د ننګرهار پر ملي امنیت ډله ایز بریدونه سوي

اسدالله زړه سواند | اگست 29th, 2014


ننګرهار:دملي امنیت پر ریاست برید کې ۶ جسدونه او ۴۵ ټپیان روغتون ته لیږدول شوي.
په جلال اباد ښارکې ملي امنیت پر ریاست تر چاودونو وروسته ډلیز برید شوی دی.
دغه برید نن سهار په ۴:۴۵ څلورو بجوپیل شوی دی.
دننګرهار دامینه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال رسنیو ته تایید کړه ،خو په دي اړه له نورو جزیاتو څه ونه ویل.
د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر نجیب الله کامه وال تلوسې راډیوته وویل چې تر اوسه روغتون ته ۶ جسدونه او تر ۴۰ زیات ټپیان راوړل شوي .
هغه زیاته کړه، چې په مړو او ټپیانو کې ملکي وګړي او امنیتي ځواکونه شامل دی .
وسلوالو طالبانو ددې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی .

Copyright Larawbar 2007-2024