طالبان: ١٤ عسکر مو وژلي

عطاالله محمدي | سپتمبر 5th, 2014


وسله وال طالبان ليکي چي په بلخ ولايت کي ئې څوارلس عسکر وژلي.
طالبان ليکي چي ياد شمېر عسکر ئې د ياد ولايت په البرز اولسوالۍ کي د يوې نښتي وروسته وژلي.
طالبان ليکي چي دا نښته د دې اولسوالۍ د چشمي او قرول تر منځ سيمه کي رامنځ ته سوه او نهه ساعته ئې دوام وکړ چي په پايله کي ئې ياد کسان ووژل سول.
په دې اړه خپله افغان حکومت تر اوسه څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024