اصلاحات او همپالنه : د ټاکنو پایلي نه منو

حاجي امين باوري | سپتمبر 8th, 2014


د اصلاحاتو او همپالني ټیم مشر ښاغلي عبدالله عبدالله نن په یوه مطبعاتي غونډه کي وویل چي د ټولټاکنو د پایلو سره مخالف دي او که د ټولټاکنو د کمیسیون له خوا دا پایلي اعلان سي ، دوی ( د اصلاحاتو او همپالني ټیم ) یی نه مني .
غونډه چي تر خبر او دریځ اورولو یې ، تر ډیره تبلیغاتي بڼه درلوده په شعارنو او چکچکو بدرګه کیدل . ښاغلي عبدالله عبدالله د غونډي په یوه برخه کي وویل چي ، په درغلی بریالی سوی حکومت ( د نوموړي په اصطلاح ) یوه ورځ هم نه مني . په دې وخت کي د سالون له منځ څخه په پارلمان کي د هرات استازي او د اصلاحاتو او همپالني د ټیم کلک ملاتړي حنیفي ، ولاړ سو او په لوړ ږغ یی وویل چي که چیري د ټولټاکنو پایلي د رفیب ټیم په ګټه اعلان سي نو د وینو ویالی به وبهوي . هغه وویل چي یوه ورځ هم بل څوک په ارګ کي لیدل نه غواړي .
د غونډي شعارونه :
ارګ زموږ دی … ارګ په زور نیسو … اولس زموږ سره دی … موږ هرڅه د اولس لپاره کوو … موږ ټولټاکني ګټلي وی او ګټلي دي … د خلکو تر رواني او روحي راحت ها خوا بل څه نه غواړو ! د هیواد تر ملي ګټو ها خوا څه نه غواړو !
غونډه هغسي چي شروع سوې وه هغسي ختمه سوه .

لراوبر - د لوی افغانستان نښلوونکی

Copyright Larawbar 2007-2024