په هلمند کي ۸۱ وسلوال طالبان وژل سوي
هلمند: سرحدي پولیسو په عملیاتو کي ۸۱ وسلوالو د وژلو او د زیاتو وسلو د ترلاسه کولو خبر ورکړ
په هلمندکي د(۶۰۴) سرحدي زون پولیسو دتیرو شپږو ورځو په تصفیوي عملیاتوکي چي دګډوځواکونو له لوري په ګرمسیر او خانشین ولسوالیوکي ترسره سوي،پر مهال يې ۸۱وسلوال وژل سوي او د هغوي ۸۰ عرادې موټرسایکلونه سوځول سوي دي
دشپږسوه څلرم سرحدي زون قوماندان مل پاسوال الحاج سلطان محمود (محمود) وایي چي دغه چاڼیزعملیات چي دسرحدي پولیسو ، ملي اردو ، ملي پولیسو او ملي امنیت له لوري په ګډه ترسره سوي وه ، ددولت وسلوالومخالفینو ته درانه تلفات اوښتي دي .
هغه وویل په دغه جګړه کي ددولت دوسلوالومخالفینو (۳۵) جګړیزمزکزونه ، چي په کلیوکي ځای پرځای سوي وه له منځه وړل سوي دي
د هلمند چارواکي په دغه عملیاتو کي د وسلوالو طالبانو د ۳۵ جګړیزو مرکزونو د لمنځه وړولو او په زیاته اندازه د وسلو د نیولو خبر هم ورکړی دئ.
د هلمند د سرحدي پولیسو چارواکي وايې په دغه جګړه کي څلورتنه سرحدي پولیس ټپیان او دوه تنه وژل سوي دي.
وسلوالو طالبانو هم په هلمند ولایت کي د بیلابیلو نښتو په ترڅ کي افغان ځواکونو ته د ګڼي مرګ ژوبلي د اړولو ادعا کړې ده