د هلمند په روانه جگړه کي تر ۴۰۰ وسله وال وژل سويدي
په سنګین کې د هلمند امنیه قومندان جنرال جمعه ګل همت چي د دغو عملیاتو مشري کوي نن يې خبریالانو ته وويل چي پدغه جګړه کې تر اوسه ۴سوه تنو وسله والو ته مرګ ژبله اوښتې چي د ۶۰ تنو جسدونه د جګړې په ډګر کې پراته دي ، دی وايي چي ولسي مشران د سولي خبري هم مخ ته بیا يي او افغاني طالبان خبروته حاضر سوي ، چي دده په وینا دا به د سیمي د ثبات لپاره تر ټولو مهم ګام ثابت سي.