کور / تازه خبرونه / په لاهور کې پرلمونځ کوونکو جومات نړېدلى دى

په لاهور کې پرلمونځ کوونکو جومات نړېدلى دى

اسلام اباد: دبي بي سي د خبرله مخې د لاهور په دروغه والا سيمه کې له یوه تنګ سړک سره ودان شوی دوه پوړیزه جومات د ماسپښین د لمانځه پرمهال پر لمونځ کوونکو راولوېد، چې له امله يې ۲۴ کسان وژل شوي دي.د جومات د لوېدو پرمهال د لمونځ کوونکو دقیقه شمېره نه دا معلومه شوې، خو عیني شاهدانو ویلي، چې د ۳۰ او ۴۰ ترمنځ کسان په جومات کې موجود وو.ژغورندویې ډلې د پېښې ځای ته ورغلې، خو د تنګو لارو له کبله نه شي کولی، چې په هلته تر کنډوالې لاندې کسان ژر راوباسي.د تېرې سې شنبې تر ماښامه یې لس مړي راویستل.د ژغورنې ډلې مشر ډاکټر رضوان ساجد وویل، د وژل شوو کسانو د رایستلو کار دوام لري، خو دا چې په جومات کې څومره کسان وو، د دې کچه نه شي معلومولی.د پنجاب اعلی وزیر شهباز شریف د دغې پېښې ټپيانو ته د درملنې زمینه برابرولو امر کړی.په وروستیو ترلاسه شویو معلوماتو کې ښکاري، چې د ژغورنې ډله تر کنډوالو د لاندې شوو کسانو په رایستلو بوخته وه.خو د ماښام په تیارې زیاتېدو د دوی ژغورندویه کارونه هم له ستونزې سره مخامخ شول.دا جومات داسې مهال لوېدلی، چې پنجاب ایالت کې د ډېرو بارانونو له کبله د ځینو ودانیو چتونه رالوېدلي، چې یو شمېر کسان پکې وژل شوي دي.