کور / تازه خبرونه / د کندهار عمر فاروق جامع جومات رسماً پرانيستل سو

د کندهار عمر فاروق جامع جومات رسماً پرانيستل سو

د کندهار عمر فاروق جامع جومات د يو شمېر لوړپوړو چارواکو له لوري رسماً پرانيستل سو.

د دې جومات په نننۍ پرانيستغونډه کي د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ په ديني چارو کي د ولسمشر سلاکار پوهاند نعمت الله شهراني، د علماوو د سرتاسري شورا رئيس قضاوتپوه مولوي قيام الدين کشاف، د ارشاد حج او اوقافو وزير ډاکټر محمديوسف نيازي، د ښاري پراختيا وزير ډاکټر حسن عبداللهي، د ولسي جرګې يو شمېر غړو، د کندهار مرستيال والي عبدالقديم پتيال، ښاروال محمدعمر عمر، د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال او يو شمېر نورو رئيسانو، قومي مشرانو او تجارانو ګډون کړى وو.

عمر فاروق جامع جومات د يادو لوړپوړو چارواکو له لوري د پټۍ په پرېکولو پرانيستل سو. کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا غونډي ته د وينا پر مهال له جلالتمآب ولسمشر حامد کرزي څخه ځانګړې مننه وکړه چي د دې جومات په مالي برخه کي يې مرسته کړې او د هغه د ځانګړي پاملرني له امله دا جومات جوړ او ګټي اخيستني ته وړاندي سو.

ښاغلي ويسا داراز د دې جومات د جوړېدو مبارکي خپل ټول متدين ولس ته وويله او زياته يې کړه چي سر له نن څخه خلک کولاى سي خپل ورځنى عبادت په جومات کي وکړي. والي زياته کړه، د جومات د پاته دوو برخو د جوړېدو کار به هم دوام ولري. د والي په خبره، دا جومات درې برخي لري، چي لومړۍ يې د مسجد، دوهمه يې د ديني زده کړو د دارالعلوم او درېيمه يې د سوداګريز مارکېټ، په دوو پوړونو کي يو پارکينګ او تفريحي پارک دى.

کندهار والي وويل: “تاسو ته معلومه ده چي حکومت د انتقال په حال کي دى، کله چي نوى حکومت رامنځته سي، نو د پاته دوو برخو کار به هم چټکتيا پيدا کړي او د دې جومات جوړېدل زموږ د پروژو له لومړيتوبونو څخه دي.” کندهار والي له ښاروالۍ، ولسمشر کرزي، ملي تجارانو او ټولو هغو کسانو څخه مننه وکړه چي د جومات په جوړولو کي يې برخه اخيستې ده.

په ديني چارو کي د ولسمشر کرزي سلاکار پوهاند نعمت الله شهراني هم د کندهار اوسېدونکو ته د دې جومات د جوړېدو مبارکي وويله او زياته يې کړه چي کندهار د دا ډول لوى جومات د جوړېدو وړ دى. هغه زياته کړه، کندهار اشرف البلاد دى او د دې ولايت خلک پر دين او اسلام مين خلک دي.

د جامعه عمر چي اوس د حضرت عمر فاروق جامع جومات په نوم ياديږي، بنسټ ١٣ کاله مخکي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ايښوول سوى وو، چي د هغوى تر پرځېدو وروسته يې کار په ټپه ودرېد. د دوهم ځل لپاره د جومات د جوړولو چاري د ١٣٨٩ کال د غويي پر ٢٨ مه پيل سوې، چي اوس دا دى د خلکو پر مخ پرانيستل سو. د دغه جومات له جوړېدو سره د کندهار ښار ښکلا نوره هم زياته سوې او خلکو ته د عبادت کولو اسانتيا برابره سوه. دغه جومات په ډېر پرمختللي، ښکلي او عصري سيستم جوړ سوى دى.