غزل
نـــــــــــــــــــه سـور ګلاب يمه پر مـاچې بوراګان کيني
نه شين سپيدارم يم چې پر ســـــــــــرمې بلبلان کيني
بس چې کوم ښکلى ووينم وايم ترې غيږ چاپير کړه
ګوره هماغه وخت پر بانــــــــدې پيريــــــــــــــــان کيني
نن عجيبه غوندې خوښي محسوسوم پــــــه زړه کې
خداى مهربان دى ګوندې څنګ کې مې جانان کيني
زموږ پر کلي الوتـــــــــــکې ډېرې ټيټې راځــــــــــــــــي
له ويرې پاڅي په زانګو کې مـــــاشومــــــــــــان کيني
د بيلتانه ګـــــــــــــردو وهــــــــــلى څـــــــــــادر نه څنډمه
او هسې نه چــې چېرې ګــــــــرد ستا پر پيزوان کيني