اسلام اباد: پر ملالي یوسفزۍ برید کوونکي نیول شوي
لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا )
اسلام اباد: دبي بي سي دخبر له مخې پاکستاني پوځ ویلي هغه وسله وال چې ګومان کېږي پر فعالې ملاله یوسفزۍ یې ډزې کړې وې نیول شوي دي.ملاله د ۲۰۱۲ کال په اکتوبر کې نجونو ته د تعلیم کمپاین له کبله د وسله والو طالبانو له لوري په ډزو په سر ویشتل شوې وه.وسله وال سوات کې ښوونځي ته پر لار بس ته ختلي او پر ملالې یې ډزې کړې وې.په برید کې د ملالې دوه د ښوونځي ملګري هم ټپیان شوي وو.دغه برید ټولې نړۍ ته ټکان ورکړ او ملالې ته يې نړیوال شهرت ور په برخه کړ.نوموړې د ټایم مجلې له لوري په ۲۰۱۳ کال کې یو د تر ټولو اغېزمنو خلکو په ډله کې وشمېرل شوه.د دې تر څنګ د نوبل د سولې جایزې ته ونومول شوه او په دې وروستیو کې یې خپل ژوند لیک هم خپور کړ.د جمعې پر ورځ (سپتمبر ۱۲مه) د پاکستاني پوځ ویاند عاصم باجوه یوه خبري کنفرانس ته وویل:هغې ډلې چې پر ملاله یوسفزۍ یې برید کړی و نیول شوې ده”.نوموړي وویل د پاکستاني پوځ، پولیسو او استخباراتي ادارو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې یې د پاکستاني طالبانو ۱۰ غړي نیولي دي.ښاغلي باجوه زیاته کړه دغې ډلې د ملا فضل الله تر مشرۍ لاندې فعالیت کاوه