کور / هراړخیز / کولوسیوم د روم امپراطورۍ یو له تر ټولو غټ ترینه ودانۍ – ځانګړې ویډيو

کولوسیوم د روم امپراطورۍ یو له تر ټولو غټ ترینه ودانۍ – ځانګړې ویډيو

کولوسیوم يا “رومن کولسیوم” چي لومړی د “فلاویین امپيتیاتر” په نامه سره یادېده
د ايټالیا د مرکز د روم په مرکزي برخه کي موقعیت لري . کولوسیوم یو” آمپي تیاتر”
يعني یو سټيډیوم ته ورته میدان دئ چيري چي په زړه پوري کنسرټونه او د سپورټ په شمول
زیات نور مراسم تر سره کيږي . دا تیاتر چي د رومي معماری او رومي انجینرۍ یو
دبهترینو ودانیو څخه شمېرل کيږي د روم په امپراطوري کي تر ټولو غټ ترینه تیاتر دئ
. د آمپي تیاتر کلیمه چي په رومي ژبه یې داسي (Amphitheatrum Flavium) لیکي د دوو
رومي امپراطورانو “وېسپاسیین” او “ټيټوس” د کورنۍ د نامه څخه تشکیله سوې کلیمه ده .

ددې ودانی کار د میلاد څخه وروسته د۷۰م او ۷۲م کال په منځ کي د “وېسپاسیین” د
امپراطوری په دوره کي پېل سوئ دئ چي د میلاد څخه وروسته یې په ۸۰م کال کي، د
“ټيټوس” دامپراطوری په دوره کي، کار پای ته ورسېد، خو د یوولسم رومي امپراطور
“ډومیشین” په دوره (۹۶-۸۱) کي یې سمون سوئ او بعضي بدلونونو پکښي رامنځته سوي دي .
هېره دي نه وي چي د کولوسیوم د پرانستلو په مراسمو کي بېلابېلو لوبو تقریبا سل ورځي
ادامه درلودله .



کولوسیوم چي د هګۍ شکل ته ورته بڼه لري ۱۸۸ په ۱۵۶ مترو کي مځکه اشغال کړې چي
محیط یې ۵۲۷ متره مربع ته رسيږي . ددې ودانۍ بهرني دېوالونه ۳ قطاره لري چی هر
قطار یې بیا په خپل وار سره نیمي دایرې ته ورته ۸۰ ګولایاني لري . په ودانۍ کي ۷۶
د داخلیدو دروازې موجودي دي او دننه پکښي  ۵۰۰۰۰ تماشه چیان ځایېدلائ سي.

کولوسیوم په پخواني روم کي د “کلاسیکل میتولوژي” پر بنسټ د ډرامو، اعدام، دحېوان
دښکارولو او بعضو نورو شیانو سره ترڅنګ د پخواني روم د مقابلو (Gladiatorial
contests) لپاره استعمال کېده . د پخواني روم د مقابلو (Gladiatorial contests)
مقصد د خلګو یا تماشه چیانو ساعت تېرۍ وو چي یوه سړي به د یوه بل کس او يا حیوان
سره جنګ کاوه . ددې څخه زیاته موده وروسته د کولوسیوم څخه د ورکشاپو، د نظامي او
جنګي کلا او بعضي نورو کارونو لپاره استفاده کېده .

د ځينو سرچینو له مخي اټکل کيږي چي په کولوسیوم کي د کولوسیوم دګېمونو (لوبو) له
امله پنځه سوه زره انسانان او د یوه میلیون په شاوخوا کي حیوانان له منځه تللي دي.

د ۱۶مي او ۱۷مي پېړۍ په شاوخوا کي په کلیسا پوري اړوندو ادارو امر وکړ چي د پراخ
کولوسیوم څخه دي په یوه داسي ډول استفاده وسي څو د وطن اقتصادي وضعه نوره هم ښه سي
. هغه وو چي د رومن کاتولیک مذهب لوی پېشوا “پوپ سیکسټوس” یو نوی پلان جوړ کړ چي
دکولوسیوم څخه به د وړۍ فابریکه جوړوي څو په روم کي د ټولو زنا کونکو ( فاحشو )
لپاره دکار زمینه مساعده کړي .خو دا چي نوموړی ددې پیشنهاد د وړاندي کولو څخه
وروسته په لنډ وخت کي د نړۍ څخه وکوچېد نو د کولوسیوم څخه د وړۍ کمپنۍ جوړه نه سوه
.
ورپسې په ۱۶۷۱ زېږدیز کال کي “کېرډینل الټيئري” په کولوسیوم کي د غوييانو
دجنګولو اجازه ورکړه چي حالات یې نور هم ککړ کړل .

په ۱۷۴۹ زېږدیز کال کي “پوپ بېنېډیکټ XIV ” د یوې رسمي کلیسا د پالیسی په حیث دا
تصدیق کړه چی د کولوسیوم څخه په پخوا وختونو کي د یوداسي ځای کار اخیستل کېده چيري
چي به عیسویان له منځه تله او ویجاړېده . ددې حکم د صادرولو په نتیجه کي په کمه
موده کي په کولوسیوم کي ښکار منع کړل سو. “پوپ بېنېډیکټ XIV “د کولوسیوم څخه د
(Passion of Christ = د عیسی سره مینه) تعمیر په شاني کار اخیسته او د صلیب په شاني
يې زیات نور مرکزونه هلته جوړ کړل .
د کولوسیوم څخه ډیرو امپراطورانو او
ولسمشرانو د خپلي خوښي کار اخیستئ دئ چي په نتیجه کي یې هلته بېلابیلي پيښي واقع
سوي دي .

د ډيرو لاریونو سره ترڅنګ په ۲۰۰۰ زېږدیز کال کي د اعدام پر ضد غټ لاریونونه هم
د کولوسیوم مخته وسوه .

دا مشهوره او زړه ته راکښونکې ودانی نن سبا د روم د مشهوره ترینو سېل ځایونو څخه
شمېرل کيږي چي هر کال په زرګونو ګرځندویان ورځي .



د نړۍ د نورو عجایبو د په زړه پورو معلوماتو لپاره د لراوبر
برېښنايي (انلاین) کتابتون څخه د ((نړۍ اووه عجایبي)) نومي اثر لوستلائ او خپل
کمپیوټر ته کښته (ډاونلوډ) کولائ سئ.
د ياد کتاب لینک: http://www.larawbar.net/20363.html