امیرزی سنګین:په زابل کي انټرنیټ سهلتونه برابرو
امیر زی سنګین وایی په زابل کی به ډیر ژر دسلام ( ۳ جي ) له لاري خلکو ته
دانټرنیت سهلتونو برابر کړي ، نوموړی چی دغه ولایت ته یی سفر کړي ، وایی
دغه ولایت دتکنالوژی دهر ډول امکانانو څخه بی برخي دی او پدغه ولایت کی
باید کار وشی ، بلخوا محلي چارواکی وایی چی په سیمه کی یی خلک دټولنیزو
ستونزو سره مخ دی او مرکزي دولت باید دغه ولایت ته پاملرنه وکړي ،
دهیواد دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزیر په دغه ولایت کی دسلام په
نوم د ( ۳ جي ) انټرنیټي کمپني دپرانستلو په مراسیمو کی وویل چی دغه
ولایت نورو ولایتونو په دي برخه کی ورسته پاته دی ، نوموړي وایی زابل ته
باید دتکنالوژی په برخه کی زیات کار وشی ، هغه وایی په کندهار او یوشمیر
ولایتونو کی دسلام ( ۳ جي ) انټرنیت فعاله شوی او ډير ژر به دغه ولایت
هم دولسولیو په ګډون تر انټرنیټي پوښښ لاندي راولي ،
بلخوا ددغه ولایت مرستیال والي دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژی دوزیر څخه
دمنني په ترڅ کی وغوښتل چی ددغه ولایت دخلکو ستونزي تر مرکزي دولت پوري
ورسوي
په ورته وخت کی په ولسی جرګه کی ددغه ولایت دخلکو استازي حمدالله توخي او
قادر قلاتول وایی چی زابل ته باید مرکزي دولت خاصه پاملرنه وکړي ، ځکه
ددوي په وینا زابل دمساحت له مخي یو پراخ ولایت دی او په تیرو لسوکالو
کی دعصري تکنالوژی له سهلتونو څخه بی برخي و ، واکس پاپ حمید الله توخي
دیادوني وړده چی زابل ته دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژی دوزیر راتګ
پداسی حال کی ترسره کیږي چی دغه ولایت په تیرو لسو کلنو کی د انټرنیټ له
ستونزو سره مخ و