کور / تازه خبرونه / ډونالډ رمزفيلډ له بنديانو سره د ناقانونه چلند پلوى و

ډونالډ رمزفيلډ له بنديانو سره د ناقانونه چلند پلوى و


په ګوانتانامو او ابوغريب زندانونو كي پر بانديانو د زور زياتي او غير قانوني شكنجو د استعمال اجازه پخواني وزير دفاع ډونالډ رمزفيلډ وركړې وه.
دا خبره د د امريكا په سنا مجلس كي د وسله والو قواوو د كمېټې مشر ديموكرات سناتور كارل ليون كړې.
هغه وايي د ۲۰۰۲ كال تر نومبر مياشتي دمخه امريكايي وكيلانو له بنديانو سره پر ظلم او د پوځيانو له خوا له هغوى سره پر بد چلند سختي نيوكي كولې او ويل يې چي دا ډول غير بشري كړني په نړۍ كي د امريكايانو دريځ كمزورى كوي. خو د امريكا پخواني وزير دفاع ډونالډ رمزفيلډ له دې ټولو نيوكو سره – سره بيا هم پوځيانو ته پر بنديانو د ظلم كولو او غير قانوني شكنجو اجازه وركړې وه.