کور / تازه خبرونه / د شهید د ورځي لمانځغونډه د ګډوډی ښکار سوه

د شهید د ورځي لمانځغونډه د ګډوډی ښکار سوه

د لویی جرګی په خیمه کي راټولي سوی غونډي ته چي د شهید د ورځي په مناسبت جوړه سوی وه ، ولسمشر حامد کرزي له دواړو نوماندانو وغوښتل تر څو د ملي وحدت د حکومت په جوړولو کي سره سلا سي تر څو اوسنی بی ثباتي له منځه ولاړه سي . کله چي وار جناب حضرت صبغت الله مجددي ته ورسید نو په تالار کي ګډونوالو چي د یوې ډلي او یوه تنظیم غړي بلل کیږي ، غالمغال او بینظمي جوړه کړه . عبدالله عبدالله له خپلو پلویانو په وار وار وغوښتل چي د غونډي اداب وساتي او غونډه اخلال نه کړي خو ملګرو یی چي په ګډوډی روږد دي د خپل رهبر وینا ته ارزښت ورنه کړ . جناب حضرت صیب د خپلي وینا په پای کي د هغو مرستو او لاسنیوني یادونه وکړه چي د خپل مشرتابه پر وخت یی د پنجشیر ولسوالی سره کړي وه . وروسته یی یوه دعا او یوه ښیرا وکړه ( که ما ښه کړي وي نو ماته دي خدای اجرونه راکړي او که تاسي ناراسته یاست ، خدای دي تاسو ته جزا درکړي ) .