" />  " />  " />  " /> پر ارغنداو د شپې له خوا هم بمونه اوري    – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / پر ارغنداو د شپې له خوا هم بمونه اوري  video 

پر ارغنداو د شپې له خوا هم بمونه اوري  video 

د افغانستان د دفاع وزارت نطاق جنرال ظاهر عظيمي وايي د ارغنداو په تابين كلي كي يې ۲۰ او په كوهك كي يې ۱۶ طالبان د نن ورځي په عملياتو كي وژلي دي.
د دفاع وزارت اعلان وكړ چي نن تر غرمې مخكي د ناټو او افغان پوځيانو له خوا په ارغنداو ولسوالي كي د طالب جنګياليو پر ضد تصفيوي عمليات پيل سول.
طالبانو درې شپې دمخه د ارغنداو ولسوالي ډېري برخي له افغان حكومتي ځواكونو څخه ونيولې.
د معلوماتو له مخي په دې عملياتو كي د ناټو هوايي ځواكونو ډېري سيمي بمبار كړي دي.
د ارغنداو د نننۍ جګړې د تلفاتو په باب طالبانو څه نه دي ويلي، خو لر او بر ويبپاڼي ته د طالبانو له خوا په يوه لېږل سوې پاڼه كي هغوى كندهار ته د زيات شمېر ځانمرګو بريدكوونكو د ننوتلو خبر وركړئ دئ.
طالبانو د ښار پر اوسېدونكو ږغ كړى، چي له دولتي ودانيو او د پوليسو او پوځيانو له كاروانونو څخه ليري سي.


 



بلي خوا ته د دفاع وزارت چارواكو د كندهار د ميوند په ولسوالي كي هم د ۱۲ طالبانو د وژل كېدو خبر وركړى دئ.
د كندهار د ولايتي شورا رئيس احمدولي كرزي له بي بي سي راډيو سره په يوه مركه كي پر افغان او ناټو ځواكونو نيوكې كړې او وايي چي د وسله والو طالبانو په باب دوى دوې مياشتي مخكي لا امنيتي چارواكي خبر كړي وه.
ښاغلى ولي كرزى وايي كه چيري افغان او ناټو ځواكونو پر خپل وخت عمليات پيل كړي واى، اوس به د ارغنداو په زرونو اوسېدونكي له خپلو سيمو نه بې ځايه كېداى.
د نوموړي په وينا هغه وخت چي لا دغه وسله وال په خاكريز ولسوالي كي د راغونډېدو په حال كي وه، دوى ته خبر رسېدلى و چي سيمي ته په سوونو نابلده وسله وال راغلي دي.
احمدولي كرزى وايي په ارغنداو كي د مېشتو طالبانو ډېره برخه د قبايلي سيمو څخه راغلي جنګيالي دي، چي ښايي عرب، چيچن او ازبك جنګيالي هم پكښي شامل وي.
 د كندهار د كوتل مورچې اوسېدونكي وايي د ارغنداو له خوا څخه د بمونو له درب او دروز څخه ښكاري چي د شپې هم جنګ روان دئ.
د كندهار ښاريان هم د ناټو د جيټ،څرخكو او بې پيلوټه جاسوسي الوتكو له پروازونو څخه داسي انګېري چي ښايي نن شپه ارغنداويان د جګړې له بيري تر سهاره ويښ وي.