موږ ولي قانون نه منو؟
د ولسواکۍ عمده تعریف، د خلکو حکومت، د خلکو له خوا، پر خلکو باندي. دلته باید د درې ګونو قواو وظایف تفکیک سي او هره قوه تر خپل حد تیری ونه کاندي.
موږ چي کله د ولسواکۍ خبره کوو، ضرور باید پرقانون حاکمیت موجود وي، د افغانستان په اساسي قانون کي هر څه په صراحت ذکر سویدي، زه پوه یم چي ځیني کسان د اساسي قانون په اړه بدي اوازي خپرء وي، که تاسو یو ځل اساسي قانون د پاڼي له مخي وګورئ، ټوله ستونزي مو حلیږي، موږ دا دعوه کولایسو چي زموږ قوانین په سیمه کي تر ډیرو ښه دي خو په نړۍ کي زموږ په شان ملت بیخي نه وي چي زیات یې اساسي قانون تر پښو لاندي کړئ.
له یوه طرفه د پردیو را وارده سوې ایډیالوژي، چي همېشه یې موږ په اور کي لولپه کړي یوو، د بل طرفه زموږ په هیواد کي تر حد زیاته بېسوادي چي اصلآ خلک د یوې موضوع په اړه تجسس نه کوي او په پټو سترګو یې مني او تر څنګ یې په هیواد کي خودخواهي او ځانغوښتنه(Ego).
په افغانستان کي هر سړی د قانون تطبیق د بل لپاره غواړي خو خپله د قانون تطبیق شرم بولي! دلته هر مشر او کشر ځان تر قانون لوړ ګڼي او په ښکاره وايي قانون مانون نه چلیږي. د نظام د فساد اوج او د نامرده چارواکوي قانون شکني په لوی لاس هیواد له بحران سره مخ کړیدئ. د یوه هیواد مقننه قوه او کیلان چي په هر فساد کي شکېل وي نو هغوئ به د نورو لپاره څنګه د قانون د تطبیق هڅه او مراقبت وکړي؟
په هغه هیوادونو کي چي د قانون تطبیق پکښي عام دی، هغوئ ټوله د ښه او هوسا ژوند څخه برخمن دي، هغوئ چي له هري ستونزي سره مخ کیږي، قانون ته پنا وړي او د قانون په چوکاټ کي جریمه ورکوي او حق غواړي، خو زموږ د ټولو نافذه قوانینو سره-سره بیا هم هر سړی تر قانون لوړ دی او هر کس قانونپوه دی، خو د اساسي قانون د تطبیق البوشاکه هم نسته(دې ته وای په ځان او وطن رشخند).
په ازاد ژوند کي د هرسړي حدود معلوم دي، اساسي قانون د ازادۍ او عزت په اړه قانوني صریح وضاحت لري. که په افغانستان کي د قانون تطبیق ته هر یو سر ټیټ کړي او مراعت رامنځ ته سي، زه باور لرم چي همدا خلک به تر ټولو د هوسایۍ احساس وکړي، موږ په ازاد ژوند کي پر ځان قانون نه تطبیقوو، خو کله چي موږ کار په محاکمو او نورو ادارو کي بند سي، بیا نو وایو چي ولي قاضي او څارنوال قانون نه مراعتوي!؟ اول باید له ځانه سوال وکړو، چي خپله مو څونه د قانون درنښت کړئ؟ هغه مسائل چي په افرادو پوري مربوط دي او قانون مسولیت ور د غاړي کړئ، په کومه اندازه مو عملي کړي، خوکله چي مو کار په قاضي بند سي، هم قاضي ښکنځو او هم قانون خو ځان مو سپینه ملائکه ښودلې. زما هدف د قاضي او څارنوال ننګه نده، زه په ډاګه وایم، چي نننی ناروین او اساسي عاملین یې همدا فاسد قاضیان او رشوتخواره څارنوالان دي، اکثره یې تر سږمو په فساد ککړ دي، هم دوئ دي چي د خلکو زړه له ښاري محکمو پر صحرايي محکمو ور سیخ کوي، که دوئ منصفانه او د قانون په چوکاټ کي چلند وکړي، ټوله ستونزه حل ده.
موږ ځکه قانون نه منو، اول مو پر شخصي ګټو ایمان راوړئ، دوهم (ایګو) او ځانغوښتونکي یوو او درېیم مو د قانون د تطبیق له خونده څکه نده کړې، که د قانون د تطبیق په مزه پوه سولو، باره به خپله ولسواکۍ او قانوني چوکاټ ته دعاءوي کوو.
د ودان افغانستان په هیله