کور / تازه خبرونه / جنرال رازق: جمهور رئیس ته مي استعفا وړاندي کړې ده

جنرال رازق: جمهور رئیس ته مي استعفا وړاندي کړې ده

نن په رسنیو کښي اوازې خپرې سوې چي د کندهار امنیه قوماندان او په سهیل لویدیځ زون کښي د امنیتي چارو همږغی کوونکی تورن جنرال عبدالرازق د خپلو دندو څخه استعفا ته چمتوالی نیسي. جنرال رازق دلراوبر سره په ټلیفوني خبروکښي خپله استعفا تائید اووې ویل چي استعفا ئې جمهور رئیس ته وړاندي کړې خو لا تراوسه منل سوې نه ده.
د جنرال رازق د استعفا لامل لا تر اوسه څرګند نه دئ خو ویل کیږي چي د ژړۍ دعملياتو وروسته به د هغه توندو څرګندونو په اړه فشارونه وي چې هغه له بهره د راتلونكو بريدگرو د وژلو په اړه کړي دي او یا زيات وخت د پاکستان په خاصه توګه دکوټي دشورا په وړاندي توندي څرګندوني کوي.

تر هغه وروسته چي نوموړی په ۲۰۱۱ کال د پخواني امنيې قومندان خان محمد مجاهد تر وژل کېدو وروسته دغه چوکۍ ته وټاکل سو د کندهار ولايت په امنيتي وضعيت کي ورځ تر بلي ورځي مثبت تغير راغلئ دی.
د کارپوهانو په وينا د جنرال رازق استعفا د کندهار ښار او ولسواليو پر امنيت سمدلاسه منفي اغېز کولای سي.