کور / تازه خبرونه / د زابل په زندان ډلیزه ځانمرګي بریدونه شوي

د زابل په زندان ډلیزه ځانمرګي بریدونه شوي

د زابل ولایت ولایتي چارواکي وايي چې نن د غرمې وروسته د کلات په ښار کې ددغه ولایت په مرکزي زندان دریو ځانمرګو برید کوونکو برید کړی چې له امله یې درې برید کوونکي وژل شوي او دوه پولیس او دوه بندیان ټپیان شوي دي .

د زابل ولايت امنيه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ ليونى وایی چې دغو ځانمرګو برید کوونکو غوښتل چې د قلات زندان ته د بندیانو د پیوازانو په جامه کې ور ننوځي او بیا خپل بندیان ددغه زندان نه راوباسي ، خو کله چې لومړي برید کوونکي د چاقو په واسطه د زندان په یو ساتونکي برید وکړ نښته پیل شوه چې له امله یې درې بریدګر ووژل شول.

تراوسه طالبانو ددې برید په باب څه نه دي ویلي.

د زابل ولایت په زندان کې ۲۷۰ تنه بندیان اوسیږي چې نږدې ۱۰۰ تنه یې د افغانستان د حکومت د مخالفو وسله والو سره د اړیکو په تور بندیان دي.