باندي ۱۰۰۰کیلوګیرامه نشه يې توکې نیولي.

په زابل کې امنیتي چارواکي پداسي حال کې دنشه يې توکو په وړاندي دمبارزې خبره کوي چي اوس پدې ولایت کې دامنیت دټینګښت ترځنګ ددې ولایت دملي پولیسو لخوا په تیرو اوو میاشتو کې څه باندي ۶ ټنه نشه يې توکې نیول سوې دي.

Copyright Larawbar 2007-2024