زابل: دهلمند دپاره نوی دملي امنیت رئیس وستایل سو

احمد ولي سرحدي | اگست 15th, 2014


په هغه ځانګړو مراسیمو کي چي دزابل ولایت په مرکز کلات کي ددې ولایت دوالي په کور کي ددې ولایت دپخواني او دهلمند ولایت دپاره دنوي ملي امنیت رئیس جنرال حمدالله نازک دخدای مخ شه په موخه جوړشوي وو، پکي ددې ولایت والي ښاغلی محمداشرف ناصري، ددوهمې پلي لیوا قومندان جنرال اکرم سامع ، دملي پولیسو امنیه قومندان جنرال غلام سخي روغ لیوني، قومي مشرانو، ددولتي ادارو رئیسانو، ځوانانو او ژورنالستانو ګډون کړی وو.
ددې مراسیمو پرمهال لمړی ددې ولایت دقومي مشرانو او ځوانانو لخوا دزابل دپخواني او دهلمند دپاره دنوي ملي امنیت جنرال حمدالله نازک کارونه وستایل سوه او دمرکزي دولت څخه يې غوښتنه کول چي دملي امنیت درئیس بدلول دزابل څخه وبل ولایت ته پدې اساسو حالاتو کي دزابل پرامنیتي حالت باندي منفي تاثیرلري او باید ددې کړنې مخنیوی وشي.
ددې ولایت قومي مشر او دولایتي شورا بریالي نوماند دمشرانو او ځوانانو په استازیتوب په خپلو خبرو کي جنرال حمدالله نازک ددې ولایت دامنیت په ټینګښت، دځنځیري وژنو په مخنیوي، ددولت او ولس ترمنځ په ښه اړیکو راوستلو او دهغوی مرسته دولت ته راجلبول، دامنیتي ساحې په پراخولو، دوسله والو مخالیفینو او اداري فساد په مخنیوي کي یوپیاوړی چارواکی او ددې هیواد ريښتنی ساتوونکی وبلی.

دغونډي پرمهال دزابل والي ښاغلي محمد اشرف ناصري، جنرال غلام سخي روغ لیوني او جنرال اکرم سامع دښاغلي نازک کارونه په تیرو دوې کلونو کي دامنیت په تامینولو کي دقدروړبلل.
دزابل والي ښاغلی محمداشرف ناصري په خپلو خبرو کي نازک یوزړور بااستعداده ځوان، دملي احساس خاوند او دخپل ټیم یوقوي کس وبلی اودهغه ټولې هغه هڅي يې وستایلې چي دزابلي ولس په امنیت تامینولو او دهغوی دژوندپه ژغورلو کي ترسره کړي وې.
ښاغلی ناصري وايي بدلون په نظام کي یواصل دی او دحمدالله نازک ددریمې درجې زابل څخه لمړۍ درجې هلمند ته بدلون دهغه کاري وړتیا او دهغه په ژوند کي سترپرمختګ بولي .
په ورته وخت کي دامنیه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیوني او ددوهمې لیوا قومندان جنرال اکرم سامع ښاغلی نازک دملي ګټو ساتونکی او دامنیت په ټینګښت کي خپل راسته لاس وبلی.
دوی وايي نازک دامنیتي چارواکو په منځ کي ښه همږغي او ددولت او خلګو ترمنځ نیږدیوالی رامنځ کړی وو او دهغوی په وینا دهغه ځای ډکول به ډیر وخت واخلي.
دغونډي په حال کي دزابل پخواني او دهلمند دپاره نوی ټاکل شوي دملي امنیت رئیس جنرال حمدالله نازک ددې ولایت دټولو دولتي چارواکو اودخلګو څخه مننه وکړل چي ددندې پرمهال يې دملي امنیت سره دامنیت په ټینګولو کي اوددولت دوسله والو مخالیفینو په لمنځه وړلو کي ورسره مرسته کړې ده.

ښاغلی نازک وايي چي دزابل خلګو دامنیت په راوستلو کي نه ستړی کیدونکي هلي څلي کړي اوهغه وايي چي هرچیرته وي، که دزابل دخلګ يې مرستي ته اړتیا ولري، نو دی چمتو دی چي هرډول مرسته ورسره وکړي.
دغونډي په اخیر کي دزابل والي ، امنیه قومندان، ددوهمې لیوا قومندان، قومي مشرانو، ځوانانو او درسنیو خپلواک مرکز ښاغلی حمدالله نازک ته ستاینلیکونه ورکړل او ورسره مخ ښه يې وکړل.
دپامه دي وتلې نه وي، چي ښآغلی حمدالله نازک یوکال اته میاشتي وړاندي هغه وخت ددې ولایت دپاره داسدالله خالد لخوا دزابل دپاره دملي امنیت رئیس وټاکل شو چي پدې ولایت امنیت دومره دګواښ سره مخ وو چي وسله والو طالبانو په مرکز کلات کي دکومي ویري پرته عام خلګ، قومي مشران او دولتي چارواکي په نښه کول او بیرته به په ازاد ډول دسیمي څخه تښتیدل خو دهغه په راتګ سره امنیتي ساحه پراخه او دهغه دماموریت پرمهال کومه ویره اچوونکې او ځنځیري وژنې ندي ترسره شوي او ډیر خلګ پدې باور دي چي هغه به پّه هلمند ولایت ډیر ژر مثبت بدلون راولي ځکه دوی وايي نازک یوجدی کس دی او دوسله والو طالبانو دپټن ځایونو په اړوند ځانګړي معلومات لري.

احمدولي سرحدي
دزابل درسنیو خپلواک مرکز مسول

Copyright Larawbar 2007-2024