اروزګان:د شهيد حساس جګړه، څلور ورځي وروسته پای ته ورسېده

اسدالله زړه سواند | سپتمبر 4th, 2014


د روزګان په شهید حساس ولسوالی کي د تیرو څلورو ورځو را پدېخوا پیل سوې جګړه لسګونو وسلوالو مخالیفینو ته په مرګ ژوبلي اوښتو سره پای ته رسېدلې ده.

یاده جګړه هغه مهال پيل سوه، کله چي لسګونو وسله والو په یوه وخت د يادې ولسوالۍ پر ځينو امنيتي پوستو بريدونه وکړل.

د روزګان د والي وياند دوست محمد نایاب وايي، چي دغه جګړه د شهيد حساس ولسوالۍ د لوړ او کښته دوان ، ګورګین ، یخدان، سراب او ځینو نورو سیمو کي سوې پر مهال یې لسګونه وسلوالو مخالیفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو ویاند دا ونه ویل چي چي څومره وسلوال برید کونکي وژل سوي او څو مره ژوبل سوي دي.

د ښاغلي نایاب په خبره چي په دغه څلور ورځنی جګړه کي یوازي دوه د ملي اردو سرتیري د ماین چاودني له امله ژوبل سوي دي.

بلخوا د زابل امنيتي چارواکي خبر ورکوي، چي د نوبهار او شملزو ولسواليو يې د جګړې پر مهال د وسله والو مشهور قوماندان ملا مراد کامل د ۱۳ ملګرو سره وژلی دی.

هغه زياته کړه، چي په جګړه کي امنيتي چارواکو ته کوم زيان نه دی اوښتي، خو اووه نور وسله وال ټپیان سوي دي.

خو وسله والو مخالفينو ياده ادعا رد کړې ده.

ددې ډلي وياند قاري یوسف احمدي رسنيو ته په ورکړو معلوماتو کي د کندهار، زابل او روزګان په ولايتونو کي د ماين چاودنو او مخامخ تکتيکي بريدونو پر مهال د لسګونو سرتېرو د وژلو او ټپي کېدو ادعا کړې ده.

Copyright Larawbar 2007-2024