د زابل پر مركزي زندان په بريد كي پوليسو او طالبانو ته مرگ ژوبله واوښته

احمد ولي سرحدي | اگست 24th, 2014


دزابل امنیه قومندان خبرورکوي چي نن ماپښين دوسله والو لخوا ددې ولایت پرمرکزي زندان برید وسو چي پرمهال يې ددرې طالبانو پّ ګډون دوه ملي پولیسو ته مرګ ژوبله واوښتل
دزابل ولایت امنیه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیوني درسنیو سره دخبرو پرمهال وویل چي نن ماپښین مهال یوه ځان وژونکي دلاسي کراچي په وسیله غوښتل چي ددې ولایت پر مرکزي زندان برید وکړي چي موخې ته تررسیدو مخکي دپولیسو لخوا پیژندل سوی وو، چي ځان وژونکي ځان ته چاودنه ورکړې او پکي دوه پولیس ټپیان سوي دي.

امنیه قومندان وايي چي دچاودني سره سم دزندان په داخل کي دوه تنه سیاسي بندیانو دزندان پرساتونکو دچړو په وسیله برید وکړچي دزندان دساتوونکو لخوا په ډزو سره ووژل سوه.
روغ لیونی همداراز وايي چي طالبان دزندان په ماتولو کي پاته راغلل او هغه وايي چي هیڅکله به چاته اجازه ورنکړي چي پدې ولایت کي ګډوډي رامنځ ته کړي.
طالبانو تردامهال پدې اړوند څه ندي ویلي.
په زابل کی داپیشه په داسی مهال رامنځ ته کیږی چي نن سهار هم ددې ولایت په شهرصفا ولسوالۍ کي دملکي کسانو پرموټر دماین چاودنه لکبله درې ملکي کسان ټپیان سوه.

Copyright Larawbar 2007-2024