کور / خبرتیا او پيغامونه / دکندهار ښاروالۍ اعلامیه

دکندهار ښاروالۍ اعلامیه

دکندهارښاروالۍ اووه نیزه داري غونډه نن سې شنبه دکندهارښاروال محمدعمر((عمر))ترمشرۍ لاندي جوړه سوه چي پکښي دښاریانو دغوښتنوترڅنګ نور مهیم موضوعات بحث سول .
اداري مجلس پرلاندي موضوعاتو فیصلې وکړې.
اولاندي تصامیم یي ونیول .

اول:ـ د ښاروالۍ د مراقبت ، تنظیف او مربوطه ناحیو څخه یوګډه کمیټه جوړه سوه چي ښاري نظم دښار په بیلابیلو برخو کي کنټړول کړي .

دوهم:ـ دښار څلورمهم بازارونه چي عبارت له هرات بازار، کابل بازار، شاه بازار،اوښکاپربازارڅخه باید ټولي لاسي کراچي او رېړۍ دسړک څخه لیري سي او پياده رونه باید ددست پروشانو څخه تخلیه سي.

دریم:ـ دښار داول دوراهي څخه تر سردار مددخان څلورلاري پوري او دسردار مددخان څلورلاري څخه تر شهیدانو څلورلاري پوري او دشهیدانوڅلورلاري څخه بیا تر ډنډ ترڅلورلاري پوري د پیاده رونو دواړو خواکي باید تخلیه سي .

څلورم:ـ دوکانداران، ټیرونه، مستري خانې، تېل فروشۍ، ویلډینګ سازۍایسته کول .

پنځم: ـ .ښاروالۍ دګډ کمیسون په چوکاټ کي دغه ساحې جدي څاري او سرغړونکوته سپارښتنه کوي چي راتلوونکي شنبې چي د۱۳۹۳-۵-۲۵نیټه ده ښاروالۍ به عمومي خپل فعالیت شروع کوي بیاڅوک حق دشکایت نلري .
تماس نیول:
++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++
Kandahar municipelity Media Office
Email Add: Info@kandahar-m.gov.af
Facebook:Kandahar municipelityکندهارښاروالۍ
Phone No: +93۷۰۰۳۶۶۵۶۹
+++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++
دخبر رالېږونکی: دکندهار ښارولي مطبوعاتي دفتر