کندهار:ملي اردو او وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله
په کندهار کي امنيتي پيښو سرتېرو او وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې
د کندهار په یو شمېر ولسواليو کي د افغان سرتېرو او وسله والو تر منځ په نښتو او ماين چاودنو کي دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې.
امنيتي سرچينه وايي، چي دغه پيښي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي سوی او په پايله کي يې لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په جنوب کي د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندانۍ په یوې خبرپاڼي کي ويلي، چي څلور وسله وال يې د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ په انګور باغ سيمه کي وژلي او ګڼې وسلې يې ترې اخیستي دي.
سرچينه زیاتوي، چي دوه وسله وال يې د ارغستان ولسوالۍ په غور کلي کي د عملياتو پر مهال وژلي او د ژيړۍ ولسوالۍ په کاکړانو کلي کي يو وسله وال وژلی او یو بل يې ژوبل کړی دی.
ملي اردو ځواکونو په خبرپاڼه کي منلي، چي دوه سرتېري يې په کندهار کي د ماين په چاودنه کي وژل سوی دی.
د یوه بل خبر له مخي د ميوند ولسوالۍ په خاک چوپان سيمه کي د یوه موټر د اوښتو له امله دوې ښځي وژل سوي او دوه نارينه ټپيان سوي دي.
د امنيتي پيښو په اړه وسله والو مخالفينو کومه تبصره نه ده کړې.