د کندهار – کابل د لاري د ناامنه کولو په تور ۱۸ تنه نيول سوي

اسدالله زړه سواند | اگست 11th, 2014


د کندهار ملي امنيت ځواکونو د یوه ځآنمرګي بريدګر په ګډون د کابل – کندهار د لاري د ناامنه کولو په تور ۱۸ وسله وال وژلي دي.

د ملي امنيت لوي رياست رسنيو ته په استولي خبرپاڼه کي ویلي، چي ځانمرګي بریدګر د کندهار پر ولايت مقام د ځانمرګي بريد پلان درلود.

خبرپاڼه زياتوي، چي بريد کوونکي تنکی ځوان دی، چي موده وړاندي د رزوګان ولايت څخه د ډيورنډ کرښي ها غاړي کويټې ښار ته لېږل سوی وو.

سرچينه وايي، چي د محب الله په نوم دغه کس د کويټي ښار په تروريستي مرکزونو کي پوځي زده کړي ترلاسه کړي وې، چي د کندهار ملي امنيت ادارې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ نيولی دی.

د یوه بل خبر له مخي د ملي امنيت ځواکونو د جلا – جلا ځانګړو عملياتو پر مهال ۱۸ وسله وال د کابل – کندهار د لاري د ناامنه کېدو په تور نيولي.

د ملي امنيت سرچينې وايي، چي په نيول سويو کسانو کي ماين ښخوونکي د خپلو ماينونو سره هم نيول سوي دي.

ددغه کسانو سره درې ميله ار پی جي راکټونه، یو ميل پيکا، یو ميل دهشکه، نهه کلاشينکوفونه، یو ميل کله کوف، اته توپنچې او ۳۰ کېلو ګرامه چاودېدونکي توکي نيول سوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024