کندهار :د شهيدانو وارثين دولت په نه پاملرني تورنوي

اسدالله زړه سواند | سپتمبر 11th, 2014


په کندهار کي د شهيدانو وارثين او معلولينو وايي، چي په يو عالم ستونزو کي راګير دي، خو دولت له مرستو کولو هېر کړي دي.

دا په داسي حال کي ده، چي روانه اوونۍ په ټول افغانستان کي د شهيد اووني په نوم لمانځل کيږي.

کندهار په افغانستان کي د خپل ارزښت له مخي تل د جګړې ډګر ګرځېدلی.

دلته پر افغانستان د روسانو او د هغوئ له وتلو وروسته د کورنيو جګړو پر مهال زرګونه کسان وژل سوي او په ميراث يې کونډياني، يتماني، معلولين او بربادي پاته سوې ده.

د انسان وژني لړۍ لا نه ده درېدلې او اوس هم په کندهار کي د وسله والو مخالفينو له لوري د رواني جګړې قربانيان ملکي وګړي وي، چي پر مهال يې زياتي کورنۍ بې سرپرسته پاتيږي.

دغه کورنۍ او د شهيدانو وراثين وايي، چي په ستونزو کي غرق دي او ان د شپې تېرولو لپاره سرپناه او د خوراک لپاره يوه ګوله ډوډۍ نه لري.

دوی که څه هم، چي د کار روزګار موندلو لپاره زیاتي هڅي کړي، خو بيا هم سوال کولو ته مجبور سوي دي.

د شهيدانو د وارثينو او د معلولينو سره د مرکې پر مهال هر يوه د خپلو ستونزو داستان کاوه، خو د دولت پر نه پاملرني يې نيوکي کولې.

دوی ادعا کول، چي د ناچارو پر سر تجارت روان دی، خو حقوق يې چارواکي د فساد او درغليو په ولکه کي ورکړي دي.

په جنوب کي د بشر د حقوقو د خپلواک کمېسیون غړی نعمت الله نالان هم وايي، چي د ۳۵ کلني جګړې د شهيدانو وراثينو او معلولينو ته توجه نه ده سوې.

هغه زياته کړه، چي د جګړې زيانمن سوي کسان آن متوسط ژوند نه لري او د هغوئ څخه د نه ملاتړ له امله په اندېښنې وايي، چي اوس ددغه شهيدانو د وارثينو او معلولينو پر سر معاملې رواني دي او اصلي مستحقين هېر سوي دي.

د جګړې څخه د ورکړل سويو ارقامو له مخي په ۱۳۵۸ کال کي د خلق ګوند د حکومت او د روسانو د جګړې پر مهال تر يو نيم ميلیون زيات وګړي شهيدان سوي دي او د افغانستان په قوانينو کي په تصویب رسېدلې، چي د شهيدانو او معلولينو په نوم بايد امتيازات ورکړل سي.

که څه هم په تېرو قوانيو کي دغه امتيازات ډېر کم وه، خو اوس د نړيوال بانک په مرسته د نويو قواننيو په تصویب سره د هر معلول او شهيد کورنۍ ته د مياشتي پنځه زره افغانۍ، چي د کاله ۶۰ زره افغانۍ کيږي ورکول کيږي، خو په دولتي ادارو کي فساد اصلي مستحقين ددې امتيازاتو بې برخي پاته کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024